لیکوال: محمدالافغاني


اسلام په ایټالیا کې

اسلام د مسلمانانو د یوې لویې ټولنې په بڼه، ایټالیا ته داخل شوی دی. او دا خورا روښانه او څرګنده ده چې اسلام په چټکۍ سره په ایټالیا کې ځای نیولی دی.
په ايټاليا کې له ۹۰۰ زرو څخه زيات بهرنيان قانوني استوګنه لري، چې له دې جملې څخه شاوخوا ۳۰۰ زره وګړي (۳۳٪) د اسلامي هېوادونو وګړي او يا مسلمانان دي. که په ايټاليا کې د مېشتو ناقانونه کډوالو او ايټاليايانو وروستۍ شمېره چې اسلام يې قبول کړی او د ايټاليا تابعيت يې ترلاسه کړی دغه سرښمېرنې ته ور زیات کړو، په ايټاليا کې د ۵۰۰ زرو مسلمانانو د شتون ادعا کولای شو.
په عین حال کې، دا شمېر د هغو کسانو په توګه ګڼل کیدی شي چې په کافي اندازه میشت دي، ترڅو دوی په ایټالیا کې د اسلامي دیني او مذهبي غوښتنو سرچینه اوسي.
د ایټالوي مسلمانانو دریمه برخه د مراکش او پاتې نور د نورو هیوادونو څخه دي.
دوی له مصر څخه تر ایرانه، له تونس څخه تر پخوانۍ یوګوسلاویا، له سینیګال څخه تر البانیا، له سومالیا څخه تر پاکستانه او له نورو ځایونو څخه ایټالیا ته مهاجر شوي دي.
په ایټالیا کې د اروپا د نورو برخو په پرتله اسلام په چټکۍ سره خپریږي.
د مثال په توګه، تر 1970 کلونو پورې په ایټالیا کې یوازې یو جومات شتون درلود، مګر د دې پراختیا اصلي وده په دې وروستیو کې وه.
په دې توګه اوس په ایټالیا کې تر ۶۰ زیات جوماتونه او له ۱۰۰ څخه تر ۱۲۰ پورې لمونځ خونې جوړې شوې دي.
په ایټالیا کې اسلامي مرکزونه
۱- د ایټالیا اسلامي کلتوري مرکز
۲- د اسلامي ټولنو او سازمانونو اتحاد
په حقيقت کې په ايټاليا کې مسلمانان په خپل اتحاد او اتفاق سره توانيدلي دي چې د خپلو ديني مراسمو او اسلامي احکامو د ساتلو لپاره مرکزونه او اتحادونه جوړ کړي چې د هغوی د فکري او نظرياتي بقا لپاره ګټور وي او يو څه وکړي.
دا مرکزونه د دیني چارو د سمبالولو لپاره جوړ شوي او په دې برخه کې یې ډېر ګټور او ارزښتناک رول لوبولی دی.
په دې مځکه کې د مسلمانانو حالت او سلوک په ډېرو مواردو کې د دې لامل شوی دی، چې نور یې دې دین ته هڅولي دي.
په مثبتو او سمو تعاملاتو سره مسلمانان توانیدلي دي چې د نورو دینونو پیروان په اسلامي اعمالو او ښایستونو سره دغه روښانه او واضح دین ته دعوت کړي.
Leave A Reply

Exit mobile version