له خلکو سره په خبرو اترو کې باید له عملي حکمت څخه کار واخیستل شي. او د هغو د پوهې او درک په کچه خبرې وسي. دعوت کوونکی (داعي) باید خلک وپېژني او د هغو له فکري او کاري شرایطو سره آشنا وي. همدارنګه، هغه باید د وخت پابند او ارواپوه وي او د بلنې ځای په ښه توګه په پام کې ونیسي. که داعي بېځایه حرکت وکړي، او وخت او د خلکو مقام ته پوره پام ونه کړي او د خلکو په ژبه له هغوی سره خبرې ونه کړي، منفي اغیزې لري. قرآن عظیم الشان فرمايي: «وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ رَسُولٍ إِلَّا بِلِسَانِ قَوْمِهِ لِيُبَيِّنَ لَهُمْ.»
پیغمبرانو د خلکو په ژبه خبرې کولې، د ژبې معنی یوازې کلمې، الفاظ او عبارات نه دي؛ بلکي مطلب د بيان طریقه، د خبرو کولو اسلوب او د پوهولو او لارښونې هغه طريقه ده چې د تبليغ په وخت کې يې هغه ته پام کوله کیږي. کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم معاذ بن جبل او ابو موسی اشعري رضي الله عنهما یمن ته ولېږل، نو امر یې وکړ چې «یسرا و لا تعسّراً و بشرا و لا تنفِّرا»؛ ترجمه: « آسانۍ کوئ، سختي مه کوئ، زېری ورکوئ او خلکو ته نفرت مه ورکوئ (مه شړئ).
نو ځکه بايد په دعوت کې فضيلتونه زيات ذکر شي او ترغيب او تشويق څخه کار واخیستل شي چې په عمومي ډول د انسان مزاج او طبيعت ورسره آشنا دی او ډېر ژر ورته متوجه کیږي او د وعید او اخطار بیانول په دويم پړاو کې دی.
یو کوچی سړی مسجد النبی ته ننوت او د مسجد په یوه کونج کې یې بولي وکړې. د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو د هغه د مخنیوي هڅه وکړه، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « دعوه و أریقوا على بوله سجلاً من ماء أو ذنوباً من ماء فانما بعثتم میسرین و لم تبعثوا معسرین»؛ ژباړه: «پریږدئ چې خپل بولي وکړي، بیا یو سطل اوبه پر واچوئ او پاک یې کړئ، یقینا الله جل جلاله تاسو رالیږلي یاست چې اساني وکړئ، نه سختۍ.»
د رسول الله صلی الله علیه وسلم جومات په شګو او ریگونو پوښ شوی و او دا سړی هم حتمي نوی مسلمان و او له اسلامي اخلاقو سره سم بلد نه و. که څه هم هغه د ادب سره مخالف کار وکړ، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل ملګرو ته ښوونه وکړه چې دغه غوندې خلکو سره څنګه چلند وکړي، بیا یې هغه کوچي ته په نرمۍ سره وفرمایل: «ای وروره! جوماتونه د دې مقصد لپاره نه دي جوړ شوي، د جوماتونو د جوړولو هدف د رب العالمین عبادت دی.»
نو دواړو (امت او کوچې) ته يې ور زده کړل چې له يو بل سره څه ډول چلند وکړي، خپل امت ته يې ور زده کړل چې په راتلونکي کې له ورته ستونزو سره څنګه مخامخ شي.
یو ځوان پیغمبر ته راغی او ویې ویل: زه غواړم مسلمان شم. مګر نشم کولی د زنا څخه لاس واخلم! زما اسلام قبول دی که نه؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ایا ته مور لرې؟ هغه وویل: هو. ویې فرمایل: ایا ته غواړې چې ستا له مور سره زنا وشي؟ ويې ويل: نه! بيا يې وپوښتل: ته خور لرې؟ هغه وویل: هو. هغه وفرمایل: ایا ته غواړې چې ستا له خور سره زنا وشي؟ ويې ويل: نه! بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: نور خلک هم له خپلې مور، خور او ناموس سره زنا نه خوښوي. بیا یې خپل مبارک لاس د هغه په سینه کښېښود. هغه ځوان وايي چې له هغه وروسته د زنا فکر او مینه د تل لپاره زما له ذهن څخه لاړ.
امام سيد ابوالحسن ندوي رحمه الله وایي: دا بايد هېر نه کړو چې د تساهل، حکمت، مصلحت او د استعدادونو او صلاحیتونو په پام کې نيول په تعليم او تربیه او جزیي مسایلو کې دي. او انبياء عليهم السلام په هر وخت کې د ديني مسايلو او عقیدتې اصولو په هکله له غرونو او فولاد څخه هم سخت وو او په هيڅ صورت کې يې ځان ته د نرمښت اجازه نه ورکوله.
د آخرت ژوند ته بلنه
د دعوت تر ټولو مهم اصل دا دی چې آخرت ته خلک پام وکړي او د هغه دنیا د خوشالۍ په لټه کې اوسي او کله کله د دعوت اصلي محور د آخرت د فکر جوړول دي. آخرت باید د بلونکو هدف وي. البته انبیاء علیهم السلام د آخرت فکر د اخلاق او اصلاح اړتیا او عامل نه ګڼي، بلکې په آخرت باندې ایمان درلودل یقین پخوي او بیا داخلي افکار او احساسات اغېزمن کوي.
د آخرت په اړه باید په ځانګړې لیوالتیا او شوق سره خبرې وکړو او په حماسې سره خلک هغه ته راوبولو. یو له هغه عواملو څخه چې د مخلوق او خالق تر منځ اړیکه ښه کوي همدغه انګیزه ده. بې له شکه د قرآن کریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیثو ته اشاره کول او د قرآن کریم له کیسو او له احادیثو څخه په استفادې سره د دعوت په رسولو کې مخاطبینو ته مهم رول لوبولی شي. او دغه کار په بشپړه توګه ټول شکونه لرې کوي، مقابل لوری قانع کوي، او هغه ته هیله وربخښي.