لیکوال: اسماعیل ساراني
همجنسبازۍ «همجنسپالنه» (اتمه برخه)
۳- هورمونونه
په 1995 کې د آغلې ډاکټر ایمي بانکس او نانیټ ګارټرل لخوا د یوې څیړنې اقتباس کې چې د هورمونونو او همجنسپالنې ترمینځ د هرې اړیکې د معلومولو او پېژندلو لپاره ترسره شوې وه، ویل شوي: “څېړنې په هغو نارینه او ښځو تر سره شوې چې د ولادت څخه مخته یې هورمونې نېمګړتیا تجربه کړې. دا مطالعات ښیې چې دا نیمګړتیاوې د همجنسپالنې د زیاتوالي لامل نه کیږي. په مجموعې ډول، دغه په انسانانو کې د هورمونونو او جنسي تمایل ترمنځ د اړیکې ملاتړ نه کوي.”
په هرصورت، پکار ده چې د امریکا د رواني ناروغیو ټولنې وینا هېره نکړو: “که څه هم ډېری جنتیکې، هورمونې، پرمختیایې، ټولنیز او کلتورې اغیزې څیړلي، هیڅ یوې موندنې ساینس پوهانو ته ندي ویلي چې جنتیکي هورمون د جنسي تمایل لامل کیږي.
۴- مغز
ځینې څیړنې د همجنسپالانو او عادي خلکو ترمینځ عصبي توپیرونو سره څېړي، او پدې برخه کې لومړۍ څېړنه په 1991 کې د عصبي ساینس پوه سیمون لوای لخوا شوې. هغه ادعا وکړه چې د همجنس بازانو او نورمال نارینه وو د مغزونو ترمنځ توپیر شتون لري، او په ځانګړې توګه د هایپوتالاموس (3INAH) د بینابیني هستو د یوې ځانګړې حجرې ګروپ په حجم کې توپیر شته.
رسنیو دا څېړنه په ډېر لیوالتیا سره مخته کوي، او تر دې دمه د شبه علم د ترویج پاڼې (مخصوصا د الحاد ګروپونه) دې څیړنې ته وده ورکوي. موږ داسې څېړنه نه وړاندې کوو چې د پورتنیو څیړنو سره په ټکر کې وي، مګر راځئ وګورو چې پخپله «سیمون لوای» عصبي ساینس پوه چې څېړنه یې ترسره کړې، څه وايي؛ لکه څنګه چې هغه په 1994 کې وویل: “زه باید په هغه څه ټینګار وکړم چې ما نه دي موندلي. ما دا نه ده ثابته کړې چې همجنسپالنه د جنتیک سره تړاو لري او ما د همجنسبازۍ لپاره هیڅ جنیټیک لامل ندی موندلی. ما نه دې ویلي چې همجنسبازان په دې ډول پیدا کیږي؛ دا یوه عامه تېروتنه ده چې ډېری خلکو د څیړنې څخه د استنباط کې کړې ده. او نه ما په مغزو کې د همجنسبازۍ کوم مرکزونه موندلي دي. له هغه وخته چې ما د بالغو کسانو مغزونه وڅېړل، نه پوهیږم چې هغه توپیرونه چې موږ ولیدل د زیږون څخه یې شتون درلود یا وروسته راڅرګند شول؟”
البته، هغه ستونزې او انتقادونه چې د سیمون په څېړنه کې شوي باید په پام کې ونیول شي؛ له هغه ستونزو څخه یوه دا ده چې د ده د څېړنې لاندې کسان په ایډز اخته شوي وه.
ایا دا خبره دلته پای ته رسیږي؟ هیڅکله نه. مارک بریدلوو، د میشیګان ایالت پوهنتون ارواپوه او عصبي ساینس پوه، یوه مطالعه خپره کړه چې د سیمون لوای څیړنې سره مخالف دی. هغه په مغز باندې د همجنسبازۍ اغیزې وڅیړلې او ویې ویل: “دا موندنې د هغه څه چې موږ په نظري ډول پوهېږو شواهد وړاندې کوي: جنسي تجربه کولی شي د دماغ جوړښت بدل کړي لکه څنګه چې جین خپل جوړښت بدلوي.”
همدارنګه، په 2002 کې، ارواپوه میشل لاسکو یوه څېړنه خپره کړه چې هغه په مغز کې د نښلونکي نسج په اړه ترسره کړې وه، او هغه په دې اړه وايي: “په لنډه توګه، او د هغه څه برعکس چې الن او ګورسکي ویلي دي، د جنسې اړیکې اړوند نسج په حجم کې هیڅ بدلون نه دی لیدل شوی.
حتی د دماغ جوړښت ممکن د ډېری فکتورونو له امله بدل شي لکه د ژوند تجربې، پیانو، او داسې نور؛ لکه څنګه چې ارواپوه نورمن دویدج په خپل کتاب د “مغز چې ځان بدلوي” کې دا خبره څرګنده کړې ده.
په دماغ کې ذکر شوي توپیرونه – د هغې څیړنې له مخې چې موږ وړاندې کړي – د دې کړنو نتیجه ده، نه د هغه لامل.
نور وضاحت
هغه شیان چې دا ثابتوي چې دا اخلاقي فساد – همجنسپالنه – یو جنتیک مسله نه ده او په هورمونونو او دماغ پورې اړه لري؛ بلکه دا شاتګ او د سالم طبیعت څخه انحراف دی چې د انسان له زیږون وروسته پیښیږي. هغه ماشومان چې د دوه همجنس پالو جوړو لخوا پالل کیږي – دوه نارینه یا دوې میرمنې – د نورو په پرتله د دې بدمرغه او ناخوښه مزاج ترلاسه کولو لپاره ډېر لیواله دي، او دغه مسئله ټینګار کوي چې دا اخلاقي – جنسي انحرافات په حقیقت کې یو ترلاسه شوی شی دی. او په دغه اړه یوه څېړنه روانه ده چې په ډېری ساینسي سایټونو لکه کیمبرج پوهنتون کې خپاره شوي او عنوان یې “د همجنسپالانو یا ټرانس خلکو ماشومان ډېر خوښوي چې همجنسپالان شي.”