لیکواله: ام عایشه
مرجئه (دوه ویشتمه برخه)
سريزه
په دې ليکنه کې غواړو د خلافت او امامت په اړه د مرجئه فرقې نظر او هغه مسايل چې مرجئه په هغه کې اختلاف لري، بیان کړو. دا فرقه په مختلفو مسايلو کې اختلاف لري لکه: د خداى شتون، قضا او قدر، او په دوزخ کې د «فجارو» ابديت؛ څرنګه چې د دوى د رايې او افكار څخه مالومیږي، چې د دوی هر یو يا یې افراط ته مخه کړې او يا هم تفریط ته.
په دې برخه کې به د دې فرقې فکر او نظر په اړه ځيني مسايل څرګند کړو.
د خلافت او امامت بحث د مرجئه و له نظره
دا فرقه په دې باور ده چې د خلیفه نصبول اړین دي او همدا خلک دي چې د شریعت او استدلال په واسطه د حکومت جوړولو اړتیا پیژني او د امام د نصبولو کار پیلوي.
په ابتدا کې مرجئه د راشده خلفاوو په خلافت کې شک نه درلود، دوی په دې اند وو چې امام له غیرقریشو غوره دی. څوک چې د خدای کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو عمل وکړي، د امامت مستحق دی، چې دا د غیلانو په څیر نظر دی.
دوی په دې باور دي چې که څه هم خلیفه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دندو د دوام لپاره ټاکل کیږي، خو که په هغه کې او یا د هغه په حکومت کې فساد وموندل شي، باید صبر ورته وشي. تر څو چې هغه کلمه وایي. موږ باید د هغه ټول فسادونه په زغم سره ومنو او د هغه پر وړاندې له راپورته کېدو څخه ډډه وکړو. په بل عبارت، دوی عقیده درلوده که امام لویه ګناه وکړي، هغه به د مسلمانانو له ټولنې څخه نه ایستل کیږي، او اطاعت یې واجب دی، او د هغه په امامت لمونځ صحیح دی.
ډیری مرجئه، خائن او ظالم مسلمان پاچاهان چې په تاریخ کې یې منفورې څېرې درلودلې، توجیه کوي، او په دې عقیده دي چې دوی په خدای او پیغمبر ایمان درلود (که هغه لفظي اقرار وي یا په زړه کې یا دواړه)، او دوی د اسلام قبله هم مني. نو د دوی د حکمونو اطاعت واجب دی، که څه هم لویه ګناه یې کړې وي، او د قيامت په ورځ به الله د دوی د ګناهونو قضاوت کوي.
د امامت په اړه او دا چې امام بايد کوم صفتونه ولري، مرجئه د نورو فرقو سره توپیر لري. فضل رقاشي، ابو شمر، غيلان ابن مروان، جحم بن صفوان او په مرجئه کې د هغوی ملګري په دې عقیده دي چې هر هغه څوک چې له قرآن او سنت سره بلد وي هغه امام کېدای شي او امامت د امت د عامو خلکو په منلو سره واقع کېږي.
د اهل سنتو نظر
اهل سنت او جماعت په دې عقیده دي چې د امامت یو شرط دا دی، چې باید قریشي اوسي. یعنې امام باید د قریشو له قبیلې څخه وي.
د اهل سنت او جماعت اکثره علماء په دې اند دي چې دا شرط باید موجود وي او صحابه کرامو او د څلورو امامانو مذهب هم په دې خبره اتفاق کړی دی.
په «شرح العقائد النسفیة» کې راغلي دي: امام بايد قريشي وي. او امامت د بني هاشم او د حضرت علي رضی الله عنه اولاد پوري ځانګړی نه دی.
قاضي عیاض رحمه الله وایي: دا شرط چې امام باید له قریشو څخه وي د اکثرو علماوو نظر دی. حضرت ابوبکر او عمر رضي الله عنهم د سقیفه په نوم په یوه ځای کې انصارو ته د دې خبرې لپاره یې دلیل راوړی او له دوی څخه هیچا هم دا حدیث رد نه کړ. علماوو دا مسئله د اجماع په مسائلو کې ګڼلې ده. له سلفو(مخکنیو) او خلفو (وروستنیو) علماو لخوا د دې په مخالفت کې خبره نه ده شوې.»