لیکوال: شکران احمدي


حضرت علي کرم الله وجهه (لسمه برخه)

 

دویم مبحث: حضرت علي رضي الله عنه د حضرت عمر رضي الله عنه په زمانه کې
له حضرت عمر رضي الله عنه سره د علي رضي الله عنه مرسته
دلته به د حضرت علي رضي الله عنه او حضرت عمر رضي الله عنه تر منځ د اړیکو او د هغوی د مخلصانه دوستۍ، متقابل اعتماد او له یو بل سره د نظریاتو د تبادلې یوه کونج ته لنډه اشاره وکړو.
نافع عیثي وايي: يو ځل له عمر بن خطاب رضي الله عنه او علي بن ابي طالب رضي الله عنه سره هغه ځای ته لاړم چې د عثمان رضي الله عنه د زکات اوښان ساتل کېدل، حضرت عثمان رضي الله عنه په سیوري کې کېناست چې د عمر رضي الله عنه خبرې ولیکي او علي رضي الله عنه یې څنګ ته ودرېد او د حضرت عمر رضي الله عنه خبري به یې حضرت عثمان رضي الله عنه ته ویل چې هغه یې ولیکي، حضرت عمر رضي الله عنه دوې تورې جامې اغوستې او په یوه یې سر تړلی و، او تر لمر لاندې یې د زکات د اوښانو حساب، رنګ. غاښونه او ځانګړتياوې يې حضرت علي رضي الله عنه ته ويل: علي رضي الله عنه د عمر رضي الله عنه په دقت، توکل او زيار حيران شو. هغه حضرت عثمان رضي الله عنه ته وویل: د خدای په کتاب کې د حضرت شعیب د لوڼې له خولې راوتلی دی، چې: «یا أبت استأجره إن خیر من استأجرت القوی الأمین.» بيا علي رضي الله عنه عمر رضي الله عنه ته اشاره وکړه او ويې ويل: دغه دی قوي او امانت دار سړی.
علي مرتضی رضي الله عنه د عمر رضي الله عنه تر ټولو غوره مشاور او نږدې ملګری او د پېچلو مسلو لپاره هوښیار قاضي و. حتی له حضرت عمر رضي الله عنه څخه روایت دی چې: «که علي نه وای نو عمر به هلاک شوی وای.»
کله چې حضرت عمر رضي الله عنه قدس ته ولاړ نو علي رضي الله عنه یې د خپل ځای ناستي په توګه وټاکه او حضرت علي رضي الله عنه خپلې لور ام کلثوم بنت فاطمه، عمر رضي الله عنه ته ور واده کړل.
د مسلمانانو د اخلاص او پاکوالي ښکاره ثبوت
له حضرت عمر رضي الله عنه سره (او اسلام او مسلمانانو سره) د حضرت علي کرم الله وجهه د اخلاص او رښتينولۍ تر ټولو څرګند دليل د نولسم هجري قمري کال د «نهاوند» جګړې په اړه د هغه ټينګ دريځ او صادقانه نظر و. له دې پیښې انګیزه دا وه چې د جلولا له سقوط او د مسلمانانو له خوا د اهواز له فتحې وروسته، ایرانیانو یزګرد (مات شوي) پاچا ته چې په هغه وخت کې په «مرو» کې و، لیک ولیکه او هغه یې جنګ ته وهڅاوه. یزدګرد د خراسان، حلوان، باب او سیند تر منځ د سیمو قومندانانو ته یو لیک ولیکه چې هغوی یو لک او پنځوس زره جنګیالي د فیروزان په قومانده باندي سره راټول کړل. یزدګرد د ساسانیانو د وطن د دفاع لپاره د هغوی ملي احساس راوپارول. او “کاویاني درفش” بیرغ چې هغو تري د فتحي او بریالیتوب الهام اخیستی و، او همدارنګه مقدس اور چې دوی یې عبادت کاوه د دوی سره کړ. يزگرد، مردان شاه د هرمز زوی د ټوله لښکر مشر وټاکه او نهاوند ته يې ولېږه.
سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه (د اسلامي لښکرو قومندان) حضرت عمر ته يو ليک وليکه او له پېښو يې خبر کړ او وروسته چې د هغه حضور حاضر شو، هم یې په شفاهي ډول توضیحات ورکړ او ويې ويل: «د کوفې خلک اجازه غواړي مخکې له دې چې ایرانیان برید پیل کړي، له هغوی سره جګړه وکړي او د دښمن په زړونو کې وېره واچوي.»
حضرت عمر رضي الله عنه صحابه کرام راغونډ کړل او په دې اړه یې له هغوی څخه مشوره وغوښته او ویې ویل: زموږ (مسلمانانو) راتلونکی په دې جګړې پوري اړه لري، ما اراده کړې ده چې د ټول لښکر سره له مدینې څخه ووځم او د دې دوو ښارونو تر منځ په يو ځای کې يې خېمې ودروم، که خدای موږ بريالي کړو، نو د دښمن ښارونه ور ننوځم.
طلحه بن عبیدالله وویل: یا امیرالمؤمنین، اختیار ستاسو په لاس کې دی، موږ به ستاسو د امر اطاعت کوو. او بیا حضرت عمر رضي الله عنه د حضرت عثمان نظر وغوښت. هغه ولاړ شو او ویې ویل: زما په اند پکار ده چې د شام او یمن خلکو ته لیک ولیکئ تر څو د عراق په لور حرکت وکړي او تاسو هم د حرمینو له خلکو سره یوځای حرکت وکړئ، او ټول ځواکونه به په کوفه کې سره یو ځای شي، او بیا دې ستاسو تر قوماندې لاندې د نهاوند پر لور حرکت وکړي.
بيا حضرت عمر رضي الله عنه د حضرت علي کرم الله وجهه نظر وغوښت، هغه ولاړ شو او خپل مخالفت يې د حضرت عمر رضي الله عنه د تګ سره وکړ او ويې ويل: ستا لپاره غوره ده چې په مدینه کې پاته شئ. ځکه چې ستا شتون د اتحاد سبب ګرځي او ستاسو وتل به د ګډوډۍ او تفرقې سبب شي. تاسو په مدینه کې پاتې شئ او دا کار د اسلام نورو لښکرو ته پرېږدئ. حضرت عمر رضي الله عنه د حضرت علي رضي الله عنه دغه صادقانه خبره ومنله او بيا يې د دې جګړې د قوماندان په اړه د هغو نظر وپوښت. ټولو وویل: چې تاسو یې وټاکئ، نو حضرت عمر رضي الله عنه، نعمان بن مقرن مزني د قومندان په توګه وټاکه.
د حضرت علي رضي الله عنه د خبرو ټول متن په نهج البلاغه کې په تفصیل سره راغلی دی. هلته راغلي: عمر رضي الله عنه له حضرت علي رضي الله عنه څخه جنګ تللو مشوره وغوښته، چې له ایرانیانو سره وجنګېږي، نو حضرت علي رضي الله عنه وویل: د دې دین د فتحې او ماتې لامل د لښکرو د لوی یا لږ شمېر له امله نه دی. دا الله دی چې هغه په نورو دینونو برلاسی کوي، او د خدای لښکر دی چې لاره ورته هواریږي، او د دوی سره الله مرسته کوي تر څو اسلام وده وکړي او وطنونو ته ننوځي. خدای موږ سره د بریا ژمنه کړې او هغه خپله ژمنه پوره کوي او خپل لښکر سره مرسته کوي. مشر د تسپو(تسبېح) د تار په څیر دی چې دانې سره نښلوي او یو له بل سره تړي، کله چې تار وشکيږي، دانې به تیت او پرک شي، او هیڅکله به بیا سره راټول نشي. د عربانو شمېر که څه هم لږ دي، خو د اسلام د وجود له امله يې شمېر ډېر دی، او د يووالي له امله غالب او عزتمن دي. نو د ژرندي ډبره شئ، چې عرب پر تاسو راګرځي او د جګړې اور ورته بل کړه او خپله همدلته پاته شه. ځکه که تاسو له دې خاورې ( مدینې منورې ) څخه ولاړ شی نو د دې خطر شته چې د مملکت شاوخوا عربان ستاسو پر ضد پاڅون وکړي او بیا به حالات داسې حالت ته ورسیږي چې د سرحدونو ساتنه د ایرانیانو د ځمکو نیولو په پرتله ډیره مهمه وي.
بله خبره دا ده چې که سبا تاسو ایرانیان د جګړې په ډګر کې وویني نو وایي: دا د عربانو مشر دی، که هغه له منځه یوسئ، نو هوسا به شئ، په داسي حالت کې د هغو بریدونه په تاسو باندي ډیریږي. او دا چې ایرانیانو حرکت کړی دی او تاسو هم غمجن یاست، پکار ده چې ووایم: عزیز خدای له تا څخه د دوی په حرکت ډیر خپه دی او داسې خدای تر تاسو ډیر ځواک لري چې هغه څه بدل کړي چې هغه نه خوښوي. او هغه څه چې تاسو د ایرانیانو د شمیر په اړه وویل، زه باید تاسو ته یادونه وکړم چې موږ مخکې د ډیرو سرتیرو لامله جګړه نه ده کړې، مګر موږ د خدای په مرسته جګړه کړې.
همدارنګه کله چې حضرت عمر رضي الله عنه له حضرت علي رضي الله عنه سره مشوره وکړه چې د روم جګړې ته ولاړ شي (د یرموک له جګړې مخکې) نو هغه د اخلاص او نیکۍ رایه ورکړه. ابو عبيده رضي الله عنه حضرت عمر رضي الله عنه ته يو استازی واستاوه، چې رومي پوځونو سمندر او ځمکه پوښلې ده او د سيلاب په څېر روان دي. حضرت عمر رضي الله عنه مهاجرين او انصار راغونډ کړل او د ابو عبيده خط يې ورته ولوست، هغوی احساسات راپورته شول، او په اوښکو يې له حضرت عمر رضي الله عنه څخه د جنګ اجازه وغوښته او ويې ويل: تاسو دې په خدای! موږ ته اجازه راکړئ چې لار شو خپل وړونو ته او هغوی سره مرسته وکړو، د مهاجرینو او انصارو د لیوالتیا او شوق اور هغه وخت زیات شو چې عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه د مجاهدینو حمایت او روحي تقویې لپاره وړاندیز وکړ چې امیرالمؤمنین دې د لښکر مشرتیا په غړه واخلي.
په دې وخت کې حضرت علي رضي الله عنه د مخالفت لپاره ودرېد او ويې ويل: خدای د مسلمانانو د عزت او د هغوی د عيبونو د پټولو وعده کړې ده. هغه خدای چې مسلمانان یې په داسې حال کې فتح کړل چې دوی لږ وو او هیڅوک یې نه درلودل، اوس هم ژوندی دی او هیڅکله به مړ نشي. که تاسو پخپله د دښمن جګړې ته لاړ شئ او له هغوی سره وجنګیږئ او ماتې وخورئ نو په لرې پرتو سیمو کې به د مسلمانانو لپاره پناه ځای نه وي. له تاسو وروسته به دوی ته کومه مرجع پاته نه شي: نو یو داسې سړی ولېږئ چې جنګ یې لیدلی وي او د جګړې لپاره زړور وي او له هغه سره داسې کسان ولېږئ چې د جګړې توان ولري او وفادار وي. که الله تعالی بريالي ورکړي. دا ستاسو ارمان دی، او که ناکام شي، تاسو به د خلکو د پناه ځای او د دوی د کار مدیر یاست.
ښکاره خبره ده که چیري حضرت علي رضي الله عنه د حضرت عمر رضي الله عنه په وړاندې بد نیت درلود او ځیني ناراض وی، او هغه یې  د خپل حق غصب کوونکی ګڼل، تل به یې د خپل د حق د بېرته راګرځولو انتظار کاوه. او له دې زرین فرصت څخه یې ګټه پورته کوله او هغه ته یې مشوره ورکوله چې پخپله د جګړې ډګر ته ولاړ شي او هلته ووژل شي او یا د هغه د وژلو لپاره یې یو څوک لیږي چې د ده د وژلو لپاره زمینه برابره کړي. مګر موږ ګورو چې هغه د عمر او نورو مسلمانانو د خیرخواهۍ لپاره څومره هڅې کوي. په حقیقت کې د هغه نصیحت د هغه د روح له ژورو څخه راغلی او په حقیقت کې دا ډول وړاندیز د علي رضي الله عنه په څیر د پاک زړه او لوی جرئت او لرې لید څخه پرته د بل چا لخوا نه راځي. خو برعکس کله چې عیسویانو له حضرت عمر رضي الله عنه څخه وغوښتل چې بیت المقدس ته ولاړ شي او هغه ومنله چې د سولې تړون لاسلیک کړي او د مسجد الاقصی کلي ځیني وسپاري او ابو عبیده رضي الله عنه اميرالمؤمنين ته وليكل چې د قدس فتحه د هغه په ​​راتللو پورې اړه لري او په دې اړه يې له هغوى سره مشوره وكړه، حضرت عثمان رضي الله عنه وفرمايل: غوره ده چې امير المومنين دوی ور نه شي، ترڅو دوی نور هم ذلیل شي. خو علي رضي الله عنه قدس ته د مسلمانانو د خليفه تګ غوره وګڼله او ويې ويل: دا يو ابدي تاريخي وياړ دى چې په هر وخت کې چا ته نه رسیږي. حضرت عمر رضي الله عنه خپل ځان د بیت المقدس د سفر لپاره چمتو کړ او خپل په ​​غیاب کې یې علي رضي الله عنه د خپل ځای ناستي په توګه وټاکه.
Leave A Reply

Exit mobile version