شریکول Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp لیکوال: ابوریان عزیزي فمینیزم (دېرشمه برخه) د څو مېرمنو د واده کولو منع کول او د نامشروع ماشومانو زیاتوالی يوه د يادونې وړ قضيه چې دلته يې بايد يادونه وشي هغه دا ده چې په هغو هېوادونو کې چې د څو مېرمنو واده کول منع شوي دي، د نامشروع اړيکو له امله د زېږېدلو ماشومانو شمېر ډېر شوى، چې د بېلګې په توګه ځیني موارد یې یادوو . د «لواء دمشقیه» مجلې د ۱۳۸۲ هجري کال د شعبان د میاشتې په ۱۹مه نېټه په خپله یوه ګڼه کې د ناروا اولادونو په اړه د امریکا او رویټرز خبري اژانس د یوه سند په حواله لیکلي دي: په ځینو ښارونو کې نږدې ۳۰ سلنه ماشومان له قانوني چوکاټه بهر پیدا کیږي چې د نامشروع اړیکو پایله ده. د« حضارة الاسلام » مجلې د دوهم ټوک په ۳۶۵ مخ کې راغلي دي چې په څو هېوادونو کې د ترسره شوې سرشمیرنې په پایله کې معلومه شوه چې په فرانسه کې له هرو ۱۰۰۰ ماشومانو څخه ۳۰ ماشومان او په بروکسل کې په هرو ۱۰۰۰ ماشومانو کې ۶۰ ماشومان او په سویډن کې، په هرو ۱۰ماشومانو کې ۱ د دې غیرقانوني اړیکو پایله ده. او یوازې په امریکا کې تر(۱۹۵۹) م کاله پورې ۲۲۱ زره ناروا ماشومان زیږیدلي وو، یعنې په هرو زرو ماشومانو کې چې هلته زیږیدلي و، ۵۲ یې ناروا ماشومان دي چې په دې کلونو کې په امریکا کې زیږیدلي دي او په «ډنمارک» کې په هرو ۱۳ ماشومانو کې یو ماشوم د نامشروع اړیکو پایله ده او دا هغه وخت دی چې ډیری نجونې روغتونونو ته ورځي او خپل حمل سقط کوي او دا خبره داسې حال ته ورسیده چې ځینو خلکو له حکومته وغوښتل چې سقط قانوني کړي او ډاکټران هم د دې کار په ترسره کولو کې د قانوني د عدلي تعقیب لاندي و نه نیول شي. نو ثابته شوه چې د الله جل جلاله حکم په بشپړه توګه انساني او اخلاقي دی او له هغه څخه سرغړونه او تخطي بدې پایلې لري چې د یوې ټولنې د اخلاقي او انساني زوال لامل کیږي. ادامه لري…