لیکوال: اسماعیل ساراني


نشه یي توکي او روږدي کېدل (دوهمه برخه)

 په نړۍ او اسلامي هیوادونو کې د نشه یي توکو د راڅرګندېدو تاریخ
 د تاریخي اسنادو له مخې، له نشه یي توکو سره د انسان د پېژندګلوي تاریخ له میلاد څخه څلور زره کاله وړاندې زمانې ته ځي. البته په هغه وخت کې تر ډېره په طبي قضیو کې کارول کېدل، خو د انګرېز، فرانسې او نورو هېوادونو د استعمار له رامنځته کېدو او غځېدو وروسته په شپاړلسمه، اوولسمه او په تېره بیا په اتلسمه پېړۍ کې استعمار په کمزورو هېوادونو د تسلط لپاره له دغو اپینو څخه کار واخیست.
 خو په اسلامي هېوادونو کې د نشه يي توکو د پيدا کېدو په اړه ډېر اقوال روايت شوي دي، چې په ځينو يې بحث کوو:
 ځینې ​​مشران په دې اند دي چې د مسلمانانو په منځ کې د چرسو د پیدایښت پېل د شپږمې او اوومې پیړۍ په لومړیو کې شوی دې.
 امام زرکشي وايي: «د چرسو د ظهور نېټه په ۵۵۰ هجري قمري کال کې ده.»
 مقریزي وايي: «چرس په ۶۱۸ هجري کې د غریبو صوفیانو د مرشد حیدر له خوا راښکاره شو او له همدې امله ورته د غریبانو چرس وېل کېده.»
 امام ابن کثیر د ۴۹۴ هجري قمري کال په واقعاتو کې لیکي: «د حشاشین د قبیلې مشر حسن بن صباح د جوز او شونیز په نوم دوه مادې له شاتو سره ګډولې او هغو کسانو ته یې ورکول چې د هغه بلنه یې منلې وه، تر څو د دوی مزاج وسوځي او ماغزه یې کمزوري او فاسد شي او د هغه اطاعت وکړي او د هغه اطاعت به د مور او پلار له اطاعت څخه ډېر وي؛ له همدې امله، د دې قبيلې په راڅرګندېدو سره، دا ډول نشه يي توکي وپېژندل شول.»
 مخکې له دې چې د نشه یي توکو او د هغې د پراختیا په اړه بحث پېل کړو، موږ به د دریو کلمو “روږدي کېدل”، “روږدو”  او  “نشه یي توکو” په اړه بحث وکړو:
 روږدي کېدل یا اعتیاد
 په لغوي توګه، روږدي کېدل د یو څه سره عادت کولو معنی لري. په بل عبارت، په یو څه یا یو موجود باندې په داسې ډول تکیه کول چې له هغې څخه جلا کېدل ممکن نه وي، روږدي کېدل بلل کیږي. مګر په ۱۹۶۴یا ۱۹۶۸کال کې، د روغتیا نړیوال سازمان د  “دوایي اتکا” کلمه د روږدي کیدو سره بدله کړه؛  له همدې امله، د علمي غونډو د تیورۍ له مخې، روږدي کېدل یوه  “تکیه” ده.
په هرصورت، په طبي سرچینو کې او د عامو خلکو په منځ کې، د روږدي کېدو اصطلاح لاهم عام ده او د لاندې مواردو د توصیف او تشریح لپاره کارول کیږي:
 په یوه ماده باندې رواني تړاو یا تکیه کول چې د درملیز عمل لامل کیږي.
 په مخدره توکو باندې د فزیکي تړاو او د هغې اغېزو ته د نه زغم له امله د مخدره توکو بندولو کې پاتې راتلل.
 په دوامداره توګه د موادو د ناوړه ګټه اخیستنې په پایله کې د فزیکي او رواني روغتیا د ستونزو وده.
 خو په عصري طب او اصطلاح کې په نشه يي توکو او يو خاص ماده باندې تکيه کول د روږديتوب په نامه ياديږي، چې د انسان په شخصي، ټولنيز، روحي او رواني ژوند اغېز کوي او د هغه عادي او نورمال حالت ګډوډوي؛ له همدې امله، د دې تعریف له مخې، هغه خلک چې روږدي دي ،غیر معمولي او منحرف دي.
 روږدی
 روږدی هغه څوک دې چې د پرله پسې او دوامداره استعمال له امله په مخدره توکو یا درملو پورې تړلی وي. په بل عبارت، د نشه یي توکو د هر ډول طبي یا رواني اعتیاد قرباني د روږدي په توګه پېژندل کیږي.
 نشه يي توکي
 که څه هم د  “نشه يي توکو”  اصطلاح له ډېرې مودې راهيسې په پښتو ژبه کې کارول کېږي، خو دا عنوان له علمي پلوه سم نه دې او د دغو نشه يي توکو له ځانګړتياوو او خاصیتونو سره سمون نه لري.    ” تخدیر” په لغت کې د سست کولو، بې هوښه کولو او بې حاله کېدلو معنی لري ، کوم چې په لاتین کې د «نارکوتیک» په نوم یادیږي. له علمي پلوه، دا سرلیک په لاتیني او هغو ژبو کې چې له لاتین څخه اخیستل شوي، سم نه دې؛ ځکه چې د  “نارکوز”  او  “نارکوتیک”  سرلیکونه د موضعي انتاني درملو لپاره هم کارول کیږي.
 مګر د درملیزو اغېزو او فیزیولوژیکي ځانګړتیاوو له مخې، په ځانګړي ډول په ذهني حالت کې بدلونونه، هغه څه چې د دوی په اخیستلو سره د آرامۍ او خوښۍ احساس کیږي، او په لنډه توګه، دا حالت په ټولو مخدره توکو او حتی الکولي مشروبات کې عام دې؛ د مخدره توکو د دې کټګورۍ لپاره غوره عنوان د  “مکیف” اصطلاح ده چې د ټولو ذکر شویو سرلیکونو څخه ډېر مناسب دې؛ ځکه چې له علمي پلوه هم، دا سرلیک د دې درملو ګډو خواصو سره مطابقت لري.
 د رنځپوهنې له نظره، هر هغه نشه يي توکي چې له استعمال وروسته داسې بدلونونه رامنځته کوي چې په ټولنيزه توګه د منلو وړ نه وي او ټولنه يې پر وړاندې حساسيت وښيي، هغه نشه يي توکي دي.
 ډاکټر عبدالله بن محمد بن احمد طیار وايي:  “هر هغه اومه یا جوړه شوې ماده چې اراموونکې وي او له طبي موخو پرته و کارول شي، د روږدي کېدو لامل شي او فزیکي، ټولنیز او اخلاقي زیان ولري، مخدره توکي ګڼل کیږي.”
 ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version