لیکوال: مهاجر عزیزي
د مخ پټولو حکم ته تحلیلي کتنه (څلورمه برخه)
د حجاب او پوښښ درجې
حجاب او پوښښ هغه درجې لري چې په ډېرو آيتونو او رواياتو کې ذکر شوي دي او هغه درجې دا دي:
-
د افرادو حجاب یا په کور کې پاتې کېدل
د ښځو لپاره د لومړۍ درجې حجاب (د اشخاصو حجاب) په کور کې پاتې کېدل دي. په بل عبارت، د شريعت له مخې ښځې مکلفې دي چې له شرعي ضرورت پرته له کوره بهر نه شي. د دې کار لپاره باید د ښځو حرکات د نارینه وو له سترګو پټ وي او د کور له څلورو دیوالونو، خیمو او ځړول شویو پردو څخه کار واخیستل شي. د آیاتونو او احادیثو له مخې تر ټولو غوره حجاب د افرادو حجاب دی، چې په دې کې اوه آیتونه او اویا حدیثونه راغلي دي، چې ټول د « افرادو یا اشخاصو حجاب» ته اشاره کوي.
خدای تعالی د «احزاب» په ۵۳ آیت کې فرمایي: « وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِنْ وَرَاءِ حِجَابٍ» په دې آيت کې په ښکاره ډول د خلکو حجاب ته اشاره شوې چې ښځې دې په کور کې وي او څوک چې له دوی څخه څه وغواړي هغه دې د پردې تر شا وغواړي. بل آیت په دې اړه ډیر روښانه خبرې کوي؛ لکه څنګه چې رب العالمین فرمایلي دي: «وَقَرنَ فِي بِيَوْتكُن»؛ دا پدې مانا ده چې په خپلو کورونو کې پاتې شئ.
په صحیح بخاري کې له حضرت عایشه رضی الله عنها څخه د غزوه موتې په اړه روایت دی، چې کله د حضرت زید بن حارثه، جعفر او عبدالله بن رواحه د شهادت خبر رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورسېد، پیغمبر صلی الله علیه و سلم په جومات کې حاضر وو، د هغه په مبارک مخ د غم نښې څرګندې شوې او ما دا پیښه د حجرې څخه د دروازې له درز څخه لیده.
له دې روايت څخه څرګندېږي چې د ښځو اصلي ځاى کور دى او بايد له ديني اړتيا پرته له کوره بهر ونه وځي. لکه څنګه چې حضرت عائشه رضي الله عنها خپل حالت بیانوي، چې هغې ټوله کیسه د دروازې له درز څخه مشاهده کړې او بهر ته د تلو اجازه نه وه. په دې پیښه کې، هغې نقاب وا نه غوست او ټولنې ته نه ننوتل.
د طائف د غزوې په اړه په صحیح بخاري کې یو حدیث هم په دې مضمون سره شته چې رسول الله صلی الله علیه وسلم اوبه په یوه لوښي کې واچولې او ابو موسی او بلال رضي الله عنهما ته یې وویل: «دا وڅښئ او په خپل مخ یې مسح کړئ.» په داسې حال کې چې حضرت ام المومنین ام سلمه رضی الله عنها دغه پېښه د پردې تر شا څارله، کله چې رسول الله صلی الله علیه و سلم دواړه راوغوښتل او ویې ویل: «له دې مبارکو اثارو څخه ځینې خپلې مور (ام سلمه) ته پرېږدئ.» له دې حدیث څخه دا هم ثابتیږي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمنو د حجاب له نزول وروسته په کور کې ناستي وې او له دیني اړتیاو پرته له کوره نه وتل.
د خدای رسول فرمایلي: «لیس للنساء نصیب فی الخروج الا مضطرة»؛ ښځې د کور څخه په وتلو کې هیڅ برخه نلري، مګر دا چې اړتیا وي. په دې حدیث کې راغلي چې د ښځې اصلي ځای کور دی او د اړتیا په صورت کې وتلی شي.
له حضرت علي رضي الله عنه څخه روایت دی چې هغه وویل: یوه ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کې وم چې هغه له صحابه کرامو وپوښتل: د ښځې لپاره څه شی غوره دی؟ صحابه کرام غلي شول او هیچا ځواب ورنه کړ. کله چې کور ته راغلم نو له حضرت فاطمې رضي الله عنها مې وپوښتل. هغې ځواب راکړ: د ښځې لپاره له دې نه غوره بل څه نشته چې نه هغه بل سړی وویني او نه بل سړی هغه وویني. دا ځواب مې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل، رسول الله صلی الله علیه و سلم هغه وویل وفرمایل: «هغې رښتیا ویلي دي، یقینا هغه زما برخه ده.»
ښځې د نارینه وو لپاره تر ټولو لوی فتنه دي؛ کله چې دوی خپل ځان ښکاره کړي او ډیر وخت له کوره بهر تیر کړي، نو شیطان کولی شي په اسانۍ سره خلک په دې لوی فتنې کې راولي او له سمې لارې څخه یې وباسي. په جامع ترمذي کې له حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «إذا خرجت من بیتها استشرفها الشیطان»؛ «کله چې ښځه له کوره راووځي نو شيطان ورته ګوري (د مسلمانانو په منځ کې د فساد د خورولو وسيله ګرځوي). په دې حدیث کې ابن خزیمه او ابن حبان دا لاندې جمله نقل کړې ده: «اقرب ما تکون من وجه ربها وهی قعر بیتها»؛ یعني ښځه خپل خدای ته نږدې کیږي کله چې هغه په کور کې پټیږي.
د دې شیانو په نظر کې نیولو سره، اسلامي شریعت د ښځو لپاره په کور کې د پاتې کیدو او له اړتیا پرته د کور څخه د وتلو تاکید کوي. له همدې امله “د اشخاصو حجاب یا په کور کې پاتې کېدل” تر ټولو غوره حجاب بلل شوی دی.
-
د برقعې او نقاب کارول
د حجاب دوهمه درجه د برقعې (بوغرې) کارول دي. کله چې ښځې له ضرورته بهر وځي نو د شريعت له مخې دوی باید بوغرې ووهي او ټول بدن دې پټ کړي. د دې لپاره چې د دوی د بدن هیڅ برخه ښکاره نشي. د حجاب دغه درجه په قرآن کې هم تاکید شوې ده. الله جل جلاله فرمايي: «يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ»؛ یعني: «ای پیغمبره! خپلو پاکو میړونو او پاکو لوڼو او ټولو مسلمانو ښځو ته امر وکړه چې خپل جلبابونه واغوندي. (جلباب یوه لوی څادر دی چې ښځه په کې د سر څخه تر پښو پورې پوښل کیږي.)
ابن عباس رضي الله عنهما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایي« أَمَرَ اللَّهُ نِسَاءَ الْمُؤْمِنِينَ إِذَا خَرَجْنَ مِنْ بُيُوتِهِنَّ فِي حَاجَةٍ أَنْ يُغَطِّينَ وُجُوهَهُنَّ مِنْ فَوْقِ رُؤُوسِهِنَّ بِالْجَلَابِيبِ وَيُبْدِينَ عَيْنًا وَاحِدَةً»؛ ژباړه: «الله جل جلاله مسلمانو مېرمنو ته امر کړی دی چې کله د اړتیا له مخې له کوره ووځي نو پر سر دې حجاب ولګوي او مخونه دې پټ کړي او یوازې یوه سترګه دې خلاصه پرېږدي چې لاره وویني.
-
د مخ او لاسونو پرته د ټول بدن پټول
د حجاب دریمه درجه د مخ او لاسونو پرته د سر څخه تر پښو پورې ټول بدن پوښل دي. په دې اړه علماء او فقهاء اختلاف لري. مګر د راجح قول، د مخ او لاسونو په شمول ټول بدن پوښل دي. ځکه دا مسله توضیحات لري او د هغې بشپړ جزیات به تعقیب شي ان شاء الله.