لیکوال: زید


د الله توره «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (دري پنځوسمه برخه)

 په شام ​​کې د مجاهدينو کمپ ته د حضرت خالد رضي الله عنه راتګ
 حضرت خالد بن ولید رضي الله عنه د خپلو سرښندونکو مجاهدینو په ملتیا د لارې په اوږدو کې، د تسوي چینې څخه له تېرېدو وروسته د رومي لښکر له ډېرو ډلو او قبیلو سره مخامخ شول او په پوره ځواک سره یې له هغوی سره جګړه وکړه او ځانونه یې د شام مسلمانانو او مجاهدینو ته ورسول؛  له يوې خوا روميان د بهان او د هغه د ستر لښکر په راتګ سره او له بلې خوا مسلمانان د خالد بن وليد او د هغه د قوماندانانو په راتګ ډېر خوښ وو.
 حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه سیدنا خالد رضی الله عنه د ټول لښکر د قومندان په توګه شام ته استولی و؛ لکه څنګه چې امام طبري رحمه الله فرمايي: حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه د شام د امیرانو د امیر په توګه سیدنا خالد رضی الله عنه واستاوه؛ ابو عبیده، شرحبیل، یزید ابن ابو سفیان او عمرو بن عاص ټول په شام ​​کې وو، هر یو یې امیر او د لښکر قوماندان و او خالد بن ولید د ټولو امیر و.
 د خالد رضی الله عنه د راتګ په وخت کې د مسلمانانو د جګړې حالت
 علامه ابو زید شلبي رحمه الله لیکي:  کله چې حضرت خالد بن ولید رضي الله عنه د شام د جګړې ډګر ته ورسید، نو پوه شو چې مسلمانان د مختلفو بیرغونو او قومندانانو لاندې په جګړه بوخت دي او هر یو قومندان په خپلواکه توګه د خپلو سرتیرو سره د جماعت لمونځونه کول؛  حضرت خالد بن ولید رضي الله عنه هم خپل لښکر په یوه ځای کې ځای پرځای کړ او له هغوی سره يې په امامت لمونځ وکړ.
 حضرت خالد بن ولید رضي الله عنه په دې پوه شو چې مسلمانان په مصیبت کې دي او رومیان د بهان سره د یوځای کیدو له امله ډیر خوشحاله او مورال یې قوي شوی دې .
 په دې وخت کې حضرت خالد بن ولید رضي الله عنه د رومي لښکرو سره جګړه وکړه او هغوی یې شاته وغورځول، له دې جګړې وروسته  رومیان مجبوره شول خپلو مورچلونو او خندقونو ته ور وګرځي او تر یوې میاشتې له خپلو خندقونو او کندو څخه و نه وتل.
په دې وخت کې کشیشانو او راهبانو هغوی وهڅول چې د عیسویت دفاع وکړي، کوم چې په خطر کې و، او نظامي قوماندانانو هم دوی ته د جګړې تکتیکونه او تمرینونه ور زده کول؛ د جمادي الاولی میاشت په همدې ډول تېره شوه، په جمادي الثاني کې روميان له ډېرو تجهيزاتو او تياريو سره له خپلو خندقونو راووتل، چې تر دې مهاله يې په هېڅ جګړه کې نه وو ليدل شوي.
 مسلمانان د روم د پوځ له چمتووالي خبر شول
 مسلمانان د روميانو له تياريو خبر شول او له هغوى يې وغوښتل چې د خپل دښمن پر وړاندې په پوره چمتوالي سره د جګړې ډګر ته ولاړ شي؛ خو د مسلمانانو لښکر د زياتو قوماندانانو له امله وېشل شوی و.
 حضرت خالد بن ولید رضي الله عنه له دې طریقې سره موافق نه و. هغه په ​​دې اند و، چې دا وېش خطرناک دی او حتی د روم په ګټه او د مسلمانانو لپاره تر دښمن ډېر خطرناک و.
 مسلمانان څنګه کولای شي چې په ګډوډۍ او تفرقې سره  د لویو او چمتو دښمنانو او واحدې قوماندې په وړاندې مبارزه وکړي او د بریا یا ژغورنې تمه هم وکړي؟
 ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version