دریم مبحث: حضرت علي رضي الله عنه د حضرت عثمان رضي الله عنه د خلافت پر مهال
حضرت عثمان رضي الله عنه سره بیعت
حضرت عمر رضي الله عنه د خپل ژوند په وروستیو شېبو کې د خلافت امر د شپږو کسانو یوې شورا ته ورکړه چې یو پخپل منځ کې د ځای ناستي په توګه وټاکي. دا شپږ کسان دغه وو: عثمان بن عفان رضي الله عنه، علي بن ابي طالب رضي الله عنه، طلحه بن عبيدالله رضي الله عنه، زبير بن عوام رضي الله عنه، سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه او عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه. او حضرت عمر رضي الله عنه و نه غوښتل چې خپله خلیفه وټاکي او ویې ویل: زه نه غواړم د خلافت بوج په ژوند او له مرګ وروسته هم په غاړه واخلم، که خدای ستاسو لپاره ښه اراده ولري، هغه به تاسو په غوره کس باندي متفق کړي، لکه څنګه چې الله تعالی د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفاته وروسته په ښه سړي باندي یې متفق کړلاست.
بې له شکه تقوا او پرهېزګارۍ دې ته اړ کړ چې سعيد بن عمر بن نفيل رضي الله عنه، که څه هم له عشره مبشره څخه و، د شورا د غړو څخه ونه ټاکي؛ ځکه چې هغه د ده د تره زوی و او وېره یې وه چې له امیر المؤمنین سره د هغه د اړیکو له امله به هغه وټاکل شي. او د شورا غړو ته یې هم امر وکړ چې د هغه زوی عبدالله چې د صحابه کرامو له فقهاو څخه و، په شورا کې ګډون ورکړي، خو د انتخاب حق و نه لري، هغه وصیت وکړ چې صهیب رومي به د درې ورځو لپاره د مسلمانانو د جماعت امام وي او د رومیانو یوه ډله به د شورا د غړو سره په دې موضوع کې مرسته وکړي. هغه دا هم وویل: زه فکر نه کوم چې خلک پر عثمان او علي رضي الله عنهما باندې څوک غوره کړي.
د حضرت عمر رضي الله عنه د جنازې او تدفین له مراسمو وروسته حضرت مقداد بن اسود رضي الله عنه په خپل کور کې د شورا غړي راوغوښتل. د نظرونو له تبادلې وروسته دې نتيجې ته ورسېدل چې درې کسان خپل حق هغه درو نورو ته ورکړي، او بيا عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه مخته شو او حضرت عثمان او حضرت علي رضي الله عنهما ته وويل: په تاسو کې کوم يو خپل له حق څخه تیریږي، چې هغه هم د خداى او دين د مصلحت په پام كې نيولو سره خپل حق وروستي کس ته ور وسپاري، علي او عثمان رضي الله عنهما دواړه غلي پاته شول، نو عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه ورته وويل: زه خپل حق پرېږدم. او زه به خدای د خپلو اعمالو څارونکی او ګواه ونیسم او د اسلام د ګټو لپاره به په تاسو کې تر ټولو ښه کس انتخاب کړم، بیا یې له هر یوه سره جلا جلا خبرې وکړې او د هغوی فضیلتونه یې به یې وشمېرل او له هغوی څخه یې بیعت واخيست چې که دوی د خلیفه په حیث وټاکل شي نو انصاف به کوي او که بل څوک وټاکل شي نو په دې به راضي وي، نو دواړو موافقه وکړه.
بیا عبدالرحمن رضي الله عنه پاڅېد او له دواړو کاندیدانو سره یې درې ورځې او شپې مشورې وکړې، او له مشهورو، مخورو او مشرانو کسانو سره یې په انفرادي او ډله ییزه توګه په پټه او ښکاره حتی د ځینو ښځو او تنکیو ځوانانو څخه نظرونه اخیستل. هغه کسان او مسافر چې له هر ځای څخه مدینې ته راتلل، له هغه څخه یې هم پوښتنه وکړه او د دې دریو ورځو او شپو ډېره برخه یې په دعاګانو، لمونځونو، استخارو او د متخصصینو په مشوره تېره کړه او ډېر لږ وخت به یې استراحت کاوه.
د حضرت عمر رضي الله عنه د شهادت په څلورمه ورځ عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه يو ځل بيا حضرت عثمان او علي رضي الله عنهما په هماغه کور کې سره راغونډ کړل، او هغو څخه یې وعده واخیس: چې هر څوک وټاکله شو، هغه به عدل او انصاف کوي او مقابل لوری به هم له هغه څخه اطاعت کوي، او بیا مسجد النبي ته یې حرکت وکړ او هغه لنګوټه چې رسول الله صلی الله علیه و سلم ورکړې وه هغه یې په سر وه، او د مهاجرو او انصارو مشران او ټول خلک یې جومات ته راوبلل چې د ټولپوښتنې پایله اعلان کړي. جومات له خلکو ډک و، عبدالرحمن رضي الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم منبر ته وخوت، له درېدو او اوږدې دعا وروسته یې وویل: اې خلکو! په دې موده کې ما له تاسو ټولو څخه د دغو دوو کسانو په اړه په خصوصي او عامه توګه پوښتنه وکړه، ما ولیدل چې تاسو هیڅوک د علي او عثمان رضي الله عنهما برابر نه ګڼئ، اوس د دې وخت دی، یو له دوی څخه غوره شي. بيا يې علي رضي الله عنه راوغوښت، علي رضي الله عنه مخ ته شو او د منبر سره ودرېد، عبدالرحمن رضي الله عنه د هغه لاس ونيولو او خطاب يې ورته وويل: ته وعده کوې چې د خدای په کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو او د ابوبکر او عمر د طریقې سره سم عمل وکړې؟ حضرت علي رضي الله عنه ځواب ورکړ: نه، زه د خپل توان او هڅې سره سم عمل کوم؟ عبدالرحمن د هغه لاس پرېښود او عثمان رضي الله عنه ته يې غږ وکړ، کله چې هغه راغی، عبدالرحمن رضي الله عنه يې لاس په لاس کې واخېست او ويې ويل: ايا ته زما سره تعهد کوې چې د خدای د کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت او د ابوبکر او عمر طریقې باندي عمل وکړې؟ عثمان رضي الله عنه وویل: هو، عبدالرحمن رضي الله عنه په داسې حال کې چې د عثمان رضي الله عنه لاس يې نيولی و، خپل سر يې اسمان ته پورته کړ او درې ځله يې وويل: خدايه! ! واوره او شاهد اوسه، هغه مسئولیت چې زما پر غاړه و، عثمان ته مې وسپاری.
په دې وخت کې خلکو د منبر په لور وخوځېدی، تر څو له عثمان رضي الله عنه سره بیعت وکړي او په هغه راټول شول. بیا عبدالرحمن رضي الله عنه، حضرت عثمان یې په دویمه څوکۍ کې کښېناوه چې خلک ورسه بیعت وکړي،. علي بن ابي طالب (رضي الله عنه) لومړی له هغه سره بيعت وکړ، ځينې بيا وايي چې د همدې غونډې په پای کې يې بيعت وکړ.