لیکوال: عبدالحمید نوروزي


امام ابوحنيفه رحمه الله او د علماوو او محدثينو په منځ کې د هغه علمي ارزښت (اوومه برخه)

 د امام ابو حنیفه رحمه الله علمي طرز
 امام ابوحنيفه رحمه الله فرمايي: «اذا قلت قولا یخالف کتاب الله و خبر الرسول صلی الله علیه وسلم فاترکوا قولی»؛ ( که زه داسې خبره وکړم چې د خداى له کتاب او د رسول الله صلى الله عليه وسلم له پيغام سره په ټکر کې وي، نو زما خبره پرېږدئ).
 هغه همدا راز وویل: موږ هغه څه منو چې د الله تعالی په کتاب کې راغلي دي یا هغه څه چې موږ ته له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په سمه توګه را نقل شوي دي. همدارنګه فرمايي: که په کتاب او سنتو کې د پوښتنو ځوابونه پيدا نه کړم، د صحابه کرامو اقوالو ته به مراجعه وکړم او که د هغوی د نظرونو اختلاف و، د هر یوه نظر چې وغواړم منم یې او هغه بل به یې پرېږدم او که چېرې هلته هم څه شی پیدا نکړم او موضوع ابراهیم نخعي، اوزاعي او نورو تابعینو ته ورسیږي، نو دلته به اجتهاد وکړم؛ لکه څنګه چې دوی اجتهاد کوي او تر څو پورې چې مسله د اجتهاد پر بنسټ وي، زه د دوی په پیروي ځان اړ نه بولم.
 حضرت امام ابوحنیفه رحمه الله احاد حدیث منلی او د امکان تر حده یې پرې عمل کړی دی. که د احاد او متواتر حدیث تر منځ تعارض او نه همغږي شتون درلود او موافقې ته رسیدل یې ناشونی و، نو متواتر حدیث ته به یې لومړي توب ورکاوه. همدارنګه که به حدیث مرسل او یا ضعیف هم و، نوموړي سنت ته په قیاس ترجیح ورکوله.
 د امام ابوحنيفه رحمه الله د مذهب د خپرېدو لامل
 د امام ابوحنيفه رحمه الله د مذهب د خپرېدو لاملونه او د هغه له تګلارې څخه د خلکو متابعت، د هماغه وخت د نورو مذهبونو په خلاف، څو لاملونه وو:
 1- ابوحنيفه رحمه الله د تابعينو په زمانه کې له څلور زره علماوو څخه علم حاصل کړ او فتواوې يې صادرې کړې.
 2- د امام ابوحنيفه رحمه الله لپاره خداى تعالی داسې شاګردان ور په برخه کړي و چې  د هغه وخت نامتو عالمان وو، او د هغه زمانې د نورو امامانو برخلاف ېې د امام اعظم رحمه الله  اقوال، فتواوې او اجتهادونه  ليکل.  ابو يوسف رحمه الله د ابوحنيفه رحمه الله فقه د کتاب په بڼه تالیف کړې ده او دغه تالیف شوی کتاب د اسلام په تاریخ کې یو له مهمو حقوقي منابعو څخه شمیرل کیږي.
امام ابویوسف او محمد رحمهما الله دواړو په خپلو فتواګانو کې د امام روایت کړي حدیثونه د فقهې د اسنادو په توګه راټول کړي دي؛ لکه کتاب الآثار او نور ډېر کتابونه او احادیث په دې کتابونو کې راټول شوي دي.
 امام ابوحنیفه رحمه الله لومړنی کس وو چې فقهي مسایل یې د خپلو موضوعاتو له مخې تقسیم کړل او په برخو یې ووېشل؛ لکه پاکوالی، لمونځ او…
 امام ابو یوسف په اکثرو مواردو کې دا مسایل په کتابونو کې راټول کړي دي تر دې چې د راټولو شویو مسلو شمیر پنځه سوه زرو ته ورسید. د ده هوښيار او پوه شاګردان چې شمېر يې ۷۰۰ کسو ته رسیده، بېرته خپلو هېوادونو ته په ځانګړې توګه افغانستان، بخارا، هند او نورو ځايونو ته ولاړل.
 له همدې امله د امام ابوحنيفه رحمه الله فقه په ختيځ او لويديځ، شمال او جنوب کې خپره شوه، تر دې چې ملا علي قاري رحمه الله د اټکل له مخې د نړۍ يو پر درېيمه برخه مسلمانان د حنفي مذهب پیروان دي.
 3- امام ابو یوسف رحمه الله د خدای تعالی په اراده او تقدیر سره د قضاوت مقام ته ورسېد، تر دې حده چې د قاضی القضات په نوم مشهور و او د امام ابو حنیفه رحمه الله د مذهب له مخې یې قضاوت کاوه او همدارنګه ډېرى هغه قاضيان چې نوموړي ټاکل، او هغه ليكنې چې په دارالخلافت كې تالیف شوې وې د امام ابوحنيفه رحمه الله په مذهب ولاړې وې. دې ټولو مسايلو او نورو قضيو د امام ابوحنيفه رحمه الله فقه د نورو فقهاوو په پرتله چې له ده مخکې موجود و، ډېره پراخه کړه.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version