لیکوال:  م.  فراهي توجګي

اسلام او ډیموکراسي (څوارلسمه برخه)

 ډیموکراسي ؛ د اقلیتو حکومت او د اکثریت رد کول
 په پارلمان کې یو بل مهم اقلیت دایمي کمیسیونونه دي؛ په دغو هر یو کمیسیونونو کې د پارلمان څو غړي غړیتوب لري او د هغوی شمیر د ګوندونو د څوکیو د شمیر پر بنسټ ټاکل کیږي. د هر کمیسیون کاري ساحه روښانه ده؛ د بیلګې په توګه: د مالیې، سوداګرۍ، کرنې، روغتیا او … کمیسیونونه دي. د کمیسیون دایمي نوم  له امله دې چې دایمي او اصلي کمیسیون له لنډمهاله کمیسیونونو څخه جلا کړل شي  کوم چې د رامنځته شوو پېښو د حل په موخه رامنځته کیږي او بیا منحل کیږي. د کمېسیونونو غړي دایمي نه دي، بلکه د نویو ټاکنو او په ولسي جرګه کې د څوکیو د وېش پر بنسټ د کمېسیونونو په جوړښت کې بدلونونه راځي. د دې کمیټو یوه بیلګه د امریکا په هرو دوو مجلسونو کې موجوده کمیټې دي چې د هرې کمیټې مشر د هغه ګوند غړی وي چې اکثریت څوکۍ لري.  د کمیسیونونو د غړو هویت هم د ولسي جرګې د دواړو ګوندونو د غړو د رایو د فیصدي او څوکیو په اساس ټاکل کیږي.  په نورو هیوادونو کې، دا کمیټې نورې بڼې لري.  په ټولیز ډول، دا کمیټې په ټولو هیوادونو کې ډیر واک او د عمل آزادي لري.  د دې کمیټو کار تر ډیره د دوی د تخصص په برخه کې د قوانینو د پروژې په اړه څیړنه او بیاکتنه ده؛ د بېلګې په توګه: که د کرنې د مسايلو اړوند يوه قانوني پروژه پارلمان ته وړاندې شي، د دې پروژې د بيا کتنې چارې د کرنې کمېسيون ته سپارل کېږي؛ دا کمیسیون هم په دې اړه څیړنه کوي او په دې مسله کې اړونده او  ښکیل کسان د لا زیاتو څرګندونو، وضاحت او د ځينو پوښتنو د ځواب لپاره د  دې کیمسیون غونډې ته رابلي؛  بیا  د پروژې د منلو یا رد او یا د هغې د نوعیت د بدلون په اړه پریکړه کوي. د منل کیدو یا د اصلاحاتو او تعدیل  د راوستلو د اړتیا په صورت کې پروژه به د بحث او ارزونې لپاره پارلمان ته وړاندې کړي. دې مطالبو ته په پام سره موږ دې نتیجې ته رسیږو چې د قوانینو د محتوا د حدودو په ټاکلو کې کمیټې یا کمیسیونونه تر کومه حده ازاد لاس لري او تر کومه حده اغیزمن واقع کیدی شي؛  له همدې امله ځینو د امریکا د ولسي جرګې او  مشرانو جرګې کمیسیونونه د درېمې جرګې په نوم یاد کړي دي.
دا کمېټې د لوړ ځواک او ازادې کاري فضا سربیره، نامناسب او ناوړه کارونه هم کوي چې کولی شي دوی ته منفي نمرې او امتیاز ورکړل شي او د دوی په لمن تور داغ وي؛ د بېلګې په توګه: مخکې له دې چې د یوې مسئلې په اړه پریکړه وکړي، دا مهمه ده چې د کمیټې غړي پوه شي چې کومې ډلې د تصویب غوښتنه کړې، او  کومه ډله یې مخالفه ده. له هغې وروسته، دوی دواړه خواوې وزن کوي؛  په نهایت کې ، دوی به هغه ډلې ته رایه ورکړي چې قوي او ځواکمن وي یا د دوی ګټې خوندي کړي.
 په لسګونو نور مثالونه ورکولای شو چې پارلمان د اقلیت استازیتوب کوي نه د اکثریت. که څه هم په مختلفو هیوادونو کې د پارلمانونو میکانیزمونه توپیر لري، خو دوی ټول ورته موخې او پالیسۍ تعقیبوي.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version