لیکوال: م. فراهي توجگي

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه

پنځمه برخه

د کمونیزم د لومړنیو اصولو او اساساتو رامنځته کېدل
مائوئیزم
مائو هم د لینین په څېر د خپل هېواد له ناوړه وضعیت څخه د نارضایتۍ له امله په ځوانۍ کې مارکسیزم ته جذب شو. هغه د لینین د «امپریالیزم» له نظریې او د ستالین «په یوه هېواد کې د سوسیالیزم مفهوم» سره ځانګړې علاقه درلوده. چین د ۱۹۱۱ کال د انقلاب په پایله کې د پاچاهۍ نظام له منځه وړی و، او د نظامیانو او ملت‌پالو د واکمنۍ دورې ته داخل شوی و، چې د مائو په اند، دې بهیر د کمونیزم د نظریې د پرمختګ او د کمونیست ګوند د جوړېدو او مدیریت په برخه کې له نظري توجیې سره مرسته نه کوله. د معاصرو چینایي ایډیالوژستانو په وینا، «مائو په یوه نیمه‌استعماري او نیمه‌فیوډالي ټولنه کې چې له بزګرانو او کوچنیو سرمایه دارانو (خرده‌بورژوازي) جوړه وه، مهم رول درلود.»
که‌ څه هم ستالین کلاسیک مارکسیزم په بېلابېلو بڼو تحریف کړ، خو دا یې منله چې مارکسیستي مدل پر ښاري پرولتاریا ولاړ دی، نه پر کلیوالو بزګرانو. دا قول چې مارکس او انگلس کمونیست مانیفست کې د کلیوالي ژوند حماقت ته اشاره کړې اکثره وخت له اصلي زمینې څخه د باندې مطرح کیږي، خو مائو اساساً په یوه کرنیز هېواد کې واک تر لاسه کړ او اړ و چې خپله دا دعوه چې ګوندې کړنې یې له مارکسیزم سره همغږي دي، توجیه کړي. مائو په حقیقت کې د کلاسیک مارکسیزم په پرتله د مارکسیزم ـ لیننیزم، په ځانګړي ډول د استالین « په یو هېواد کې سوسیالیزم » د مفکورې په اساس ډېر ښه کولای شوای چې خپلو کړنو او نظریاتو ته مشروعیت وروبښي.
یورو، لینن، ستالین او مائو هر یو خپلې نظریې د هغو هېوادونو په چوکاټ کې مطرح کړې چې نن ورځ د مخ پر وده هیوادونو له ‌ډلې شمېرل کېږي. خو له دې سره سره، باید په دې سترګې پټې نه کړو چې د مارکس ډېره توجه پرمختللو صنعتي هېوادونو ته وه. د دې حقیقت له مخې، لوېدیځ هېوادونه لکه فرانسه او ایټالیا د شلمې پېړۍ په ډېرو برخو کې قوي کمونیستي ګوندونه درلودل. سره له دې، ددغو او نورو لوېدیځو هېوادونو شرایط له هغو شرایطو سره چې په شوروي اتحاد، چین او نورو کمونیستي هېوادونو کې موجود وو، د پام وړ توپیر درلود. په همدې اساس دا د حیرانتیا خبره نه وه چې ځینو کمونیستانو په لوېدیځه اروپا کې د کمونیزم په وړاندې نسبتاَ متفاوته لاره غوره کړې وي. سره له دې، یوه برخه کمونیستان، په ځانګړي ډول په فرانسه کې له ۱۹۴۰ لسیزې څخه لږ تر لږه د ۱۹۶۰مې لسیزې تر پایه پورې، مسکو ته وفادار پاتې شول. ځینې نورو بیا ډېر ژر د خپلو هېوادونو او شرایطو ته په کتو کمونیستي مدل تر سوال لاندې راوسته. ایتالیایان په دې برخه کې مخکښ وو. د ۱۹۵۰ لسیزې په ترڅ کې د ایټالیا د کمونیست ګوند مشر، پالمیر توگلیاتي، له وړاندې څرګنده کړې وه چې د سیستم له مخې د یوه هېواد د کمونیستانو ستاینه سم کار نه دی، هر هېواد باید د خپلو ځانګړو شرایطو له مخې کمونیزم ته د رسېدو لپاره ځانګړی پلان ولري. له همدې امله هغه د یو نړیوال کمونیستي غورځنګ چې د مسکو په څېر د یوه واحد مرکز لروونکی وي مختالف و، دی د څومرکزي سیستم پلوی و. دا دریځ په لومړیو کې د نورو لوېدیځو کمونیستي ګوندونو له محدود ملاتړ سره مخ شو، خو د ۱۹۶۸ کال په اګست کې د شوروي په مشرۍ د وارسا تړون غړو هېوادونو لخوا پر چکسلواکیا برید پراخې نیوکې راوپارولې. دا نیوکې نه یوازې تر ایټالیایانو، بلکې تر نورو لوېدیځو کمونیستانو وغزیدې، او ډېرو له نفرت څخه په ډک انداز خپل ګوندونه پرېښودل. سره له دې، ځینو نورو غوره وګڼله چې په خپلو ګوندونو کې پاتې شي، د شوروي پر کمونیزم انتقاد وکړي، او د کمونیزم یوه نرم‌ه او ډموکراتیکه نسخه وړاندې کړي.
یو بل عامل چې د ۱۹۷۰ لسیزې په منځ کې د “یوروکمونیزم” په نوم د پېښېدونکي حرکت د راڅرګندېدو لامل شو، د فرانکو د ښی‌لاسې دیکتاتورۍ ړنګېدل او په هسپانیا کې د کمونیست ګوند بیا راڅرګندېدل و. سره له دې چې د لوېدیځې اروپا ډېر نور کمونیستي ګوندونه لږ او ډېر د کمونیزم نوې، ملایمې او کم تعصب لرونکې نسخې ته جذب شوي وو، خو په حقیقت کې د فرانسې، ایټالیا او هسپانیې ګوندونه – په ځانګړي ډول وروستي دوه – په دې برخه کې مخکښ وو.
که څه هم دا خوځښت بالاخره کم‌زورې شو، او ډېری ایټالوي کمونیستانو ان د “کمونیزم” اصطلاح په بشپړه توګه پرېښوده او په ۱۹۹۱ کال کې یې خپل نوم “ډموکرات (چپ) ګوند” ته واړاوه، او دا چاره  په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰مو لسیزو کې د شوروي، ختیځې اروپا او د آسیا واکمنو کمونیستانو لپاره یوه جدي فکري او نظري ننګونه وه.
پایله
د کمونیزم نظریه مبهمه، نیمګړې، او کله ناکله په ښکاره ډول د تناقض لروونکې ده. لامل یې دا دی چې مختلفو نظریه‌پردازانو په بېلابېلو زمانو کې، د بېلابېلو شرایطو او شخصي وضعیتونو پر بنسټ لیکنې کړې دي. مارکس، چې سیاسي مشر نه و، د لینن، ستالین یا مائو برعکس، اړ نه و چې خپلې کړنې توجیه کړي. بل دلیل دا و چې دوی به کله د تېر تاریخ تفسیر وړاندې کاوه، او کله به یې اوسنی وضعیت تحلیلوه، کله به یې د نږدې یا منځمهالې راتلونکې په اړه بحث کاوه، او کله به یې د یوې کمونیستي ټولنې د اوږدمهاله هدف په اړه اټکلونه کول. سربېره پر دې، د ډېریو نظریه‌پردازانو په څېر، د یادو دریو کسانو نظریات هم د دوی د ژوند په اوږدو کې بدلېدل. همداراز، دوی به ځینې وخت په قانونمند ډول لیکل کول، او ددې پوښتنې د ځواب په لټه کې به وو چې وضعیت “باید څه ډول وي”، او کله به یې تشریحي یا توصیفي لیکل کول، او په دې لټه کې به وو چې اوسنۍ وضعیت “څه ډول دی”.
له دې توپیرونو ور هاخوا، د کمونیزم د نظریه‌پردازانو ترمنځ ژور او بنسټیز اختلافات هم شته، چې د اراده‌محورۍ (اراده‌گرایی) او جبرگرایۍ ترمنځ د توپیر له لارې په ښه توګه تشریح کېدای شي. مارکس د تاریخ په برخه کې تر ډېره جبرگرایانه تفسیر ته تمایل درلود؛ دده باور دا و چې تاریخ خپل مسیر باید د مختلفو مرحلو او د دیالکتیکي کړنو او غبرګونونو(عمل او عکس العمل) پر بنسټ طی کړي. سره له دې چې مارکس باور درلود چې کمونیستان کولی شي د تاریخي بدلونونو حرکت چټک کړي، خو بیا به یې هم ډېر احتیاط کاوه. مارکس حتی ۱۸۴۵ کال کې په خپل اثر « تیزهای در باره فوئرباخ» کې ولیکل:  «فلسفيانو نړۍ تعبیر کړې ده… هدف دا دی چې نړۍ بدله شي.»
خو سره له دې، هغه د تاریخي بدلونونو د غیرطبیعي چټکتیا له پایلو خبر و. مارکس د خپل ژوند په وروستیو کلونو کې تر پخوا ډېر جبرپال شو. مارکس په خپل مشهور اثر «سرمایه»  کې – چې لومړی جلد یې په ۱۸۶۷ کې خپور شو، او پاتې نورې برخه یې دده له مرګ وروسته انگلس بشپړې کړې او په ۱۸۸۵ او ۱۸۹۴ کالونو کې خپارې شوې – د پانګوالۍ یو انتزاعي، غیرشخصي او نړیوال تصویر وړاندې کوي. په دې اثر کې د سیستم ذاتي او ساختاري تضادونه د بحران او سقوط د رامنځته کیدوعوامل ګڼل شوې دي، نه د پانګه‌والو او کارګرانو ترمنځ شعوري مبارزه. خو د مارکس برعکس، د لنین او مائو په څېر مشران په ښکاره ډول اراده‌پال وو. دوی باور درلود چې د انساني ارادې له لارې کولای شو تاریخي بهیرونه چټک، یا حتی را لنډ کړو. د کمونیستي مشرانو اراده‌محوري، که د هغوی له قاطع شخصیت څخه سرچینه اخیستې وي، او که د سرکوب‌ګر رژیم پر ضد د پاڅون یا د خپلې ټولنې د مدرنیزاسیون د توجیې له احساس، او یا – په ډېر احتمال سره – د دې دواړو له ترکیب څخه؛ خو واقعیت دا دی چې دوی مارکسیزم له خپلو اهدافو سره همغږی کړ. د دې بهیر په ترڅ کې، دوی د مارکس بنسټیز مفاهیم – په ځانګړي ډول د هغه وروستۍ لیکنې – تحریف کړې. له همدې امله، دا مشران اکثره وخت د جبرپالو مارکسیستانو له لورې تر نیوکو لاندې راتلل. د بېلګې په توګه، اتریشي ـ آلماني مارکسیست کارل کائوتسکی به ډیری وخت په شدت سره د لینن پر اراده‌محور انتقاد کاوه.
سره له دې، په دې هم باید سترګې پټې نه کړو چې د مارکس لیکنې په خپله د سوسیالیستي انقلاب او د هغه د پایلو په برخه کې ډېری وخت مبهمې یا نیمګړې وې. له همدې امله، دا مشران وتوانېدل چې له مارکسیزم څخه ګڼ او متنوع تفسیرونه وړاندې کړي. سربېره پر دې د لنین په کارونو کې هم داخلي تضادونه او ټکرونه لیدل کېږي. د ده نظریات چې د «دولت او انقلاب» تر عنوان لاندې یې په یوه کتاب کې وړاندې کړي، د هغه وضعیت په اړه چې له سوسیالیستي انقلاب وروسته ممکن رامنځته شي ځینې وخت له هغو اعمالو او لیکنو سره په تضاد کې وو چې له سوسیالیستي انقلاب وروسته یې د روسیې په اړه ولیکل او ترسره کړل.
ددې ټولو په پام کې نیولو سره پر دې د پوهیدو چې کمونیزم څه دی او څه نه دی، غوره لار دا ده چې عملي بُعد یې مطالعه کړو.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
Leave A Reply

Exit mobile version