لیکوال:  م. فراهي توجګي

اسلام او ډیموکراسي (دیارلسمه برخه)

 ډیموکراسي؛ د اقلیتو حکومت او د اکثریتو ردول
 کله چې وایو دا هغه واکمن اقلیت دی چې د ولس او ټولنې پر سر ناست دی او د ډیموکراسۍ په نوم حکومت کوي، نو سم مو ویلي دي؛ ځکه چې په ټولنه کې اکثريت خلک د نوماندانو په ظاهري بڼه او د هغوی په خوږو او غوړو خبرو باور او اعتماد کوي او د هغوی په ګټه رايه ورکوي، خو کله چې د موقتي واک پر څوکۍ کېناست، نو خپله ماضي، د خلکو  تېر کړاوونه او باور هیروي او داسې فکر کوي چې دا مقام او منصب یې په انفرادي هڅه او کوښښ سره ترلاسه کړی دی. داسې کیږي چې د کیسې پای خرابیږي او د خلکو هیلې د استازو په چلونو او فریبونو کې له منځه ځي.
 په ډیموکراسۍ کې د اقلیت حاکمیت له دوه اړخونو څخه دې:
  1. د هغو خلکو له اړخه چې پر هغوی واکمني کیږي؛  لکه څنګه چې په تیرو یادښتونو کې یادونه وشوه، لږکی خلک چې د نوماندانو په ټاکنو کې بریالی شي ؛
  2. واکمنان او د هیواد نور مقامات چې واکمن اقلیت دي.
 د لږکیو د واکمنۍ لومړی اړخ مخکې تر بحث لاندې نیول شوی دی، دویم اړخ چې ځینې مثالونه یې مخکې هم ذکر شوي دي، په راتلونکو یادښتونو کې به پرې بحث وشي.
 اقلیت یا لږکۍ ځواکونه دا دي:
  1. پارلمان او په هغه کې موجود اقلیت؛
  2. اجرائیه ځواک؛
  3. ګوندونه؛
  4. د فشار ډلې؛
  5. اقتصادي ځواکونه؛
  6. مطبوعات؛
 لومړی به هر یو په جلا جلا توګه تر بحث لاندې ونیول شي، بیا به د لویدیځ پوهانو له نظره د اقلیتونو د حاکمیت په اړه خبرې وکړو.
 پارلمان او په هغه کې موجود اقلیت
 له دې امله چې ټول خلک په ټاکنو کې برخه نه اخلي او د ګډون کوونکو رايې په څو ګوندونو وېشل کېږي، نو له همدې امله په ډېرو مواردو کې هر ګوند لږ تر لږه له شلو څخه تر دېرش سلنه رايې ترلاسه کوي؛ په حقیقت کې، له دغو ګوندونو څخه هر یو د اقلیت استازیتوب کوي؛  له دې نظره، پارلمان له دوه اړخونو څخه اقلیت دی:
۱.  پارلمان لږکی دی؛  ځکه چې د غړو شمیر یې محدود او لږ دی:  دا د 100 څخه تر 300 پورې غړي لري.
  1. 2. پارلمان د لږکیو استازیتوب کوي؛  ځکه چې په پارلمان کې هر یو ګوند د رایو یوه برخه ګټلې ده.
 د دې تر څنګ په پارلمان کې نور اقليتونه هم شته، خو له دې چې مخکې مو په (۱) او (۲) فقرو بحث کړی دی، دلته به يوازې په پارلمان کې د لږکيو په اړه بحث وکړو.
 په لرغونې یوناني ډیموکراسۍ کې، لکه څنګه چې ارسطو وویل، اتباعو په مجلس کې څو ډلې جوړولې  او ځینې یې د یو مشر په شاوخوا کې راټولېدل.
 نو څرګنده ده چې په هر پارلمان کې د ډلو جوړېدل اوږده سابقه لري چې تمه ترې کېږي؛ ځکه چې پارلمان که لوی وي او که کوچنی، ټول غړي یې یو نظر نه وي او په هره مسله کې بشپړ او یو اړخیز نظر نه لري، نو له همدې امله د نظریاتو او مفکورو د اختلاف او د ګټو او طریقو له امله ډلې ډلې رامنځ ته کیږي. موږ مخکې هم وويل چې په پارلمان کې هر ګوند د لږکيو استازيتوب کوي، خو د دغو ګوندونو غړي چې په پارلمان کې وي، په منځ کې يې لږ اقليت وي، چې ځينې غړي يې ډېر واک او واکمني لري.
 د ګوند غړي چې په پارلمان کې دي مقدماتي کنګره جوړوي او دا کنګره د لږ شمیر غړو څخه اجرایوي کمیټه جوړوي چې حق لري د مسلو په اړه د ګوند دریځ وټاکي او د حل لارې او وسایل غوره کړي. په امریکا کې، دا کمیټې د چمتووالي کمیټې یا د سیاسي پالیسۍ د ټاکلو کمیټې بلل کیږي. په برتانیه کې که هغه ګوند واکمن ګوند وي، دې کمیټو ته د مشرتابه یا وزارت کمیټې ویل کیږي، او که هغه ګوند مخالف او انتقادي ګوند وي، د سیوري وزارت یا سیوري حکومت په نوم یادیږي.
 د ذکر شوي محتوا لنډیز دا دی چې پارلمان د اقلیت په واک کې دی. په پارلمان کې ګوندونه هم د اقلیت  (پارلمان (په منځ کې اقلیت دي. اجرائيه کمېټه هم له تېرو دوو اقليتونو څخه یو اقلیت ده.
 ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version