لیکوال: اسماعیل ساراني


همجنسبازۍ «همجنسپالنه» (شپږمه برخه)

جنسي غړي د جنسي غړو لپاره
په دې کې شک نشته چې جنسي ارګانونه پرته له زیږون د نورو موخو لپاره لکه “خوند ترلاسه کولو” لپاره هم رامینځته شوي؛ خو اساسي پوښتنه دا ده، چې جنسي ارګانونه د څه شي او د چا څخه د خوند اخیستلو لپاره جوړ شوي دي؟ ایا دا اعضاء په انسانانو کې جوړ شوي دي چې انسان هر ډول وغواړي ګټه ترې پورته کړي؟ د بېلګې په توګه: له غوا، اوښ او سرکوزي څخه جنسي استفاده وکړي؟ او یا د ښځینه جنسي اعضاء د نارینه جنسي غړي په مقابل کې منځته راغلي چې تولید، خوند او آرامتیا ترلاسه کړي؟
د الهي احکامو او سترو انساني فیلسوفانو نظر له دویم نظر سره موافق دی. خو همجنسبازان، چې په نړۍ کې یو کوچنی اقلیت ګڼل کیږي، بلې رایې ته مخه کړې ده.
د دوی عمل هغو کسانو ته ورته دی چې د طبیعي او خوندور بشري خواړو څخه راضي نه دي او د لا خوند لپاره “مخدره توکي” کاروي!
د همجنسپالني د ملاتړ دلیل
د اسلام د مخالفانو اصلي ستونزه دا ده چې دوی مسلې ته په یو طرفه نظر ګوري، نو دلته به د دوی دلایل ولولو:
 لومړی دلیل: د همجنسپالني د ملاتړ لپاره وايي: د همجنسپالانو د واده قانوني کول د ودونو، طلاق، سقط، د واده د چوکاټ څخه وتلي ماشومانو سلنه باندې هیڅ منفي اغیزه نلري. په لومړي نظر کې، دا ریښتیا ښکاري، مګر کله چې موږ موضوع نوره وڅیړو، د دې دلیل ویجاړونکی ماهیت نور هم څرګندیږي. د همجنسپالني مدافعین وايي: “په همجنسپالني کې د اولاد زیږیدل امکان نلري.” دا ستونزه په هغو ټولنو پورې اړه لري چې په وياړ سره يې دین له سياست څخه جلا کړی او جنسي ازادي يې رامنځته کړې ده، خو په ورته وخت کې له نامشروع زېږېدلي ماشومان يوه لويه ستونزه بولي او همجنسپالني د دې ستونزې د حل لار ګڼي. تعصب د دې خلکو مخه نیسي چې دوی خپل شهوت کم کړي او په خپل مغزو لږ فشار راوړي. اصلي ستونزه دا ده چې له زنا څخه هغه ماشومان منځته راځي چې وروسته بیا د هغو د ساتنې او پالنې لپاره ستونزې رامینځته کیږي.
دا ستونزه په هغه ټولنه کې رامنځ ته کیږي چې په دې باور وي چې دین په قانون کې ځای نه لري، خو په هغه هیواد کې چې اسلامي شریعت وي، له سرغړونکو سره سخت چلند کیږي، نو بیا به هلته له نکاح پرته د اولاد د زیږیدو خبر وي؟! ځواب: نه!
دوهم دلیل: “په همجنسپالني کې سقط نشته…” دا هم د سیکولارانو او ملحدینو یو تناقض دی، ځکه له یوې خوا دوی سقط د هرې ښځې قانوني او طبیعي حق ګڼي او له بلې خوا، په خپلو ټولنو کې د سقط لوړې احصائیې باندې نیوکه کوي! (د بي بي سي فارسي د راپور له مخې)
په 2011 کې، 299,585 سقط په آمریکا کې وشول. په زړه پورې خبره دا ده چې په امریکا کې د سقط د قانوني کیدو اصلي لامل د میرمنو په منځ کې د واده څخه د نامشروع له لاري د امیندوارۍ لوړه کچه وه. اوس همدغو ملحدانو د خپلې ستونزې د حل لپاره همجنسبازۍ ته لاره هواره کړې، خو تر دې هم ښه او عملي حل شته. “په اسلامي شریعت کې سقط هم حرام دی” او د سقط د ستونزې د حل لپاره همجنسبازۍ ته اړتیا نشته.
دریم دلیل: “د همجنسپالني په ملاتړ کې د طلاق کچه کمیږي.” دوی وايي: د همجنسپالانو ترمنځ د طلاق کچه ټیټه ده او دا د همجنسپالني د ملاتړ یو ښه دلیل دی. په بلجیم کې، د ښځینه همجنسبازانو ترمنځ د طلاق کچه 21٪ او په ډنمارک کې د ښځینه همجنسپالانو طلاق 27٪ او د نارینه و ده 14٪ دی.
د همجنسپالانو د ودونو د کم شمېر په پام کې نیولو سره د طلاق دغه کچه په هیڅ صورت ټیټه نه ده. او جالب دا چې د کاتولیک له مخې میړه او میرمن د طلاق حق نلري او په دې مذهب کې د طلاق په نوم شی نشته او که لویدیځ د تحریف شوي مسیحي شریعت پر اساس قانون جوړ کړي نو د طلاق فیصدي به صفر وي. او په اسلام کې هم طلاق تر ټولو مبغوضه حلال بلل شوی دی. له همدې امله، د طلاق د کنټرول لپاره دیني حلونه د سیکولار حلونو څخه غوره دي.
د ملحدانو د شکونو رد
د حیواناتو همجنسپالنه
یو له هغو دلایلو څخه چې همجنسپالان یې تل یادونه کوي او هڅه کوي په هغه باندي چې خپل ناوړه عمل ثابت کړي د حیواناتو څخه دلیل اخیستل دي. دوی د دلیل په توګه وایي، چې همجنسپالنه په ځینو حیواناتو (لکه پینګوین، دالفین، او نورو) ترمنځ لیدل شوې، نو همجنسپالنه طبیعي ده. ښايي دا استدلال تاسو ته مسخره ښکاري؛ مګر له بده مرغه ریښتیا دی. مشهور ملحد (کریسټوفر هینچز) په خپلو کتابونو کې دا دلیل ډیر ذکر کړی دی.
ښه، په ځینو حیواناتو لکه خنزیر او… په منځ کې مدفوع خوري هم شته!
نو د یو لړ خلکو د مدفوع خوړل نورمال بللی شو؟! په حیواناتو لکه په ګوریل کې څو ودونه رواج لري، نو څو ودونه کول یوه طبیعي خبره ده او دا ډله حق نه لري چې په اسلام کې په څو ودونو باندي نیوکه وکړي؟!
د ځینو حیواناتو په منځ کې، لکه افریقایي زمریان او عنکبوتانو په منځ کې، همجنس خوړنه او همجنس وژنه عام دي، نو د انسانانو وژل باید طبیعي خبره وي؟!
د (Census of Marine Life Center) د ساینس پوهانو د څېړنو له مخې، په نړۍ کې شاوخوا (۷،۷۷۰،۰۰۰) اوه میلیونه اوه سوه او اویا زره د حیواناتو ډولونه موندل شوي دي. اوس، همجنسپالنه د دې حیواناتو په څو سلنه کې لیدل کیږي؟ کوم منطق دا حکم مني چې د څو حیواناتو په لیدلو سره چې دا عمل کوي او دا معلومه نه ده چې ولې او په کوم دلیل دا عمل ترسره کوي، هغه په ​​عام ډول په انسانانو پلی کړو.

 

ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version