Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»په معاصره نړۍ کې د دعوت اړتیا او طریقه (شپږمه برخه)
اسلام شنبه _3 _اگست _2024AH 3-8-2024AD

په معاصره نړۍ کې د دعوت اړتیا او طریقه (شپږمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: شکران احمدي


په معاصره نړۍ کې د دعوت اړتیا او طریقه (شپږمه برخه)

مینه او معرفت، زړونو ته لاره
په دعوت کې د بریالیتوب یو لامل، د خلکو او د هغو د نومونو سره پېژندل او د هغو سره مینه کول دي. د نوم په یادول د دواړو خواوو د مينې سبب ګرځي، ځکه چې هر انسان دا خوښوي چې په خپل نوم ورته غږ شي، په ځانګړې توګه په هغه نوم چې هغه يې خوښوي او پېژندګلوي ډيرې پردې لرې کوي؛ تر هغه مهاله چې د دعوت کوونکو او خلکو تر منځ واټن او پردی والی موجود وي، دعوت به اغېزه ونه کړي. پېژندنه پردي سره نږدې کوي. د پېژندنې او میني دروازې خلاصول د دعوت ترټولو مهم اصول دي.
حضرت مولانا محمد عمر پالنپوري رحمه الله وایي: «اُنس نیول د دعوت له اصولو څخه دی او د پېژندنې له لارې له مخاطب سره اړیکه نیول کیږي. او بیا د دعوت لپاره لاره هواریږي.» روایت دی چې کله به رسول الله صلی الله علیه وسلم خلکو ته د بلنې لپاره بهر وتل، نو حضرت صدیق اکبر رضي الله عنه به لومړی د نسب له لاري د پیژندګلوۍ دروازه پرانستله، بیا به یې له هغه سره اُنس نیوی. او په پای کې به رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی ته د اسلام بلنه ورکوله.
د دعوت بل اصل دا دی چې داعي باید له خلکو سره مینه وکړي او خلکو ته په عملي توګه خپل رحم او شفقت ثابت کړي. څومره چې د دعوت کوونکي په زړه کې د خلکو مینه زیاته شي هغومره به په دعوت کې کامیاب وي. د داعي نظر باید مینه ناکه وي او مینه باید د هغه له خبرو څخه معلومه وي. روایت دی چې: «من نظر إلی أخیه نظرة ودٍّ غفر الله له»؛  ژباړه: «څوک چې خپل ورور په مینې سره وګوري، الله به هغه ته بښنه وکړي.» دعوت کوونکی باید هغه وسیله غوره کړي چې مینه زیاتوي.
په یو روایت کې راغلي دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم حضرت عمر رضي الله عنه ته وفرمایل: «ثلاث لک ود أخیک؛ سلّم علیه إذا لقیته و توسّع له فی المجلس وتدعوه بأحبّ الأسماء إلیه»؛ ژباړه: « د مسلمان ورور سره دې درې شیان د دوستۍ لامل کیږي: ۱. مخکې ورته سلام وکړه؛ 2. هغه ته د هغه په محبوب نوم سره غږ وکړه؛ 3. هغه ته په غونډو او ناستو کې ځای ورکړه.»
علامه اقبال رحمه الله وایي:
یقین محکم، عمل پی‌هم، محبت فاتح عالم                   جهاد زندگانی مین یهین مردون که شمشیری
یعني: مینه نړۍ فتح کوي. او پورتني مطالب د دعوت په ډګر کې ځانګړی اهمیت لري او د دعوت له اصولو څخه دي.
د دعوت په ډګر کې تېرنه او مېړانه
تېرنه(عفو) او مېړانه هم د دعوت له بنسټونو څخه ګڼل کیږي. له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت دى: «ألا أدلک علی أکرم الدنیا والآخرة، أن تصل من قطعک وتعطی من حرمک وأن تعفو عن من ظلمک»؛ ژباړه: «ایا تا ته د دنیا او آخرت تر ټولو غوره اخلاقو ته لارښوونه ونه کړم؟ څوک چې ستا سره اړیکې پرې کړي، اړیکه ورسره ټینګه کړه، او چا چې محروم کړلې، هغه له خپل عطا څخه مه محروموه، او څوک چې پر تا ظلم کوي، هغه ته بښنه وکړه.»
دغه اصول، دعوت کوونکي ته تواضع وربخښي او هغه د خوښۍ څکي ته رسوي او د دعوت په لاره کې یې بریالی کوي. په ډېر وختونو کې د دعوت کوونکي موسکا د دعوت او تبلیغ دروازه پرانیزي او اورېدونکی جذب کوي، او بالعکس، بد اخلاقي نفرت او کرکه راپاروي.
مسلمانان، اطاعت ته بلل، اسلام ته د کفارو له بللو څخه ډېر مهم دی
الله جل جلاله رسول الله صلی الله علیه وسلم د عبدالله بن ام مکتوم رضي الله عنه څخه د شا اړولو او د کفارو اشرافو ته د پام کولو په خاطر ملامت کړل: «عَبَسَ وَتَوَلَّى (۱) أَنْ جَاءَهُ الْأَعْمَى (۲) وَمَا يُدْرِيكَ لَعَلَّهُ يَزَّكَّى(۳)»؛ ژباړه: «تندی یې تریو کړ او مخ یې واړوه. د دې لپاره چې هغه ړوند(عبدالله) ورته راغی(او د رسول الله صلی الله  علیه و سلم او د قریشو د مشرانو تر منځ یې خبري پرې کړې). [ای پیغمبره] ته څه خبر یې کېدای شي چې هغه (ړوند) پاک شي.»
په دې سورت کې د دعوت یو مهم اصل بیان شوی دی؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم په یو وخت کې له دوو کارونو سره مخ شو: ۱. مسلمان ته ښوونه، تسلي او بلنه ورکول؛ 2. غیرمسلمانانو ته پام کول او اسلام ته د هغو بلنه.
د دې آيتونو په نازلولو سره خداى پاک په څرګند ډول فرمايي چې د مسلمان بلنه او اطاعت، د کافر د دعوت په پرتله مخکې دی. نو د مسلمانانو کار باید د کفارو د تبلیغ په خاطر ونه ځنډول شي. له همدې امله د مسلمانانو روزنه او اصلاح کول ډېر مهم دي.
بل ټکی چې له دې پېښې څخه معلومېدای شي دا دی چې د دعوت مخاطبین ځانګرې طبقه نه ده، بلکي داعي بايد د ټولني ټولو ډلو ته پاملرنه وکړي او دعوت په يوه خاصه طبقه لکه لوستې طبقه او پیسه داره پوري محدود نه کړي. او همدارنګه مسلمانانو ته د ایمان بلنه، یعني: «یا أیها الذین آمنوا آمِنوا» د کفارو تر بلنې په پرتله خورا مهمه ده.
پر دې بنسټ د مسلمانانو پوهول، زده کړه او اصلاح ډېره مهمه ده. که مسلمانان واقعاً د دعوت له لارې د اسلام دائرې ته داخل شي او د کامل اسلام عمل وکړي، نو کفار او مشرکان به د مسلمانانو د عملي ژوند په ليدلو سره پخپله اسلام ته مخه کړي.
ادامه لري…
Previous Articleسیکولاریزم «د ډاروین د تکامل نظریه او د هغې اغیزې» (شلمه برخه)
Next Article امام ابوحنيفه رحمه الله او د علماوو او محدثينو په منځ کې د هغه علمي ارزښت (لسمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دریمه برخه)

شنبه _1 _نوومبر _2025AH 1-11-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دویمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (اوله برخه)

شنبه _25 _اکتوبر _2025AH 25-10-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (شپاړسمه برخه)

یکشنبه _2 _نوومبر _2025AH 2-11-2025AD14 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (شپاړسمه برخه)…

نور یی ولوله
اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دریمه برخه)

شنبه _1 _نوومبر _2025AH 1-11-2025AD4 Views

لیکوال: ابوعائشه د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو…

نور یی ولوله
اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دویمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD10 Views

لیکوال: ابو عائشه د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د…

نور یی ولوله
متفرقه

د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (پنځمه برخه)

پنجشنبه _30 _اکتوبر _2025AH 30-10-2025AD22 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌ زهي د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (پنځمه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (شپاړسمه برخه)

یکشنبه _2 _نوومبر _2025AH 2-11-2025AD

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (دریمه برخه)

شنبه _1 _نوومبر _2025AH 1-11-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.