لیکوال: محمد عاصم اسماعیلزی


اعتدال (څلورمه برخه)

په فکرونو کې اعتدال:
د انسان د ټولو پرېکړو سرچینه د هغه فکر ده. که د فکر اعتدال ولري، چلند به يې هم له اعتدال سره وي او که فکرونه يې د اعتدال په نشتوالي په ناروغۍ اخته وي، نو عمل به يې هم له افراط او تفریط سره وي.
په عمل کې اعتدال:
عادلانه کړنه، یوازې د اعتدال د فکر پایله ده او مؤمنان د خپلو افکارو او باورونو په سمولو سره خپل عملونه تنظیموي او په هېڅ شي کې افراط او تفریط ته مخ نه کوي.
د اسلامي رواياتو، احکامو او قوانینو په پراخه پيمانه د مسلمانانو د ټولو شخصي او ټولنيزو چارو د عدالت او اعتدال په محور کې نظم برابروي او د ظلمونو مخنيوی کوي.
په خوب او خوراک کې اعتدال:
د انسان عقل حکم کوي چې هر ژوندی موجود باید د اړتیا په اندازه د خوړو سرچینې وکاروي او په ورته وخت کې، په خوړو کې هر ډول زیاتوالی زیانمن او غیر معقول دی.
قرآن کریم په دې باب کې فرمايي: «وَكُلُوا وَاشْرَبُوا وَلَا تُسْرِفُوا إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ»؛ «وخورئ او وڅښئ خو اسراف مه کوئ ځکه چې الله تعالی جل جلاله اسراف نه خوښوي.» د اعراف د سورت په ۳۲ آیت کې الله تعالی جل جلاله د هغو کسانو غندنه کوي چې له حده وتلي او لذیذ او خوندور خوراکونه او څښاک یې حرام کړي دي: « قُلْ مَنْ حَرَّمَ زِينَةَ الله الَّتِي أَخْرَجَ لِعِبادِهِ وَالطَّيِّباتِ مِنَ الرِّزْقِ قُلْ هِيَ لِلَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَياةِ الدُّنْيا خالِصَةً يَوْمَ الْقِيامَةِ كَذلِكَ نُفَصِّلُ الْآياتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ»؛  د سوره انعام په ١٤١ آيت کې د مختلفو ميوو له خوړلو وروسته له زيات مصرف (اسراف) څخه منع شوې ده.
په کار او عبادت کې اعتدال:
انسان یو دوه اړخیز مخلوق دی او باید خپل فزیکي او معنوي اړتیاوې د مشروع او معقول لارو چمتو کړي. د بدن او مادي اړتیاوو ته دې پام وکړي، د روح په وده او اصلاح کې دې هڅه وکړي، د آخرت خیال وساتي او دنیا دې ضایع نه کړي.
ریښتیني مؤمنان خپل ژوند د دنیا او آخرت ترمنځ ویشي او د هر یوه لپاره د اړتیا په اندازه وخت ټاکي، هم خپل دُنیايي کارونه په ډېر ساده او عزتمنده توګه مخ ته وړي او په مینې محبت سره خپل عبادتونه کوي او ځان اخرت ته تیاروي، هېڅ یو د هغه بل لپاره نه فدا کوي: «وَ مِنْهُمْ مَنْ يَقُولُ رَبَّنا آتِنا فِي الدُّنْيا حَسَنَةً وَ فِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَ قِنا عَذابَ النَّارِ»؛ «او ځينې نور بيا وايي: خدايه! موږ د دنیا او آخرت له نعمتونو برخمن کړه او د دوزخ له عذابه مو وساته.»
د دین په تبلیغ کې اعتدال:
د دین تبلیغ د هر مسلمان له اساسي اصولو څخه دی او د هر مسلمان دنده او وظیفه ده چې د اسلام د رحمت دین تبلیغ کړي او د الهي حجت تر بشپړیدو پورې یې نورو ته ورسوي، مګر دا اړینه ده چې په دعوت کې ټول ټولنیز دودونه پر ځای کړي؛ ځکه نورو ته د هوښيار فکر او سم چلند بلنه هغه وخت ګټوره تمامېدای شي چې له هر ډول بې احترامۍ او غیر اخلاقي چلند او په ټولنیزو آدابو کې له زیاتیو څخه لرې وي. په تبلیغ کې، یو څوک باید د اعتدال لاره تعقیب کړي او له اساساتو څخه انحراف ونه کړي. دا پدې مانا ده چې یو شخص باید خپل ځان داسې کړي چې خلک یې په لیدلو خوشحاله وي او د هغه خبرو ته غوږ ونیسي.
نو له دې اصولو سره هر ډول مخالفت به د دعوت او تبلیغ په معنا او مفهوم کې مخالف وي او باید داسې خبري ونه شي چې خلک یې وا نه وري، یا پرې پوه نه شي او یا هم داسې هم نه وي چې خلک یې د لیدلو توان ونه لري.
نور بیا…
Leave A Reply

Exit mobile version