شریکول Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp لیکوال: شکران احمدي علماء او په اسلامي بېدارۍ کې د هغوی مسؤلیت (لومړۍ برخه) د اسلامي اُمت د حالت په مطالعه کولو سره دا احساسېږي چې اسلامي اُمت له دوو حالاتو سره مخ دی؛ له یوې خوا یې وضعیت ګډوډ او له ستونزو او کړاوونو سره مخ دی او له بلې خوا د اسلامي بیدارۍ ډېرې نښې څرګند شوي دي، چې په عربي ژبه کې ورته «الصحوة الاسلامیة» ویل کېږي او په جدي توګه یې ذهنونه مشغول کړي دي. کله چې الهي کلام ته وګورو نو پوهېږو چې هغه څه چې په اسلام کې ډېر لوړ ارزښت لري هغه د اسلامي بیدارۍ موضوع ده چې په عقل او فکر ولاړه ده او قرآن عظیم الشان هر ډول کمزوري د عقل د نشتوالي نښه ګڼي. په قرآن کې تدبر او د پیدایښت په اړه فکر کول د ډېرو هغو ستونزو حل دی چې ملت ترې غافل دي؛ د قرآن په ډېرو آيتونو کې د “يعقلون”، “يفقهون”، “يتدبرون” او د هغې مشتق کلمې راځي او له دې څخه دا نتيجه اخلو چې دا مسئله ډېره مهمه ده. همدارنګه کله چې د اُمت د مشرانو قولونو ته غوږ شو د هغه اهمیت ته رسېدلای شو، د مثال په توګه: ابن عباس رضی الله عنهما وایي: «تفكر ساعة خير من قيام ليلة» ژباړه: «د یوې شیبې فکر د یوې شپې له عبادت څخه غوره ده.» نن ورځ اسلامي بېدارۍ(د مختلفو کتنو په پام کې نیولو پرته) په سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او کلتوري برخو کې د ډیری مفکرینو او کتونکو ذهنونه یې مشغول کړي دي، او البته دا بیداري په اسلامي تمدن کې ریښې لري او د دین له اصولو څخه سرچینه اخلي. حقیقت څه شی دی؟ هغه انقلابونه چې په بېلابېلو هېوادونو کې رامنځته شول د هغو هېوادونو د واکمنانو د ظلمونو پایله وه. نن که په منځني ختیځ کې د الله اکبر چیغې اوچتېږي او په اسلامي هېوادونو کې لوی پاڅونونه کېږي، دا ټول د دغو هېوادونو د مشرانو د ناسمو کړنو پایله ده. هغه ظالم واکمنان چې د اسلام په نوم پورته شول، خو د اسلام ریښې یې ووهلې، هغه مشران چې د خپلو مادي او معنوي ګټو لپاره یې د اسلام په نوم له خپل هېواد او ولس سره ستر خیانت وکړ. ډیری دغه مشران د خدای جل جلاله او رسول صلی الله علیه وسلم او د اسلام دین او خپل ملت پر ځای په بهرنیانو او پردیو قدرتونو یې تکیه وه. څرنګه چې دا حرکتونه او ټول هغه حرکتونه چې په راتلونکي کې به ترسره شي، دیني بڼه لري، نو دیني عالمان او مشران باید د دې حرکتونو په رهبرۍ کې د پام وړ رول ولوبوي او د هغه مدیریت په غاړه واخلي. علماء، د الهي پیغمبرانو وارثان: پیغمبر صلی الله علیه وسلم په یو مشهور حدیث کې فرمایلي دي: «العلماء هم ورثةُ الانبیاء، والانبیاءُ لم یورّثوا درهماً ودینارًاً، انما ورثوا العلم، من أخذه أخذ بحظٍ وافر»؛ “علماء د انبیاوو وارثان دي، او انبیاء درهم او دینار نه پاته کوي، بلکې هغه علم په میراث پرېږدي، نو هغه کس چې علم زده کړ، د غټ نصیب خاوند کېدای شي.” د دې حدیث له مخې علما په ټولنه کې د پیغمبرانو رول لري او د هغوی مسؤلیت د پیغمبرانو په غاړه دی. نور بیا…
اسلام په اسلام کې د امنیت ارزښت (درویشتمه برخه) پنجشنبه _21 _نوومبر _2024AH 21-11-2024AD نور یی ولوله