لیکوال :ابو عائشه


معتزله (پنځه ویشتمه برخه)

 د اهل سنت‌و لیدلوری
 د اهل سنت والجماعت نظر د ‌امر باالمعروف او نهی عن المنکر (په نېکیو امر کول او له بدیو منع کول) د وجوب په اړه د معتزله وو له نظر سره یو شان دې؛ البته د هغو په وېشنه کې ځينې اختلافونه او توپیرونه شتون لري.
په لاندې جملو کې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر حکم په تفصیل سره بیانوو:
 د اهل سنت‌و دلایل
 د قرآن کریم آیتونه
 خدای تعالی د خپلو بندګانو د غوره ځانګړتیاوو په اړه فرمایي: «الذین ان مکناهم فی الارض اقاموا الصلاة و آتوا الزکاة و امروا بالمعروف و نهوا عن المنکر و لله عاقبة الامور.»؛ (هغه کسان چې که موږ دوی ته په ځمکه کې توان ورکړو نو لمونځ به قائم کړي، زکات به ورکړي او په نېکیو به امر وکړي او له بدیو به منع کوي او د ټولو اعمالو پای د الله لپاره دې).
 په دې آيتونو كې لوى څښتن تعالی جل جلا له د مؤمنانو له ځانګړتياوو څخه د لمونځ او نورو ارکانو په شان “امر باالمعروف او نهی عن المنکر”  ياد كړی دې.
 الله سبحانه وتعالی د دې امت په اړه فرمايي: «کنتم خیر امة اخرجت لناس تامرون باالمعروف و تنهون عن المنکر »؛( تاسو د خلکو لپاره تر ټولو غوره امت یاست، تاسو په نېکیو امر کوئ او له بدو څخه منع کوئ.)
 د دې امت فوقيت او غوره والی پر نورو امتونو د «امر باالمعروف او نهی عن المنکر » د وجیبې په ادا کولو باندې دې او دا امت تر ټولو غوره امت دې، دا امت هغه امت دې چې تر نورو ټولو مخکې به جنت ته داخلېږي او د دې امت دوه پر درې برخه خلک  د جنت اهل دي او دا امت هغه امت دې چې الله تعالی ورته  څو چنده اجر ورکوي او د دې امت غوره والی په نورو باندې په امر باالمعروف او نهی عن المنکر کې دې  نه د مالونو، شتمنیو او منصبونو په ډېروالي او کثرت کې.
 د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث
 له ابو سعید خدري رضي الله عنه څخه روایت دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « په تاسو کې که یو چا کوم بد او ناوړه کار ولید؛ نو هغه دې په لاس بدل کړي او که یې نه شي کولی په ژبه یې بدل کړي او که یې نه شي کولی؛ نو د زړه له تله یې بد وګڼي او دا د ایمان تر ټولو ضعیفه درجه ده.»
 امام نووي رحمه الله د دغه حدیث په تشریح کې وايي: «د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول «فلیغیره… » هغه څه دې چې د امت په اجماع  سره په وجوب دلالت کوي او د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وجوب په قرآن، سنت او د امت په اجماع باندې ثابت دې او دا هم  د نصیحت یو جزء او برخه ده  چې له دین څخه ګڼل کیږي.»
 هغه ادامه ورکوي: «پوه شه چې امر باالمعروف او نهی عن المنکر کفائي فرض دې؛  كه ځیني مسلمانان دا مسؤوليت ادا كړي، نو د نورو مسووليت هم ادا کیږي او غاړې یې خلاصیږي او كه ټول دا مسئوولیت له شرعي عذر پرته پرېږدي، په داسې حال كې چې د هغه د ترسره كولو توان هم لري، ګناهګار دي.
په شرح اربعین النوویة کې د دې حدیث په تفصیل کې راغلي دي: « دا حدیث ډېر لوی حدیث دې، په دې حدیث کې هم په نېکۍ د امر کولو او له بدیو د منع کولو فرضیت بیان شوی او دا حدیث تاسو ته د ټولو جزئیاتو سره ښکاره او څرګند دې؛  ځکه دا حدیث ډېر زیات راغلی دې.»
 رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: «[اې خلكو!] مخكې له دې چې خداى ته دعا وكړئ، مګر ستاسو دعا ګانې قبولې نشي او مخکې له دې چې تاسو بخښنه وغواړئ، مګر تاسو ته بخښنه ونشي؛ په ښو كارونو امر وكړئ او له بدو كارونو څخه منع وكړئ، په نیکۍ امر کول او له بدیو څخه منع کول به د هیچا ژوند وانخلي ، کله چې د یهودو او نصاراوو عالمانو امر باالمعروف او نهی عن المنکر پرېښود، خدای تعالی هغوی د پیغمبرانو په ژبه لعنت کړل؛  بیا په دوی عذاب راغی.»
 له حضرت حذیفه بن یمان رضي الله عنه څخه روایت دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «قسم په هغه ذات چې زما ژوند یې په واک کې دې؛ هرو مرو په نېکۍ امر وکړئ او له بديو منع کوئ، که نه نو لوى څښتن به پر تاسو داسې عذاب نازل کړي چې تاسو به چیغي او فریاد کوئ، خو ستاسو دعا او زارۍ به نه قبلیږي.»
 مصنف رحمه الله په همدې حدیث کې د امام احمد رحمه الله قول نقلوي چې فرمایلي یې دي: «نو د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وجوب په کتاب او سنتو ثابت شو.»
 له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دې چې هغه د دې آیت تفسیر داسې کړی دې: «وَقولوا للناس حسنا»؛ (او خلکو ته ښې خبرې کوئ) یعنې په ښو کارونو امر وکړئ او له بدو او نامناسبو کارونو منع کوئ.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version