د الله توره «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (دوه دیرشمه برخه)
خالد رضی الله عنه د عراق د عجم په خاوره کې
په تيره برخه کي د مسلمانانو د لومړي خليفه حضرت صدیق اکبر رضی الله عنه په زمانه کې په بيلابيلو سریو او جګړو کي د حضرت خالد رضی الله عنه د ونډې په هکله بحث وشو.
اوس غواړو د عراق په خاوره کې د هغوی د فتوحاتو او جګړو په اړه بحث وکړو. که څه هم دا مبارزې د صدیقي په دوره کې واقع شوي دي؛ خو دوی په دې سیمه کې ډېر زړورتیا ښودلې ده، نو مناسبه ده چې د هغو لپاره جلا جلا برخې ځانګړې شي.
حضرت خالد رضي الله عنه دومره استعداد او وړتیا درلوده چې په واقعیت کې هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارک قول مصداق ګرځیدلی و هلته چې فرمايي: « خالد د خدای تعالی له تورو څخه یوه توره ده تورې څخه توره ده. »
هو، په حقیقت کې هغه یوه توره وه، چې له پوښ څخه راوتلې وه او بې له ځنډه به یې څیرل کول، هر لوري ته به چې و ګرځول وشوه سمدستي به هلته ورسېده، په هر ډګر کې چې به دننه شوه؛ يقيناً الهي فتح او بری به د هغې ملګرې وه.
خالد رضی الله عنه ته د ابوبکر صدیق رضی الله عنه لیک
حضرت صديق اكبر رضي الله عنه دا ځانګړتياوې په بشپړه توګه په نوموړي کې ليدلې وې او هر ځل يې تجربه كړی و، دا کار باعث شو چې هغه ته په لويو كارونو او چارو کې ونډه او مسئوولیت ور په غاړه کړي؛ کله چې د ارتداد مسئله پای ته ورسېده او د نبوت د دعوې کوونکو فتنې ختمې شوې، مسلمانانو د عربو مختلفو سیمو ته په خوندي توګه سفرونه وکړل او د عراق په ډېرو سیمو کې مېشت شول؛ لکه څنګه چې دوی د ایران نږدې سیمو ته نږدې شوي وو او حتی ډیر مسلمان اتلان لکه المطاني، المزور، سلمه او حرمله په دغو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو، نو حضرت صدیق اکبر رضی الله عنه له دې فرصت څخه ګټه پورته کړه. او د بري او فتح لپاره صادقانه ګامونه پورته کړل له همدې امله يې د امت د مشرانو په مشوره حضرت خالد رضي الله عنه ته يو ليک وليکه او امر يې وکړ چې عراق ته ولاړ شي.
د عراق او ایران له خلکو سره د جګړې لپاره د خالد رضی الله عنه چمتووالی
علامه ابو زید شلبي رحمه الله په خپل کتاب کې لیکي: حضرت خالد رضي الله عنه د صدیقې غږ ته لبیک وویل او د عراق په خاوره کې میشتو اتلانو ته یې یو لیک ولیکه چې ټول مجاهدین د سیند او هند په سرحدونو کې د “ابلا” په نوم سیمه کې را غونډ کړي تر څو چې د هغه خپل لښکر ورسره یوځای شي.
امام طبري رحمه الله په خپل تاریخ کې لیکي: وروسته له دې چې د مسلمانانو د لومړي خليفه خط حضرت خالد ته ورسېد، هغه د يوه مجهز او باعزته پوځ په راغونډولو پيل وکړ؛ تر دې چې تر لسو زرو ډېر تکړه او زړور جنګیالي ورسره ملګري شول.
د هغو څلورو قوماندانانو او اتلانو له ډلې څخه چې پخوا په دې خاوره کې ځای پر ځای شوي وو، هر یو دوه دوه زره کسان درلودل او د خالد رضی الله عنه ټول لښکر اتلس زرو تنو ته رسېده.