لیکوال: م. فراهي توجګي


د رسنیو رول او د مسلمانانو په هویت د هغې اغېزې (پنځه دیرشمه برخه)

اسلامي نړۍ او رسنۍ
کوم بحث چې په دقت سره په تېره لیکنه کې وشو، په چاپي بڼه کې د رسنیو د راڅرګندېدو او رامنځته کېدو پړاوونه او داسې نور د لوېدیځو رسنیو د مقابلې او غبرګون په اړه و. په دې لیکنه کې به موږ د هغه د تصاعدي پرمختګ او د ودي څرنګوالي سپړنه وکړو.
په اسلامي نړۍ کې د عصري ډله ييزو رسنيو چټکه وده په لومړي سر کې د مطبوعاتو په توليد او وېش کې د دولت له مداخلې سره او په دويمه درجه کې د ديني او سيکولر مشرانو د نفوذ سره ترسره شو، او هغه کسانو چې مطبوعات یې د سیاسي او اجتماعي اصلاحاتو لپاره کارول، په رسنیو کې یې نوي بدلونونه رامنځته کړل؛ ځکه د نولسمې پېړۍ په وروستیو دوو لسیزو کې په اسلامي نړۍ کې د مطبوعاتو دوه ډولونه او بڼې راڅرګندې شوې او فعالې وې:
  1. مطبوعات چې مشري یې د لویدیځ د تعلیم یافته ممتازو کسانو په لاس کې و، او د نوې اروپا د سیکولاریزم، لیبرالیزم او ملتپالني افکارو تبلیغ یې کاوه؛
  2. داسې مطبوعات چې مخکښان یې مذهبي مشران او اسلامي اصلاح غوښتونکي لکه رشیدرضا او سید جمال الدین افغاني وو چې په ټول منځني ختیځ، اسیا او شمالي افریقا کې یې د یوې متحدې اسلامي ټولنې لپاره تبلیغات کول. د سيد جمال الدين نفوذ په ډېرو اسلامي هېوادونو په تېره بيا مصر کې ډېر و. هغه او پلويانو يې د مشهورې “العروة الوثقي” مجلې په ګډون ګڼې ورځپاڼې خپرې کړې، چې په ډېرو اسلامي هېوادونو کې وېشل کېدې. د شلمې پیړۍ له پیل سره په سوریه، عراق، فلسطین، منځنۍ اسیا او هند کې د ژورنالیزم او عصري ارتباطي رسنیو نوې وسیلې پیل شوې.
په ۱۹۰۸ کال کې د سلطان پر ضد د ځوانو ترکانو له پاڅون سره سم د عثماني امپراتورۍ په عربي ژبو هېوادونو کې د ځینو ورځپاڼو خپرېدل ناڅاپه زیات شول. په هند، اندونیزیا، مراکش او الجزایر کې د استعمار ضد حرکتونه او د خپلواکۍ لپاره مبارزه د مطبوعاتو، سیاسي ګوندونو او یو شمیر ایډیالوژیکو خوځښتونو د ودې لامل شوه چې له اسلامي افراطیت څخه تر کمونیستي سوسیالیزم پورې پکي شامل و. له همدې امله د شلمې پېړۍ ځانګړنه په اسلامي نړۍ کې د عصري ډله ييزو اړيکو راڅرګندېدل وو. د اسیا او افریقا په څو اسلامي هیوادونو کې د استثمار کولو پروسه د اقتصادي طبقو له توضیح سره تړلې وه. د منځنۍ اسیا په جمهوریتونو کې چې د پخواني شوروي اتحاد د رسنیو ماډلونه واکمن وو، اسلامي ارتباطي بنسټونه لکه جوماتونه او ښوونځي د حکومت تر کنټرول او څارنې لاندې وو. مخابراتي رسنۍ په شمالي او لوېدیځ افریقا کې په خپلواکه او نوي تاسیس شوي دولتونو کې د فرانسوي ژبو او انګلیسي ژبو ماډلونو سره وده وکړه.
له همدې امله نن ورځ غرب هڅه کوي چې په عامه افکارو باچهي وکړي او تر یوه حده په دې برخه کې بریالی هم دی. د عثماني خلافت د ناکامۍ لویه برخه د غرب پروپاګند ته ورګرځي او د هغې په سر کې فرانسه چې یو پېچلی او ستر پروپاګند یې پیل کړی و، ځکه چې هغه مهال اسلامي نړۍ د رسنیو د ضعیفوالي سره مخ وه. نن هم لويديځ ځان په دې ډګر کې مخکښ ګڼي. که موږ د اسلام پر ضد د منفي تبلیغاتو وضعیت ته پام وکړو، وبه وینو چې د اسلام په اړه وړاندې شوي تکراري انځورونه اوږد تاریخ لري، په هغه وخت کې اسلام او عیسویت په صلیبي جګړو کې له یو بل سره مخامخ وو او د مراکش او عثماني ځمکو د ترلاسه کولو پر سر جګړه یوه ستره ننګونه بلل کېدل. اسلام په لويديځ کې په چټکۍ سره خپور شو او د مسيحي کليسا او د هغه د مشرانو دريځ له ګواښ سره مخامخ شو. له همدې امله د لوېديځې ټولنې مشرانو په تېره بيا دولتونو او د کليسا روحانیونو هڅه وکړه چې د اسلام منفي انځور وړاندې کړي. په پایله کې یې د اسلام پر ضد د نظامي جګړې تر څنګ د کلمو جګړه هم پیل کړه، تر څو په غرب کې کوم نوی مسلمان یا د اسلام ملاتړی را منځ ته نه شي.
په دې توګه د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د غرب اوسنۍ کړنې او احساسات اوږده سابقه لري، چې د ټول عمر د توطیو، دسیسو او غلط فهمیو پایله ده. په لويديځ کې د اسلام په اړه غلط فهمۍ شته چې د رسنيزو تبليغاتو، ناسمو تعصبونو او د ځينو حقايقو له پامه نه غورځولو له امله رامنځته شوې او د ټولنې په زړه کې يې ريښې نیولي دي. په ډیرو مواردو کې، اسلام ته د “افراطیت”، “ترهګرۍ” او “بنسټپالنې” په لقبونو سره کتل کیږي او په هر ځای او هر وخت کې په دغو لقبونو سره یادیږي. د دې پلان شوي او ناوړه تبلیغاتو تر اغیز لاندې ډیری خلک شتون لري چې له اسلام څخه یې مخ اړولی او نه غواړي چې د هغه اصلي تعلیمات زده کړي.
په ډيرو مواردو کې د اسلام په اړه د رسنيو له خوا خپاره شوي راپورونه له حقايقو څخه د سترګې پټولو له امله ناسم دي او د دښمنانو د پروپاګند له خټيني ولې څخه اوبه څښي او ځان اوبه کوي. له همدې امله په لوېديځ کې د اسلام په اړه سم درک نشته او د خلکو د ليد او فکر بنسټونه کمزوري او ګډوډ دي. خو غربي خلک باید پوه شي چې اسلام یو سوله ییز دین دی، چې دغه دین هیڅ وسله وال او ترهګریز فعالیتونه نه هڅوي.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version