لیکوال: عبدالحمید نوروزي


امام ابو حنیفه رحمه الله د علماوو او پوهانو په منځ کې د هغه علمي ارزښت (دوهمه برخه)

د امام ابو حنیفه رحمه الله زيږيدنه او کورنۍ
امام ابو حنیفه رحمه الله په ۸۰ هـ ق کال کې زیږیدلی او د یوه ضعیف روایت له مخې په ۶۱ هجري قمري کال کې د کوفې په ښار کې او یا د انبار په ښار کې، البته د ۶۱ کال د هغو پیښو سره سمون نه لري چې دی ورسره مخ شوی دی. نو لومړۍ قول سم دي.
نوم یې نعمان دی، د ثابت زوی، د زوطي لمسی، د «ماه» کړوسی، چې له تیم الله بن ثعلبة څخه ازاد شوی و. په يو روايت کې راغلي چې هغه د بني يحيى بن زيد بن اسد يا ابن راشد انصاري له قبيلې څخه و. له همدې امله، اصل عربي دی. خو دا روایت صحیح نه دی. ځکه معلومه ده چې د هغه نسب او اصل له د ایران او فارس څخه دی او د دې مسئلې لپاره څو دلایل وړاندې شوي دي چې په نسب کې یې د نعمان بن ثابت بن مرزبان ذکر شوی دی. همدارنګه دده په نسب کې راغلي دي چې “زوطي” يوه عجمي او غير عربي کلمه ده او په زياتو منابعو کې راغلي دي چې هغه په ​​اصل کې د “کابل” يا “ترمذ” د ښار اوسېدونکى دى. د بخاري او مسلم په يوه روايت کې راغلي دي:«لَوْ کانَ الْعِلْمُ مُعَلَّقاً عِنْدَ الثُرَیا لَتَنَاوَلَهُ رِجَالٌ مِنْ أَبْنَاءِ فَارِسَ»؛ (که علم د ثریا د ستوري په څنګ کې ځوړند وي، یقینا د ایران خلک به یې ترلاسه کړي.)
د ابوحنيفه پلار ثابت، مسلمان زيږدلی وو. ويل کيږي چې هغه د “انبار” وو او په “ترمذ” یا “نسا” کې میشت وو. خو د هغه نيکه “زوطي” د بني تيم الله بن ثعلبه د قبيلې غلام و او بيا هغه ازاد شو او د ابوحنيفه د نسل ځينې کسان د “زوطي” دغه غلامي رد کړه او ويلي دي: ” موږ د ازادو ایرانیانو له نسل څخه يو.” خو د ابوحنيفه د مور د شخصيت په اړه او موږ د هغې د ژوند په اړه مفصل معلومات نه لرو. د ابوحنيفه رحمه الله له خبرونو څخه معلومېږي چې هغه د خپلې مور ډېر احترام درلود او د هغې د امر اطاعت يې کاوه.
د ابو حنیفه تر ټولو مشهور شاګرد ابو یوسف روايت کوي مور به يې په خره سپاره کړه او د عمر بن ذر تبلیغ مجلس ته به یې بې ول. ځکه چې مور يې دا غوښتل او د خپلې مور اطاعت ته ډېر لېواله وو او ويل يې: کله به مې مور د هغه مجلس ته بې ول او کله به مې مور راته امر کاوه چې خپله د عمر بن ذر حضور ته ولاړ شه، له هغه څخه د مسلې پوښتنه وکړه او ځواب یې راته راوړه. عمر ته مې وویل چې مور مې ماته امر کړی چې د دې مسلې په اړه له تا پوښتنه وکړم. له ابوحنيفه څخه يې په حيرانتيا وپوښتل چې ته له ما څخه د داسې مسلې په اړه پوښتنه کوې؟ (يعنې ابوحنيفه په دې مسايلو او نورو ډېرو مسايلو پوهېده) او ابوحنيفه وويل چې دا زما د مور امر دى.
یو ځل یې مور له ابو حنیفه رحمه الله څخه د یو څه په اړه د فتوا غوښتنه وکړه. خپله فتوا يې ورته وويله، خو مور يې فتوا ونه منله او ويې ويل چې زه يوازې د «زرعة القاص» فتوا منم او له ابوحنيفه څخه يې وغوښتل چې زرعه ته يې بوځي او ابوحنيفه هم همداسې وکړل او “زرعه” ته يې وويل: زما مور له تا څخه د يوه فتوا غوښتنه کوي! زرعه وويل: ته زما نه زيات عالم او فقيه يې. په خپله یې ځواب ورکړه!» ابو حنیفه هغه ته وويل: ما پخپله ورته ځواب ورکړ، خو هغې ونه منله. زرعه د ابوحنيفه مور ته وويل: خبره د ابوحنيفه خبره ده!
   د مروان بن حکم په زمانه کې حکومت غوښتل چې ابوحنيفه دې ته اړ کړي چې د قاضي دنده ومني. خو هغه ونه منله؛ له همدې امله، دوی هغه ​​​​سخت وځوراوه او په زندان کې یې واچاوه. کله چې له زندانه راخوشې شو، د زنداني کېدو او وهلو شکايت يې ونه کړ، بلکې ويې ويل: زما د مور غم له دې شکنجې او زندان څخه ډېر سخت و!
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version