لیکوال: زید

د الله توره «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (اووه پنځوسمه برخه)

 خالد رضی الله عنه د فاروق اعظم رضی الله عنه په زمانه کې
 په تېرو برخو کې د سیدنا خالد رضی الله عنه د زړورتیا په اړه د صدیق اکبر رضی الله عنه په دوره کې خبرې شوې دي. له دې بحث څخه په ښکاره او څرګند ډول جوته شوه چې هغه د حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه په خلافت کې مهم رول ولوباوه او د فتحو او بریاوو لوړو پوړیو ته ورسېد.
 له جزیرة العرب څخه نیولې تر یمن، له سوریې تر عراق او له فارس څخه نیولې تر رومه پورې ټول د خالد  په زړورتیا او سرښندنو شاهدي ورکوي او ټول د هغه د نه ستړي کیدونکو خدمتونو پوروړي دي.
 تېرو برخو ته په لنډې کتنې سره پوهیږو چې سیدنا خالد رضی الله عنه د رسالت او د لومړي خليفه د خلافت په دوره کې په صداقت او وفادارۍ سره خدمت وکړ او د شجاعت، زړورتیا، زغم، استقامت او کلکې مبارزې بې شمېره بېلګې یې نندارې ته وړاندې کړې؛ هغه څو ځله د دښمنانو ښکار شو او ډېر ځله ټپي شو؛ خو د الله تعالی په مرسته او  په ​​ خپله ځیرکتیا او هوښیارۍ سره وتوانید چې له دې ستونزو ځان وژغوري.
 اوس په دې برخه کې غواړو د نړۍ د مسلمانانو د دوهم خلیفه سیدنا عمر بن الخطاب رضی الله عنه د خلافت په دوران کې د خالد رضی الله عنه د عملیاتو او فتوحاتو په اړه خبرې وکړو او د سیرت او تاریخ له نظره د جګړې صحنې و ارزوو.
 د یرموک جګړې ته لنډه کتنه
 لکه څنګه چې مخکې په مخکنیو پاڼو او برخو کې وویل شول، د یرموک جګړه یوه پریکړه کونکې او برخلیک جوړوونکې جګړه وه چې د شام په خاوره کې د حضرت خالد بن ولید رضی الله عنه په مشرۍ د مسلمانانو او رومیانو تر منځ ونښته. د روم پوځ د خپلو ټولو جنګي وسايلو او خپل پياوړي او سرښندونکي ځواک سره د اسلامي لښکر په وړاندې ماتې وخوړه او وتښتېد.
 د دې جګړې په ترڅ کې د لومړي راشد خليفه حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه د مړينې خبر مسلمانانو ته ورسېد او د شام د پوځ له قوماندې څخه د حضرت خالد بن وليد رضی الله عنه د ګوښه کېدو ليک ولوستل شو. خو د روميانو جنګیالی له ماتې وروسته چيرته لاړل؟  حضرت خالد رضي الله عنه څه رول لوبولی دی؟  د حضرت عمر رضی الله عنه چلند له دوی سره څه وو؟  او….
د دمشق، فحل او حمص فتحه
وروسته له دې چې رومیانو د شام په خاوره کې ماتې وخوړه، د  “فحل”  په نوم ښار ته یې پناه يووړه  او له بلې خوا د دمشق ښار د روميانو لپاره يوه کلکه او قوي کلا ګڼل کېده.  دوی نه غوښتل چې دومره مهمه کلا له لاسه ورکړي؛ له همدې امله د حمص له خاورې څخه د دمشق د خلکو د مرستې لپاره یو سمبال پوځ وخوځېد.
 حضرت ابو عبيده رضي الله عنه چې د ټول لښکر مشر و، د مسلمانانو دوهم خليفه حضرت عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته يو ليک وليکه او له هغه څخه يې وغوښتل چې د بريد لومړيتوب معلوم کړي، فحل که دمشق؟  د هغه د ليک په ځواب کې حضرت عمر رضي الله عنه ورته ليکلي وو چې تاسو بايد لومړی د دمشق له ښاره پيل کړئ او بيا فحل او حمص ته ولاړ شئ.
 ابو عبيده رضي الله عنه يوه ډله فحل ته او بله ډله حمص ته وليږله تر څو د مسلمانانو څخه د ډال په توګه دفاع وکړي او يوه لويه ډله يې دمشق ښار کې ځای پرځای کړه. په دې توګه، هغه رومیانو ته د مرستې له نه رسیدلو ډاډه شو.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version