لیکوال: شکران احمدي

د ذي الحجې د لومړۍ لسیزي فضائل

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: د الله تعالی د عبادت لپاره تر ذي الحجې له لسو ورځو څخه غوره وخت نشته. په دې کې د یوې ورځې روژه د یو کال د روژې سره برابره ده او د یوې شپې عبادت د قدر د شپې د عبادت سره برابر ده
الله تعالی د”فجر” په سورت کې په لسو شپو قسم کړی دی. د جمهور په وینا، دغه لس شپې د ذوالحجې لومړۍ لسیزې دي، او په ځانګړې توګه د ذوالحجې نهمه شپه يعنې د عرفې ورځ ځانګړی فضيلت لري. د عرفې د ورځې روژه نيول د تېر او راتلونکي کال د ګناهونو د کفارو سبب ګرځي او د اختر په شپه ويښ پاتېدل او په عبادت مشغولېدل  ستر اجر او فضيلت لري

د تشریق تکبیر

«اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ لا إله إلا الله والله أكبر الله أكبر ولله الحمد».
د عرفې په ورځ د سهار له لمانځه څخه؛ يعنې د ذوالحجې له نهمې څخه تر ديارلسمې ورځي تر مازيګر پورې له هر فرض لمانځه وروسته يو ځل دغه تکبير ويل واجب دي . او فتوا په دې ده چې څوک چې په جماعت سره لمونځ کوي او يا په انفرادي ډول لمونځ کوي په دې حکم کې برابر دي او همدارنګه تکبير ويل په هر نارينه او ښځه واجب دی. البته ښځه بايد په لوړ آواز تکبير ونه وايي
مسئله: که امام تکبیر هېر کړی نو مقتدي باید په لوړ اواز تکبیر ووایی
مسئله: د عرفې د ورځې روژه د دوو کلونو د ګناهونو د بښلو سره برابره ده. (تېر کال او راتلونکی کال)
یادونه: دغه تکبير په متوسط غږ سره ضروري دی . ډیری خلک په دې کې پام نه کوي، یا تکبير نه وايي او يا یې ورو ورو وايي

د لوی اختر سنتونه

د لوى اختر په ورځ لاندې کارونه سنت دی
سهار وختي له خوبه پاڅېدل
غسل کول او مسواک وهل
پاکې او ښایستې جامې اغوستل
عطر وهل
د اختر له لمانځه مخکې څه نه خوړل
د عیدګاه په لاره کې په لوړ غږ تکبیر ویل

د اختر لمونځ

د اختر لمونځ دوه رکعته دی لکه د سهار لمونځ، په دې توپير سره چې د اختر د لمانځه په هر رکعت کې درې اضافي تکبيرونه دي، په لومړي رکعت کې د «سبحان الله» له لوستلو وروسته او له قرائت څخه مخکې او په دوهم رکعت کې له قرائت وروسته او رکوع څخه مخکې. او په تکبیراتو کې باید له لاسونو تر غوږونو پورې پورته شي
په لومړي رکعت کې له دوو تکبیرونو وروسته لاسونه خلاص کړئ او له دریم تکبیر وروسته لاسونه وتړئ او په دوهم رکعت کې له دریو تکبیرونو وروسته لاسونه خلاص کړئ او په څلورم تکبیر سره رکوع وکړئ. د خطبې اورېدل د اختر له لمانځه وروسته واجب دی.

قرباني

قرباني یو مهم عبادت او د اسلام له شعائرو څخه دی. چې په جاهليت کې هم عبادت بلل کېده، خو بُتانو ته به يې قرباني کوله. حتی نن هم په نورو دینونو کې د بُتانو یا حضرت مسیح او داسې نورو په نوم قرباني د دیني رسم په توګه ترسره کیږي. الله تعالی په “کوثر” سورت کې پیغمبر صلی الله علیه و سلم ته امر کوي چې لکه څنګه چې لمونځ یوازې د خدای لپاره کیدی شي ، قرباني هم باید یوازې د خدای لپاره وي. او په بل آيت کې هم همدغه خبره په بل تعبیر سره داسې راغلې ده: «إنَّ صَلَاتِي وَنُسُکِي ومَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلهِ رَبِّ العَالَمِينَ»؛ ژباړه: «زما لمونځ، زما عبادت، زما ژوند او مرګ ټول د الله تعالی لپاره دي.» رسول صلی الله علیه وسلم له هجرت وروسته لس کاله په مدینه منوره کې ژوند وکړ، او په هر کال کې یې قرباني کوله،  چې د هغه څخه معلومیږي چې قرباني فقط په مکې پوري کار نه لري، بلکه پر هر مسلمان باندي چې د قربانۍ شرایط یې پوره کړی وي واجب دی.

قرباني پر چا واجب ده؟

قرباني په هر عاقل، بالغ او مقيم مسلمان باندې واجب ده چې د خپلو لومړنيو اړتياوو سربېره دوه پنځوس توله (۶۱۲ ګرامه) سپين زر او يا د هغې د ارزښت خاوند وي. دا مال که د سرو زرو وي، سپين زر وي، زيورات وي، يا سوداګريز مال وي، يا د کور وسایل چې د ضرورت څخه زيات وي، يا اضافي کور چې تر استوګنې زيات وي.
د قربانۍ په نصاب باندي د کال تېرېدل شرط نه دی. که چيرته ماشوم يا ليوني ذکر شوي مقدار مال ولري په هغه يا د هغه په ​​سرپرست باندې قرباني واجب نه ده. همدا ډول د شرعي احکامو سره موافق مسافر باندي قرباني واجب نه ده.
مسئله: هغه څوک چې د قربانۍ په نيت څاروي واخلي، او قرباني پري واجب نه وي، نو د هغه څاروي قرباني کول ورته واجب کیږي.

د قربانۍ وخت

د قربانۍ عبادت یوازې درې ورځې دی، په نورو ورځو کې د قربانۍ په نامه عبادت نشته. د قربانۍ وخت د ذي الحجې لسمه، ۱۱مه او ۱۲مه ده. البته د قربانۍ په لومړۍ ورځ ( لسمه ) قرباني کول غوره دي .

د قربانۍ پر ځای صدقه ورکول

که د قربانۍ ورځې تېرې شوې او څوک د ناپوهۍ، غفلت او نورو عذرونو له امله قرباني و نه کړه، د قربانۍ بيه مسکينانو ته ورکول واجب دي. خو د اختر په دريو ورځو کې د قربانۍ بیه صدقه کولو باندي، د قربانۍ واجب نه ادا کیږي. ځکه چې قرباني يو خپلواک عمل دی، لکه څنګه چې د لمانځه په ځای روژه، او د روژې په ځای لمونځ نه قبليږي همدارنګه صدقه او خیرات هم د قربانۍ په ځای نه ادا کيږي، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونې او د صحابه کرامو رضي الله عنهم تعامل د دې ادعا شاهد دي.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version