لیکوال: زید
د الله توره «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (څلور دیرشمه برخه)
د حضرت خالد لیک د کسری وزیرانو ته
امام ابن کثیر رحمه الله په خپل تاریخ کې لیکي: وروسته له هغه چې سیدنا خالد رضي الله عنه څخه وروسته د کسری (ایران پاچا) واکمنانو او وزیرانو ته چې د مدائن په خاوره کې میشت وو، یو لیک ولیکه چې د هغه متن په لاندې ډول دی: “د خالد بن ولید له لوري، د فارس استازو او واليانو ته، د خدای سلام په هغه چا چې لارښوونه مني او له هدایت څخه پیروي کوي؛ اما بعد، شکر او ستاینه د هغه خدای لپاره دي ستاسو پاچاهي یې واخیسته او ستاسو مکر او دوکه یې بې اغیزې کړله، هغه څوک چې زموږ د لمانځه په څېر لمونځ کوي او زموږ قبلې ته مخامخ کېږي او زموږ ذبیحه خوري؛ نو دا کس مسلمان دی په دې ځانګړتیا چې هر څه چې موږ ته ګټه رسوي، د هغه په ګټه هم دي او څه چې موږ ته ضرر رسوي د هغه په زیان هم دي؛ خو له دې وروسته ای د ایران امیرانو او وزیرانو! کله چې زما دا لیک تاسو ته درشي او تاسو ته ورسیږي؛ نو تاسو ما ته ضمانت راولیږئ او له ما څخه ذمه او امن وغواړئ (او په بدل کې یې جزیه ورکړئ) که تاسو دا کار ونه کړئ؛ نو په هغه سپیڅلي ذات مې قسم ده چې له هغه پرته بل معبود نشته، زه به تاسو ته داسې لښکر دراستوم چې مرګ داسې خوښوي لکه څنګه چې تاسو ژوند خوښوئ.
کله چې په مدائن کې د کسرا واليانو او وزيرانو دا ليک ولوست، ډېر حيران شولاو د حضرت خالد د مقابلې لپاره يې جدي تدبيرونه ونيول.
د کوفې د ښار قاضي حضرت امام مغیره بن عیینه رحمه الله فرمایي: د دې لیک له لیږلو وروسته حضرت خالد رضی الله عنه د لارې په اوږدو کې په دریو ډلو وویشل او هیڅ یو هم له یوې لارې دننه نه شول بلکې هغوی ټول په مختلفو لارو عراق ته ننوتل.
حضرت خالد رضي الله عنه دغه لښکر په دريو ډلو ویشلی و، په هغو کې يې هوښيار او ځیرک قوماندانان او لارښودان وټاکل او هر ډله يې په جلا جلا توګه ولیږله؛ څرنګه چې حضرت مثنی د لومړۍ فرقې امیر وټاکل شو او لارښود یې ظفر نومیده، دا ډله له نورو دوه ورځې مخکې روانه شوه.
حضرت عدي بن حاتم د دوهمې ډلې د امير په توګه وټاکل شو او لارښود يې د مالک ابن عباد په نوم يو کس و چې دا ډله له لومړۍ ډلې يوه ورځ وروسته او له بلې ډلې يوه ورځ مخکې عراق ته ولاړه
حضرت عصام بن عمرو رضی الله عنه د دریمې ډلې امیر وټاکل شو او لارښود یې یو بل کس و چې سلیم ابن نصر نومیده، دا ډله له نورو دوو ډلو وروسته رهي شوه.
او په اخره کې حضرت خالد رضي الله عنه له ټولو وروسته روان شو او د هغه لارښود رفیع نومیده، دوی ټولو په ګډه لاره سفر کړی و او عراق ته نږدې د حفیر په نوم په یوه ځای کې سره راټول شول. او له هغه ځایه یې د دښمن لاره بنده کړه او د عملیاتو اجازه یې ورنکړه.
په عراق کې د کسری استازي هرمز ته د خالد رضی الله عنه ځانګړی لیک
وروسته حضرت خالد رضي الله عنه په هغه خاوره کې د کسرا د جګړې قوماندان هرمز ته یو لیک ولیکه او د جګړې په اړه یې ورته خبر ورکړ، هغه هم د کسرا زوی چې «شیري» نومیده او د شیري زوی ته چې«اردشیر» نومیده، یو لیک ولیکه او له هغوی څخه یې د مرستې او قوت غوښتنه وکړه ، هغوی هم یو لوی او ځواکمن لښکر ور ولیږه؛ له همدې امله د “هرمز ” په شاوخوا کې ډېر خلک راټول شول، هغه ټول ونیول او د “کاظمه” په نوم یوې سیمې ته لاړ.
د هرمز په ښي خوا کې د قباز په نامه يو کس او چپ اړخ ته يې د “انوشجان” په نوم يو بل سړی و، چې دواړه د کسرا له شاهي کورنۍ څخه وو، خپل ټول لښکر يې په زنځیرونو محاصره کړ. د دوی څخه هیڅوک د جګړې له ډګر څخه نه تښتي.
د کسرې په شاهي کورنۍ کې هرمز د لوړ مقام څښتن و، په داسې توګه چې د کسرا په دولتي قانون کې راغلي وو چې هر هغه څوک چې د کسرې په وړاندې کې عزت او کرامت ولري، ډېر ګاڼه به ورته ورکول کیږي او کله چې مقام او رتبه يې نوره هم لوړیږي، نو زيات ګاڼه به ورته ورکول کېږي، هغه هم دا ځانګړتيا درلوده او دومره ارزښتناک تاج يې درلود چې بيه يې يو لک درهم ته رسېده.