ليکوال: ابو عائشه
معتزله (دوه ویشتمه برخه)
د علماوو اقوال
د «آراء المعتزلة الأصولية دراسة وتقویما» کتاب لیکوال ليکي:
«[منزلة بین منزلتین] دا هغه اصل دی چې معتزله پرې متفق دي، د اهل سنت والجماعت په نزد دا روا نه ده ځکه چې د لوی ګناه مرتکب له ایمان او اسلام څخه بې برخې کوي او د همدې کبله د دوزخ په اور کې د ابدي سزا حکم ورکوي،هيڅ اعتبار نلري، ځکه اهل سنت والجماعت په دې عقیده دي چې د لویې ګناه مرتکب مؤمن دی؛ خو په ایمان کې یې نیمګړتیا ده، نو هغه پخپله ګناه سره د اسلام او ایمان څخه نه بهر کيږي او د قیامت په ورځ هغه ته د جهنمي حکم نشي کېدای، بلکې هغه د الله تعالی په اراده کې دی که وغواړي، هغه بخښي او جنت ته به یې داخل کړي، یا به هغه ته عذاب ورکړي او دوزخ ته به داخل کړي، مګر هغه به د تل لپاره په دوزخ کې پاتې نشي.”
علامه ابن تیمیه رحمه الله فرمایي: او د اهل سنت والجماعت مذهب دا دی چې د دې امت ګناهکاران د تل لپاره په جهنم کې نه دي، لکه څنګه چې معتزله او خوارج ایمان لري، او همدارنګه په دین، ایمان او اطاعت کې بشپړ نه دي؛ بلکي دوی هم نېکۍ لري او هم سیئات لري چي د یوه لپاره جزا او عذاب او د بل لپاره اجر او ثواب دي.
علامه طحاوي رحمه الله په دې اړه لیکي: د محمد صلی الله علیه وسلم له امت څخه هغه څوک چې لویه ګناه وکړي او له هغه وروسته مړ شي په داسې حال کې چې موحد وي، د تل لپاره د دوزخ په اور کې نه پاتې کيږي که څه هم توبه یې نه وي کړې، او دوی (د لویو ګناهونو مرتکبين) وروسته له دې چې د خدای سره ملاقات او هغه يې پیژندلی وي (او شهادتين یې ويلې وي) دوی د خدای اراده او حکم ته پریښودل کیږي؛ که وغواړي، هغه به د خپل فضل او مهربانۍ له مخې بخښنه وکړي. لکه څنګه چې خدای په قرآن کې فرمایي: «ویغفر ما دون ذلک لمن یشاء» (الله پاک ګناهونه بخښي هر چا ته چې وغواړي پرته له شرک څخه) او که وغواړي نو د خپل عدالت له مخې به يې د عذاب په اور کې واچوي. بيا (وروسته له دې چې څومره خدای وغواړي سزا ورکول کیږي) دوی له دوزخ څخه په خپل رحمت او د شفاعت کوونکو په شفاعت سره له خپلو اطاعت کوونکو (ملائیکو، پیغمبرانو او صالحینو) له دوزخ څخه راباسي او بیا یې خپل جنت ته استوي.
ابن ابي العز حنفي رحمه الله فرمايي: “ټول اهل سنت په دې متفق دي چې د کبيره ګناه مرتکب د ايمان او اسلام څخه نه وځي او نه کفر ته داخليږي او د کافران سره تل په دوزخ کې نه دی. لکه څنګه چې معتزله وايي.”
مؤمن د خپل ایمان او نورو عبادتونو د اجر مستحق دی. لکه څنګه چې ګناه کار د خپلې سرغړونې او ګناه له امله د عذاب او سزا مستحق دی، نو یا دا چې لومړی هغه ته ثواب رسيږي جنت ته ننوځي، بیا به له هغه وروسته د سرغړونې له امله دوزخ ته ننوځي، دا د ټولو په اتفاق باطل دی، یا دا د یو څه مودې لپاره، دوزخ ته ننوځي او وروسته جنت ته لیږدول کيږي او دا حق دی، نو دا ثابته شوه چې مؤمن ګناهګاران د تل لپاره په دوزخ کې نه پاتې کیږي.
صاحب شرح العقائد لیکي: د لویو ګناهونو مرتکبین چې مؤمنان وي، د تل لپاره به په دوزخ کې نه وي، که څه هم له توبې پرته مړ شي. ځکه چې لوی خدای فرمایي: «ومن یعمل مثقال ذرة خیرا یره»؛ (نو هغه څوک چې د يوې ذرې په اندازه نېک عمل وکړي نو دی به هغه وويني) ايمان پخپله يو نېک عمل دی، د جهنم اور ته له ننوتلو مخکې د هغه عذاب لیدل ممکن نه دي، وروسته [لوی ګناه مرتکبین] د دوزخ اور ته ننوځي او دا د اجماع له مخې باطل دی، نو څرګنده شوه چې باید د دوزخ له اور څخه ووځي [له دې وروسته به دوی ته اجر ورکول کيږي]. او د الله تعالی د دې قول له مخې: «وعد الله المؤمنین والمؤمنات جنات»؛ (خدای له مؤمنانو نارينه او ښځو سره د باغونو وعده کړې ده) او همدارنګه په بل ځای کې فرمایی: «إن الذین آمنوا وعملوا الصالحات کانت لهم جنات الفردوس نزلا»؛ (په حقیقت کې هغه کسان چې ایمان یې راوړی او نېک عملونه یې کړي دي، د هغوی د مېلمستيا ځای د فردوس باغونه دي) او داسې نور نصوص هم شته چې په دې دلالت کوي چې مؤمن د جنت له خلکو څخه دی، د قطعي دلايلو سره سره چې مخکې وړاندې کړل چې بنده په ګناه او معصيت سره له ايمان نه وځي. دا هم باید ووایو چې د دوزخ په اور کې د تل لپاره پاتې کېدل یو له سترو عذابونو څخه دی او دا ستر عذاب د کفر لپاره وضع شوی چې یو له سترو جرمونو څخه دی. که له کافر پرته بل څوک په دې سزا محکوم شي، نو دا سزا له جرم څخه زیاته ده او دې ته عدالت نه ویل کېږي.
هیڅوک [چا چې ګناه کړې وي] د ایمان له دايرې څخه کفر ته ننوځي پرته له دې چې د کفر د عمل په کولو سره چې هغه کفر اکبر ته ورسوي او توحید يې په بشپړ ډول نقض کړي وي. الله سبحانه وتعالی په خپل قضاوت کې عادل دی، هغه څوک چې نېک عمل یې تر بديو زیات وي، نو د الله په اراده سره، هغه یو له ژغورل شویو کسانو څخه دی او هغه څوک چې د ګناهونو او بدیو تله يې درنه وي، الله تعالی به موحدين اور ته داخل کړي تر څو د دوی ګناهونه پاک کړي، وروسته له دې چې هغه سزا پای ته ورسیده چې دوی یې مستحق وو، دوی به له هغه ځای څخه ویستل شي. د کبيره ګناه مرتکب – که توبه ونه کړي – د لوی خدای په حکم او اراده کې دی، که وغواړي هغه ته سزا ورکوي او یا هغه ته بخښنه کوي؛ که څوک له لویې ګناه یا شرک څخه توبه باسي د شخړې ځای نه دی؛ ځکه چې توبه هغه څه له منځه وړي چې مخکې کړي وي. د هغه چا په وړاندې د الله تعالی مشيت ثابت کېدای شي چې مړ شي او توبه ونه باسي. لکه څنګه چې د امام مسلم رحمه الله په یوه حدیث کې راغلي چې د حضرت عباده بن صامت رضی الله عنه څخه روایت دی چې: موږ له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره په یوه مجلس کې ناست وو، رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: ايا تاسي له ما سره بيعت كوې چې له الله تعالى سره به هيڅ شى نه شريک کوئ، زنا مه کوئ، غلا مه کوئ، او هغه نفس مه وژنئ چې حرام شوی وي مګر پرته له حقه. چا چې په دې شرطونو عمل وکړ، اجر یې له خدای سره دی، چا چې دا کارونه وکړل او مجازات شوی، د هغه لپاره کفاره ده، او چا چې له دغو کارونو څخه یو یې ترسره کړی او خداى پاک د هغه پرده وکړل، د هغه امر د خدای سره دی. که خدای وغواړي، هغه به بخښي او که وغواړي، هغه ته سزا ورکړي.”
اهل سنت والجماعت وايي: د لویو ګناهونو مرتکبین به د تل لپاره د جهنم په اور کې پاتې نشي، که څه هم له توبې پرته له دې دنیا څخه لاړ شي. دوی د الله سبحانه وتعالی تر مشيت لاندې دي، که وغواړي، د شفاعت کوونکي په شفاعت به یې وبخښې او جهنم ته به یې داخل نه کړي، بلکې جنت ته به یې داخل کړي او یا به د شفاعت کوونکي له شفاعت پرته دوی به وبخښي او دوزخ ته به یې نه لیږي او که وغواړي نو دوزخ ته به يې لیږي او دوی به تر څه وخته پورې هلته پاتې شي چې الله تعالی وغواړي، بیا به دوی له هغه ځایه وباسي او د شفاعت کوونکي په شفاعت سره یا د شفاعت څخه پرته به جنت ته داخل شي، البته، هلته به تل پاتې نه شي. خو د کوچنيو ګناهونو مرتکب، د هغوی واړه ګناهونه په نېکو اعمالو لکه پنځ وخته لمونځونه او په نور نېکو اعمالو بخښل کيږي . په دې باره کې الله تعالی فرمايي: «إن الحسنات یذهبن السیئات»؛ (هو، ښه عملونه بدعملونه له منځه وړي) او دا یوازې د لویو ګناهونو په پریښودلو سره نه بخښل کیږي او دا د «بشر مریسی» قول دی.
ادامه لري…