څرنګه چې د سویډن ټولنه د عیسویانو اکثریت ټولنه او هیواد دی، د نورو مذهبونو سره توپیر لري. سویډن ته د مسلمانانو د لویو ډلو په راتګ سره، د سویډن ټولنه او سیاست ورو ورو له یوې نوې ستونزې سره مخ شو چې هغه د اسلام ستونزه وه. په هرصورت، دا مسله په لومړۍ لسیزه کې او تر (2000 میلادي) لسیزې پورې د سویډن اتباعو د عادي ژوند چاپیریال پورې اړوند یوه ټولنیزه مسله وه. د نوې زریزې له پیل راهیسې، په سویډن کې اسلام په سیاسي مسله بدل شوی او په تدریجي ډول امنیتې مسله هم ده.
له همدې امله په دې خاوره کې ځینې مسلمانان له دې ستونزې سره مخ دي، چې له بده مرغه سویډنیان د مذهبې تعصب له امله، اسلام ته د امنیت د ضد په سترګه ګوري او دغه مسئله د دې لامل شوی دی چې مسلمانان د نورمال حالت کې نه وي او پرمختګ ونه کړي.
د دې خاورې د مسلمانانو پر وړاندې بله ننګونه دا ده چې دا ډله د مسیحې افراطې ډلو سره مخ ده. سره له دې هم د دې خاورې په ډېرو سیمو کې مسلمانان په مثبت او مذهبي تعامل او د اسلامي لارښوونو په تعقیب توانېدلي چې خلک دا حقیقت ومني چې اسلام او د هغه تعلیمات هېڅکله تاوتریخوالی نه دی، بلکې په دې کې هر شی د حکمت څرګندونه کوي. دا د بشریت لپاره ګټور او د عدالت د بقا لپاره اړین دی.