شریکول Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp لیکوال: بشیر احمد احمدي د ځوانانو ارزښت په ټولنه کې (لومړۍ برخه) ځوانان د اسلام له نظره: یقینا ځواني د خدای جل جلاله له نعمتونو څخه ده، ځکه چې په دې موده کې انسان فزیکي او ذهني بلوغ ته رسېږي او د خپل تکامل لوړې کچې ته قدم اخلي. الله سبحانه وتعالی د قرآن عظیم الشان په ګڼو آیتونو کې په نړۍ او اخرت کې د انسان د کرامت او لوړ مقام سربېره د ځوانۍ د دورې ارزښت، د ځوانانو د عزت او په ټولنه کې د ځوانۍ د مسئولیت په اړه وضاحت ورکړی دی. همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځوانانو د مقام او د هغوی د لوړ مقام په اړه هم مهمې لارښوونې کړې دي، چې د عقلي او فقهي دلایلو په رڼا کې روښانه شوې دي. ښکاره خبره ده چې په هره ټولنه کې د انساني ژوند د دوام او د ټولو مادي او معنوي شتمنیو د ساتنې او د ژوند په مختلفو ډګرونو کې د ټولو پرمختګونو لپاره د مادي اسبابو او قوتونو ترڅنګ بشري ځواک په ټولنه کې یوازینی بنسټیز ځواک ګڼل کېږي او په عین حال کې، هغه کسان چې غوره او ډېر اغیزمن دي او په دې برخه کې رول لوبوي، هغه ځوان نسل دی. که د تېرو دورو تاریخ ته یو ځغلنده نظر واچوو، نو په دې به پوه شو، چې ډېری انقلابونه، پاڅونونه، بدلونونه او پرمختګونه د ټولنې د ځوانو طبقو له خوا رامنځ ته شوي او دغه طبقه په ټولنیزه برخه کې د پام وړ رول لوبولی دی. د پورتنیو موضوعاتو په پام کې نیولو او د ځوانانو د موقف په اهمیت په اساس، په زړورتیا سره ویلای شو چې د ځوانانو شتون په ټولنه کې د پرمختګ یو له مهمو عناصرو څخه دی. له همدې امله د ولسونو او دولتونو پام تل ځوانانو ته اوښتی دی او حکومتونه تل هڅه کوي چې دغه نسل د خپلو ګټو لپاره وکاروي. لکه څنګه چې مو مخکې یادونه وکړه، اسلام هم په ځوانانو او د ځوانۍ په دوره باندې ډېر ټینګار کړی او دې دورې ته یې ځانګړی ارزښت ورکړی دی. لکه څنګه چې په لاندې حدیث کې راغلي، یو له هغو محدودو کسانو څخه چې د خدای جل جلاله د عرش تر سیوري لاندې ځای پرځای شوي هغه ځوان دی چې د خالق په عبادت کې را لوی شوی وي: “عن أبي هريرة رضي الله عنه، سمعت رسول الله صَلَّى الله عَلَيه و سَلَّم يقول: سَبْعَةٌ يُظِلُّهُمُ اللَّهُ في ظِلِّهِ، يَومَ لا ظِلَّ إلَّا ظِلُّهُ: الإمَامُ العَادِلُ، وشَابٌّ نَشَأَ في عِبَادَةِ رَبِّهِ، ورَجُلٌ قَلْبُهُ مُعَلَّقٌ في المَسَاجِدِ، ورَجُلَانِ تَحَابَّا في اللَّهِ اجْتَمعا عليه وتَفَرَّقَا عليه، ورَجُلٌ طَلَبَتْهُ امْرَأَةٌ ذَاتُ مَنْصِبٍ وجَمَالٍ، فَقَالَ: إنِّي أخَافُ اللَّهَ، ورَجُلٌ تَصَدَّقَ، أخْفَى حتَّى لا تَعْلَمَ شِمَالُهُ ما تُنْفِقُ يَمِينُهُ، ورَجُلٌ ذَكَرَ اللَّهَ خَالِيًا فَفَاضَتْ عَيْنَاهُ” (بخاری و مسلم). ژباړه: ابوهريره رضي الله عنه وايي: ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل چې فرمایل يې: الله جل جلاله اووه ډلې د خپل عرش تر سیوري لاندې ځای پر ځای کوي. هغه ورځ چې د هغه سیوري پرته بل سیوری نه وي: ۱- عادل امام. ۲- هغه ځوان چې د الله تعالی جل جلاله په عبادت کې لوی شوی وي. ۳- هغه سړی چې زړه یې له جومات سره تړلی وي. ۴- هغه دوه کسان چې د الله (جل جلاله) د رضا لپاره یې یو له بل سره دوستي کوله، په همدې موخه سره راټول او له یو بل څخه جلا شول. ۵- هغه سړی چې د یوې ښکلې او با نسبي ښځې له خوا د زنا کولو بلنه ورکړل شي، خو په ځواب کې ورته ووایې: زه له الله څخه وېرېږم. ۶- هغه څوک چې صدقه په داسې پټ ډول ورکړي چې چپ لاس يې د ښي لاس د صدقې نه خبر نه وي. ۷- هغه څوک چې په پټه کې الله تعالی جل جلاله یادوي او له سترګو یې اوښکې روانې وي. له همدې امله د ځوانۍ پړاو د انسان د ژوند له طلايي دورې څخه ګڼل کېږي، له همدې امله اسلام د ځوان د نسل ښوونې او روزنې ته ډېره پاملرنه کړې ده؛ ځکه چې په دې دوره کې د هر انسان شخصیت وده کوي، هر انسان له هغو مسائلو سره لاس او ګرېوان وي، چې په ځوانۍ کې يې زده کړي وي، او د ژوند تر پايه به په همدې شخصيت سره مخ ته ځي…
متفرقه مېرمنو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم سپارښتنې (درېیمه برخه)شنبه _14 _دسمبر _2024AH 14-12-2024AD نور یی ولوله
متفرقه مېرمنو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم سپارښتنې (دویمه برخه)شنبه _14 _دسمبر _2024AH 14-12-2024AD نور یی ولوله