لیکوال: عبدالحمید نوروزي


څنګه خپل ماشوم وروزم؟ (اتمه برخه)

 د ماشومانو د فراغت او وزګارتیا  وخت اداره کول
 د ماشومانو په روزنه کې یوه مهمه مسله د دوی د بې کاره او فراغت وخت اداره کول دي. څرنګه چې ماشوم په خپلو پښو ودریږي او د تګ توان پیدا کړي، هغه حرکت او لوبې ته سخته اړتیا لري؛  ماشومان او تنکي ځوانان سفر او طبیعي منظرو سره ډیره علاقه او مینه لري. که موږ په غور سره وګورو، نو وبه وینو چې دوی په مختلفو سپورتي فعالیتونو لکه د غره په ختلو، فوټبال او نورو فزیکي تمرینونو کې برخه اخلي او خپله انرژي په لوبو کې مصرفوي.
 له همدې امله روزونکي او والدین باید له دې غیر معمولي ځواک څخه کار واخلي ترڅو ماشومان او تنکي ځوانان د روغتیا او فزیکي پالنې په ساتلو کې له خپل وړیا وخت څخه ګټه پورته کړي او د ژوند خوښۍ تجربه کړي. که ماشومانو او تنکيو ځوانانو ته د لوبو، تفريح، سپورتي روزنې او علمي او څېړنيزو فعاليتونو لپاره مناسب چاپېريال برابر نه شي، ښايي منفي او بې ګټې کارونو ته اړ شي. اسلام په خپلو لارښوونو سره موږ ته د ماشومانو او تنکيو ځوانانو لپاره د دې قوتونو د ګټې اخیستنې او د دوی د فراغت وخت لپاره عملي حل لارې ښودلي دي.
لومړنی ګام چې اسلام په دې لاره کې پورته کړی، د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د فکر او معنوي فعالیتونو په اړه دې؛ عبادت، چې په خپل بشپړ شکل کې یعنې لمونځ، څرګندیږي، باید خپل ماشومان له پیل څخه په عبادت، په ځانګړې توګه  د لمونځ سره عادت کړو؛  ځکه لمونځ د دین بنسټ او ستنه ده، چې ډېرې معنوي او جسمي ګټې لري او د انسان په اخلاقو او شخصیت کې حیرانوونکې اغېزې لري.
 د لمانځه د اهمیت او د هغه د مشروعیت د واضح کولو لپاره په لاندې برخه کې د لمانځه مهمې ګټې په لنډ ډول بیانوو.
  1. د لمانځه کړنې او حرکتونه یو ډول لازمي تمرین دی چې د بدن ټول اعضاء او بندونه په خوځيدو او تحرک راولي. دا څرګنده ده چې دا کړنې په عضلاتو ګټور اغیزه لري، په اعضاء و کې د وینې جریان زیاتوي او په ټولیزه توګه د ټول بدن لپاره ګټور دی.
  2. منظم نظافت او پاکوالی فرض دی چی په اودس سره شروع کیږی او موږ پوهیږو چی د اودس په وجه د بدن خارجی برخې لکه مخ، لاسونه او پښې، ویښتان، خوله او پوزه پاکیږی؛ دا یو منظم پاکوالی او د عادي حمام یا لامبیدو پرته بل پروګرام دی، چې ټول بدن پاکوي.
  3. لمونځ پلی تګ ته اړتیا لري؛ ځکه چې موږ په ورځ او شپه کې له کور څخه جومات ته پنځه ځله حرکت کوو، دا سفرونه په طبیعي توګه د فزیکي ځواک او د ستړیا او سستۍ په له منځه وړلو کې خورا اغیزمن دي. لکه څنګه چې معلومه ده، تاسو به دا ټکی ډیری وخت له ډاکټرانو څخه اوریدلی وي چې وايي: نه خوځښت یا د فعالیت او تحرک نشتون، په ځانګړې توګه د ډوډۍ وروسته، د معدې د درد او بدهضمي سبب کیږي او د زړه ناروغۍ رامنځته کوي .
 نو د حیرانتیا خبره نه ده چې موږ د خپل ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم له خولې اورو چې مور او پلار او ښوونکي هڅوي چې خپلو ماشومانو ته په اوه کلنۍ کې د لمونځ کولو امر وکړئ او د هغوی د فارغ وخت یوه برخه په تدریس او د عبادت په تمرین کې مصرف کړي.
 البته بايد يادونه وشي چې لمونځ په اصل کې د الله تعالى په دربار کې د لومړي درجې عبادت او مناجاتو څخه عبارت دې او د مسلمان د روح او زړه له اصلاح او پالنې سره مهمه اړيکه لري. د هغه په ​​ترسره کولو کې بايد د عبادت او د دين د بنسټ او ستنې په توګه عمل وکړو او د يو ديني وظيفې په توګه يې ترسره کړو، نه دا چې د ځينو ګټو او جسمي ګټو پر بنسټ دې ته مخه کړو.
 نورې ګټورې وسیلې او عوامل چې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د خالي وخت ډکولو لپاره کارول کیدی شي ټول ډوله سپورتونه دي، په شمول د: آس سوارلۍ، لامبو وهل، غیږې نیول او نظامي روزنې.  دا غوره ده چې خپل ماشومان عادت کړو چې له هغو فرصتونو څخه ګټه پورته کړي چې د هدفمند مطالعې، سالم تفریح ​​​​او متنوع سپورتونو سره رامینځته کیږي.
 رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: ژباړه؛ خپلو ماشومانو ته لامبو وهل او غشې ویشتل ور زده کړئ.
 راځئ هڅه وکړو چې د لامبو وهلو لپاره حوضونه جوړ کړو چې پکې د دې سپورت ښوونه او تمرین د دین او ښو او منل شوو دودونو سره سم ترسره شي.

 

 ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version