لیکوال: م. فراهي توجګي


د رسنیو رول او د مسلمانانو په هویت د هغې اغېزې (شپږ دېرشمه برخه)

اسلامي نړۍ رسنۍ
نن ورځ غرب د اسلام د تاریخ له سمې پوهي پرته د خپل ځان په وړاندې یو نوی دښمن په نښه کړی دی چې د سړې جګړې پر مهال د سور بیرغ د ګواښونو بدیل ګڼل کیږي. دا نوی دښمن رادیکال اسلام دی.
د غربي افکارو په دې ستراتیژیکه انځور کې مسلمانان د “بنسټپالو” یا ” ترهګرو” په توګه وړاندې کیږي. د اسلام په اړه د دې غربي نظریو یوه برخه د غربي رسنیو د قصدي چلند له امله ده. د دې ترڅنګ د دغو رسنیو خبریالان او شنونکي چې په اسلامي هېوادونو کې کار کوي، د هغه ځای اړه ډېر لږ معلومات لري او د دوی فکر د کوڅې او بازار له افواهاتو ډکې دي. له همدې امله دغه رسنۍ د اسلام او مسلمانانو یو مسخ شوی او غیر حقیقي انځور وړاندې کوي، چې په دې مسله کې یې په غربي کلتور کې ناسم چلند رامنځته کړی دی.
یو بل مهم عامل چې د دې ستراتیژیکي انځور په جوړولو کې ښکیل دی د مسلمانانو د توصیف لپاره د “افراطي” او “ترهګر” کلمو او اصطلاحاتو کارول دي. د دې اصطلاحاتو هدف د غربیانو تر منځ د انحراف، غلط فهمۍ او د اسلام ضد احساساتو راپیدا کول دي. همدارنګه، دا رسنۍ په ندرت سره د مسلمانانو د توصیف لپاره “پرمختګ خلک” یا “احیاکوونکې” کلمې کاروي.
پر دې سربېره غربي رسنۍ هم مسلمانان د ارتجاعي او شاتګ کسانو په توګه یادوي چې بېرته اسلام ته ګرځي. دا اصطلاح سمه نه ده، ځکه مسلمانان هېڅکله له خپلو ایډیالوژیو او اصولو څخه نه دي وتلي، بلکې اسلام تل د دوی د ژوند برخه ګرځېدلې ده. ویلای شو چې په دې وروستیو کلونو کې موږ په نننۍ نړۍ کې د اسلام د راتګ او د هغه د نفوذ د پراخیدو شاهدان یو.
په لوېدیځه نړۍ کې رسنۍ تل د اسلام په اړه خپل ناسم نظرونه خپروي او د همدغو رسنیو د پراخ نفوذ له امله د غرب دغه نظر د ملتونو او ټولنو تر منځ ورځ تر بلې پراخ شوی دی. همدا انحراف د جهاد په کلمه کې هم شته. دا کلمه په اسلام کې د سپېڅلې جګړې په معنا نه ده، مګر رسنۍ جګړې او تاوتریخوالی د اسلام سره نښلوي او جهاد د سپېڅلې جګړې په توګه معنا کوي، او ښيي چې مسلمانان د کافرانو د وژلو او زنداني کولو فکر کوي. خو باید پوه شو، چې په اسلامي فکر کې د زده کوونکو هڅه، په ټولنه کې د خلکو تر منځ د عدالت او برابرۍ هڅه، د مور او پلار احترام، د ماشوم زیږون او حتی ښه خدمت، ښه خوراک او خوب کول هم یو ډول جهاد دی.
د اسلام او تاوتریخوالي د تړاو په اړه باید ووایو چې د دې غلط فهمۍ ابعاد باید وڅېړل شی؛ د بیلګې په توګه: ډیری رسنۍ په دې باور دي چې اسلام د تورې په واسطه خپور شوی، مګر په حقیقت کې اسلام د مسلمانانو او نویو مسلمانانو د اخلاقو او نیکمرغۍ او په ځینو مواردو کې د جګړې له لارې خپور شوی. البته ډیری لویدیځوال، په ځانګړې توګه د امریکا خلک، خپل معلومات یوازې د رسنیو له لارې ترلاسه کوي، چې بیا دا خبره دومره عجیب او بې ځایه نه ښکاري. په دغو رسنیو کې خپاره شوي خبرونه او راپورونه په ځانګړې توګه د اسلامي نړۍ د پېښو په اړه ډېر ځله ناسم منعکس شوي، او نه سم نه دې پوه شوي.
بله مهمه خبره دا ده چې غربي رسنۍ په اکثرو مواردو کې د مسلمانانو په سیمو کې د تېرو پېښو په اړه معلومات نه خپروي او له بلې خوا د اسلام د دین او د اسلامي هېوادونو د سیاسي پېښو ترمنځ توپیر نه کوي.
په دې برخه کې یو بل مهم عامل د رسنیو خود غرضه طبیعت دی، چې اکثراً هڅه کوي له حقیقته لرې ناسم انځور وړاندې کړي. له همدې امله د غربي رسنیو مدیران د مسلمانانو او اسلام اړوند خبرونه د خپلو لیدونکو لپاره په ناخوښ ډول خپروي؛ په دې توګه، اسلام په ډیرو مواردو کې د لویدیځ پر وړاندې د یو ګواښ په توګه معرفي شوی دی، که څه هم دا نظرونه یوازې د خلکو په ځینو ډلو پورې اړه لري. دغه رسنۍ خپلو لیدونکو ته اسلامي تعلیمات په تحریف او ناسم ډول رسوي. په همدې حال کې لوېدیځو رسنیو د څو فلسطیني ځوانانو د الوتکې د تښتولو په اړه د غلطو او تحریف شویو خبرونو او تحلیلونو په خپرولو سره اسلامي نړۍ او مسلمانان تخریب کوي.
له بلې خوا غربي رسنۍ د اسلامي نړۍ ډېر پرمختګونه له پامه غورځوي او په اصولو کې يې نه خپروي، بلکې د «جهاد» او «ښځو د حقونو» په څېر مسايلو په وړاندې کولو سره غواړي خپلو موخو ته ورسیږي.
دغه ناسم فکر او تعصب په ټوله نړۍ کې د اسلام او مسلمانانو د بدي څېرې لامل شوی دی، او دغه افواهات او دروغ د حقایقو د سېلاب په وړاندې د درېدو توان نه لري او سرونه یې تیت کړي دي. د دوی سرونه د لويديځوالو د اسلام راوړلو څپې د همدې حقيقت څرګندونه او ملاتړ کوي.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version