لیکوال: بشیر احمد “احمدي”
د ختیځ نفت د لوېدیځ اقتصاد لپاره ژوندني (حیاتي) دي
د بشري تمدن له پیل څخه د طبیعي زېرمو مالکیت او کنټرول د دولتونو او زبرځواکونو په سیاست کې لوی رول لوبوي. د طبیعي موادو ساتنه او لاسرسی کولی شي د موادو په تولید، ټیکنالوژیکي پرمختګ او د ژوند د هوساینې په برخه کې یو ځواک لوړ کړي. که نه نو د پرمختللې ټکنالوژۍ د پراختیا، د پوځي پالیسیو د ساتلو او د کورني او بهرني سیاست د سمولو لګښت به ممکن نه وي.
نن ورځ د هر پرمختللی هیواد لپاره تېل د بدن د ویني په حیث ده او دا د لویدیځې نړۍ د اصلي سیاست برخه ده. که څه هم دا حیاتي ماده د لومړي ځل لپاره 200 کاله دمخه وکارول شوه، مګر؛ تر اوسه پورې، د صنعتي نړۍ د پرمختګ او انکشاف سره سره، تېل د انرژۍ تولیدونکي موادو په توګه اوس هم د عصري نړۍ د اړتیاوو په سر کې دی.
زموږ بېلابېل اقتصادي، نظامي، ترانسپورتي او صنعتي سکتورونه پرته له تېلو ژوند نشي کولی. له همدې امله په متمدنه نړۍ کې د اوسني سیاست پیچلتیاوې، جګړې او ناامنۍ چې د نړۍ په کونجونو کې پلي کیږي، له شک پرته نفتي مسله په هغو کې یو له اغیزناکو لاملونو څخه ده.
له بلې خوا، کله چې موږ هغه پرمختللي او صنعتي هیوادونه وڅېړو چې ډېر تېل کاروي، نو معلومه به شي چې د دوی مصرف د دوی د سرچینو او تولید په پرتله لږ دی. د بېلګې په توګه امریکا یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د تېلو کلنی مصرف یې د تولید په پرتله ډېر دی. حتی په دې وروستیو کې، هغه مجبور شوی چې د شیل(تر ټولو ټیټ کیفیت والا) تېلو استخراج یا تولید پیل کړي.
په عین حال کې، که هغه هیوادونه چې صنعتي نه دي، او د تېلو زیرمې او تولیدات لري، لیدل کیدی شي چې د دوی د تېلو موجوده زیرمې او محصولات د دوی د مصرف په پرتله لس چنده دي، او د تېلو کومې زیرمې چې دوی لري لوړ کیفیت لري؛ د مثال په توګه، څو اسلامي هیوادونه لکه؛ سعودي عربستان، متحده عربي امارات، قطر، ایران او نور په خپله خاوره کې تر ټولو زیاتې زیرمې لري.
نو ځکه امریکا او استعماري نړۍ د دې د لاسته راوړلو لپاره ټول بې ساري لګښتونه او وسایل په کار اچولي دي. حتی که دا د زرګونو خلکو په وینو تویولو ختم شي. ځکه چې د سرمایه دارۍ اساس ګټه ده او دوی په هره ممکنه وسیله د دې موخې لپاره هلې ځلې کوي. له همدې امله نن ورځ موږ په مختلفو هیوادونو کې چې د طبیعي زیرمو څخه بډایه دي د تاو تریخوالي او یرغلونو شاهدان یو. نو د تېلو اغېزمنتيا د نړۍ له اقتصاد او په تېره بيا د لوېديځو استعماري شرکتونو څخه بېلېدونکې ده.
مسلمانان چې خورا طبیعي زیرمې لري؛ د نړۍ تر ټولو بې وزله ولس دی، په داسي حال کې چې د دې هیوادونو په تېلو سره د غرب او د کفري نړۍ لویې کمپنۍ ګرځي، خو تولیدات یې بیا د اسلام او مسلمانانو پر ضد کارول کېږي. ښکاره بېلګه یې د غزې جګړه ده، چې له نهو میاشتو راهیسې د دې خاورې مسلمان او بې دفاع خلک په وینو سره دي.