لیکوال: ثابت حنفي
د موسیقۍ پایلې او تاوانونه (دوهمه برخه)
هغه قرآني آیاتونه چې د موسیقۍ حرمت څرګندوي:
۱. وَاسْتَفْزِزْ مَنِ اسْتَطَعْتَ مِنْهُم بِصَوْتِكَ وَأَجْلِبْ عَلَيْهِم بِخَيْلِكَ وَرَجِلِكَ [ الاسراء . ۶۴ ]
ترجمه: «وهڅوئ او وبېروئ په خپل بلنه [دعوت او ګناه] سره هر هغه څوک چې تاسو یې کولی شئ او د هغوی په مقابل کې خپل سپاره او پیاده [لښکر] ور ولیږئ.»
استفزز د “استفزاز” له کلمې څخه اخیستل شوی چې معنی یې هڅول او تحریک کول دي. یو چټک او ساده هڅول، مګر په اصل کې دا د یو څه د پرې کولو معنی لري، نو کله چې یو ټوکر یا جامې پرې شي، عرب وايي: “تفزز الثوب”. دا کلمه د هڅولو لپاره ځکه کاریږي چې یو څوک له حق څخه یې پرې کوي او باطل ته یې کش کوي.
او په تفسیر جلالین کې د استفزز د کلمې په تفسیر کې راغلي دي: په خپل پټ غږ سره هغوی سندرو او موسیقۍ او نورو ګناهو ته رابلل.
په دې آيت كې الله تعالى شيطان خطاب کوي او فرمايي: هر هغه څوك کولی شې په خپل اواز سره یې تحریک کړه، او ځینې علما دغه کلمه یوازې د سندرو او موسیقۍ ته کاروي، او همدارنګه هر هغه غږ چې په هغه کې ګمراهۍ ته خلک رابولي. له دې څخه معلوميږي چې سيدنا حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه فرمايي چې: په دې كې د شيطان له غږونو څخه مراد سندرې او موسیقي ده.
په پای کې ویلای شو چې له دې آیت څخه په سمه توګه معلومیږي چې د شیطان لومړی پلان چې د خلکو د زوال لپاره کارول کیږي د موسیقۍ او هوسناکه سندرو کارول دي.
۲. وَ مِنَ النَّاسِ مَن يَشْتَرِي لَهُوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَيَتَّخِذَهَا هُزُوا أُولَئك لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِينُ [ لقمان . ۶ ]
ژباړه: «په خلکو کې داسې کسان شته چې بې ځایه خبرې پېري، چې [د خدای بندګان] په داسې الفاظو سره د خدای له لارې څخه ګمراه کړي، د دوی لپاره سخت او رسوا کوونکی عذاب دی.»
الله په دې آیت کې هغه کسان ملامت کوي او غندي چې په لوبو او موسیقۍ سره خلک د خدای له لارې څخه اړوي.
سیدنا حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنهما او سیدنا حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه او د نورو په ګډون ځینو لویو مفسرینو او فقهاوو د دغه لهو الحدیث مراد، سندرې او موسیقۍ بولي.
لکه څرنګه چې حضرت ابن مسعود رضی الله عنه څخه د لهو الحدیث په اړه پوښتنه وشوه، هغه ځواب ورکړ: (الغناء، والله الذی لا اله الا هو) په الله سره یې قسم وخوړل چې لهو څخه مراد، غنا او موسیقي ده.
مجاهد رحمه الله فرمایي: “لهو یعنی طبل”
حسن بصري رحمه الله وایي: دا آیت د سندرو ویلو او د موسیقۍ د وسایلو په اړه نازل شوی دی.
ابن قيم رحمه الله فرمايي: د حديث په تفسير کې د صحابه کرامو او تابعینو قولونه کافي دي او دغه تفسير د ابن عباس او ابن مسعود رضي الله عنهم (چې د امت لوی مفسرین دي) هم تاييد شوی دی.
ابو الصهباء وايي چې ما له ابن مسعود رضي الله عنه څخه د الله سبحانه وتعالی د دې قول په اړه پوښتنه وکړه: {ومن الناس من یشتری لهو الحدیث} هغه وفرمايل: «په الله قسم چې بغیر له هغه څخه حقیقي معبود نشته، لهو الحدیث یعني موسیقي، او درې ځله یې تکرار کړ.» همدارنګه له ابن عمر رضي الله عنهما څخه هم ثابت دی چې هغه ویلي دي چې لهو الحدیث غناء ده.
لهو الحدیث ډیر پراخ مفهوم لري، په هغه کې هر ډول تفریحي او بې پروا کلمې یا سندرې شاملې دي چې خلک بې ګټې او ګمراه کوي. که هغه غناء، لحنونه او بې معنا سندرې وي، یا هغه کلمې چې خلک د موسیقۍ او وسیلو له لارې نه بلکې د محتوا له لارې فساد ته هڅوي. یا د دواړو د ترکیب سره(د سندرې او غیر اخلاقي موضوعګانې) لکه څنګه چې په نننې سندرو کې لیدل کیږي چې هم یې ساز ګمراه کوونکی دی او هغه د شعر موضوع چې په کې ویل کیږي.
دلته یو بل ټکی هم د یادولو وړ دی، چې هغه موسیقۍ چې شعر یې هم فاسدکوونکی وي باطله وي، مطلق حرام دی.
مګر ځینې وختونه د شعرونو مفهوم یو اندازه سم وي. خو د ساز او سروز سره یوځای وي. د بېلګې په توګه: حمد، نعت، دعا او د مناجات شعرونه چې د موسیقۍ سره ووایي، دا بڼه هم حرامه ده.