لیکوال: نعمان سعید


د ځوانانو موخې او ارمانونه (لومړی برخه)

الحمد لله والصلوة والسلام علی رسول الله!
امابعد: اوس مهال، چې موږ په کومه نړۍ کې ژوند کاوو، په دې نړۍ کې ډیر جنګونه شوي او ډیری نور به هم سره وجنګیږي؛ خو په دې ټولو جنګونو کې تر ټولو مهم جنګ د ارزښتونو جنګ دی، چې خوارا سخت او قیمت یې یو ملت ته ډیر دروند تمامیږي؛ خو نن موږ ته دا مهم جنګ هم بې ارزښته دی، هم مو بیخي له نظره لویدلی او هم یې تر سخت برید لاندې نیولي یو.
افسوس!! د هغه ملت په حال، چې ځوانانو یې د ارزښتونو په جنګ کې هم سخته ماته خوړلې ده، هم د بې باکۍ په سیلاب کې خپلې ارزښتمنې او قیمتي سرمایې ضایع کوي، هم د جنګ د مقابلې لپاره رهبر نلري او هم د ویښتابه لپاره یو متحرک.
هوکې! مسلمه امت او خاصتا د امت ځوانانو ته د نن ورځې ورپیښه مهمه مسئله دا ده، چې دوی دا نشي معلومولی، چې دوی باید له څه سره ډیره مینه وکړي، د څه په اړه ډیر فکر وکړي، د څه لپاره سخت کار وکړي، د کوم هدف لپاره زیانونه برداشت کړي او په پای کې د کوم هدف لپاره خپل ژوند قرباني کړي؟
په هرحال! موږ په دې مقاله کې پر همدې مسئلې مفصلې خبرې کوو، له بیلابیلو اړخونو به رڼا پرې واچوو او تر ډیره بریده به کوښښ وکړو، چې د ځوان کهول د ژوند ارمان په ګوته کړو. لوی الله جل جلاله ته سوال کوو، چې زموږ د ځوان کهول او د راتلونکي نسل لپاره ګټوره تمامه شي.
درنو لوستونکو او په ځانګړې توګه ځوانانو ته دا وړاندیزوو، چې د مقالې ټولې برخې تر پایه پورې تعقیب کړي، نورو ملګرو سره یې شریکې کړي، له الله تعالی څخه موږ ته اجرونه اوغواړي او دا کار د منلو وړ وګرځوي.

 

نور بیا…
Leave A Reply

Exit mobile version