د اسلامي تمدن طلايي عصر (لومړۍ برخه)
لنډیز
تاريخ هيڅکله داسې تمدن نه دی ليدلی چې ټول شيان پکي په داسې ډول وي چې په اسانۍ او ساده ډول يې په عمل کې پلي شي او د خپلو پيروانو د ښه او سالم ژوند لپاره ساده عملي حل لارې ولري، تر څو یو تمدن د اسلام په نوم راڅرګند شو او د پخوانیو تمدنونو په اړه یې د تاریخ لید بدل کړ.
په نړۍ کې ډېر تمدنونه را منځ ته شوي او د تاريخ په اوږدو کې يې ځانونه معرفي کړي، خو د وخت په تېرېدو سره يې ژوند پای ته رسېدلی او له زوال سره مخ شوي دي.
اسلام په خپله الهي او قوي باورونو او ارزښتونو سره هغه عام باور یې رد کړی دی چې ویل کیږي: «هر تمدن د زوال په حال کې دی» او په تاریخ کې یې خپل ابدیت ښودلی دی.
اسلامي تمدن نړۍ ته یو بله روح ورکړه او انسانیت یې سمې او روښانه لارې ته وښود.
په حقیقت کې دغه تمدن د انسانانو د پرمختګ لپاره ډېر ارزښتناک ګامونه پورته کړل او د ماديت په لور روان انسان یې د روحانیت په لور هدایت کړ.
په دې مقاله کې به د اسلام تمدن وڅېړو، چې د تمدن په ابديت او تحرک کې يې ونډه درلوده او د تمدن د زوال نظريه يې رد کړه. دغه دین د خپلو الهي او ټینګو ارزښتونو په درلودلو سره دا وښودله چې تمدنونه کېدای شي چې تلپاتي او له سقوط څخه مخنیوی کوی.
بنسټیزي کلمې: تمدن، اسلام، کلتور، علوم، نظام
مقدمه
الله تعالی فرمايي: إِنَّ الدِّینَ عِندَ اللَّهِ الإِسلاَمُ»؛ «د خداى په وړاندې (منظور او منل شوى) دين اسلام دى.» بشري تاریخ د مختلفو تمدنونو د عروج او زوال شاهد دی چې په مختلفو وختونو او ځایونو کې راڅرګند شول او د وخت په تېرېدو سره یې زوال وکړ.
هغه څه چې په دې مقاله کې هدف دی؛ د اسلام له تمدن سره اشنا کول دي. هغه دین چې تمدن ته یې ابدیت او تحرک ورکړ او د تمدن د زوال نظریه یې باطله کړه.
او رښتیا هم چې د تمدنونو د ناکامۍ او زوال یو له نه منلو وړ لاملونو څخه د یوې پیاوړې ایډیالوژۍ نشتوالی او یا د هوډ لرونکي خلکو نشتوالی دی چې غواړي د خپل تمدن او ایډیالوژۍ د ساتنې او پرمختګ لپاره له هر ډول خنډ سره مخ شي، او په هر ډول شرایطو کې د دې ایډیالونو لپاره قرباني ورکړي.
په حقیقت کې د تاریخي تمدن پایښت یا اوږدوالی د هغه د اصولو او بنسټونو په قوت او ضعف او په هغو شرایطو پورې اړه لري چې په هغه کې تاسیس او پرمختګ کړی وي.
او هر څومره چې د یوه تمدن بنسټ پیاوړی وي او بنسټ ایښودونکي یې ارزښتونو ته وفادار وي، ژوند یې اوږد وي او برعکس.
د ټولو تاریخي تمدنونو له جملې څخه اسلامي تمدن یوازینی تمدن دی چې د بل هر تمدن په پرتله اوږده او ګټوره وده کړې او ډیر صادق او رښتیني پیروان لري.
كه څوك د بشر تاريخ ته وګوري نو پوه به شي چې د اسلام تاريخ د يوې حلقې په څېر دى چې زوړ تاريخ له نوي تاريخ سره نښلوي.