قناعت هغه اخلاقي صفت؛ چې د خزانې په څېر ارزښتناک دی او د انسان ژوند ته ښکلا ورکوي او نه شتون یې د حرص او طمعې سبب کېږي او په پایله کې یې ژوند ګډوډېږي.
خپل ژوند په قناعت سره ښکلی کړئ.
په قناعت سره به د ننني ژوند ډېرې ستونزې حل شي؛ قناعت د خلکو د ژوند په ثبات کې یو مهم اصل ګڼل کېږي؛ ځکه چې دا د انسان د ډېرو غوښتنو په وړاندې یو قوي خنډ او مانع دی ترڅو په هغه څه چې خدای جل جلاله ورکړي د زړه له تله رضایت پرې ولري، که څه هم له بده مرغه په دې اصل، عمل کول خورا ضعیف شوی او خپل رنګ یې له لاسه ورکړی دی.
ناسمې او غیر شرعي سیالۍ د قناعت د له منځه وړلو لامل؛
د خلکو ژوند ته په کتلو سره دا په آسانۍ پوهېږو چې په سیالۍ کې زیاتی د یو اصل په توګه د قناعت پر وړاندې ولاړ دې او د خلکو په ژوند کې د توازن د ګډوډۍ لامل شوی دی؛ دا ناوړه او ناخوښ صفت هر چیرې چې وي د قناعت د له منځه وړلو سبب ګرځي.
قانع اوسېدل یعنې څه؟
قانع اوسېدل یعنې دا چې الله تعالی جل جلاله خپل بنده ته هر څه ورکړي وي، په هغه د زړه اطمینان ولري.
په کومه کورنۍ کې چې قناعت وي، ډېرې نيمګړتياوې او ستونزې به يې نه تر سترګو کېږي او ژوند به يې له مينې او خوږوالي سره مل وي او له قناعت سره به يې په ژوند کې سوله او هوساینه وي.
د انسان په فردي ژوند کې هم همداسې ده، که انسان په هغه څه راضي وي، چې لري او څه چې په تقدیر کې دي، هغه ومني، د دنیا غوښتنې احساس یې له منځه ځي، او که لاس دې د خپل په جیب کې وي او د نورو لاسونو او جیب ته پام ونکړې، که لږ مصرف کوې، که نه غواړې چې په چا ملامت شې، سر پورته کړه او ووایه چې زه له الله پرته بل چا ته اړتیا نه لرم نو تل به ویاړمن او پتمن و اوسې.
نو اړتیا او قناعت د شتمنۍ په څېر دی. که تاسو ډېر سره زر او ګاڼه لرئ او تاسو ډېرو پیسو ته اړتیا لرئ، تاسو به لالهانده شئ، دا ټول د یوې پیسې ارزښت نلري او تاسو به خپل ژوند تباه کړئ.
قناعت لرونکی انسان په لږ څه هم مړېږي، خو حریص سړی مړښت نلري!.
څرنګه چې د ټولنې د خلکو په منځ کې د قناعت روحیې شتون د هغې ټولنې د خلکو لپاره د باطني سکون سبب ګرځي او ټولنه له ځینو اخلاقي خرابیو څخه ساتي او د ډېرو ناخوالو او جرمونو د مخنیوي لامل ګرځي.
نو هر څه چې خدای راکړي هغه به موږ راضي او خوشحاله کړي.
بېشکه په هغه څه کې حکمت شته چې خدای موږ ته راکړی دی او په هغه کې هم حکمت دی چې هغه موږ ته نه دی راکړی، ځکه چې موږ انسانان د شیانو ظاهري بڼه ګورو او کېدای شي موږ شیان خوښ کړو او هغه زموږ لپاره د بدۍ لامل وي.
[او کېدای شي تاسو له یو څه څخه کرکه ولرئ او هغه ستاسو لپاره ښه وي او تاسو د یو څه سره مینه لرئ او هغه ستاسو لپاره بد وي او خدای جل جلاله پوهېږي او تاسو نه پوهیږئ].
قناعت، په لږ رضایت او د ژوند او عوایدو ښه تدبیر او پلان کول دي پرته له دې چې د دنیا د هغې د متاع د ترلاسه کولو په لاره کې زیاتی وکړو.
قناعت له قنع څخه اخیستل شوی او په لږ بسنه کول او د اسراف او زیاتي ضد ده.
یا قناعت په لغت کې په هغه څه راضي کېدل چې د انسان روزي او په قسمت کې یې ده.
رضایت په لږ او کم.
په شرعي اصطلاح کې: هغه صفت او ځانګړتیا ده چې په تکرار او تمرین سره په انسان کې د یوې ملکې په توګه رامنځته کېږي چې په لږ شي د رضایت او بسیاینې او له زیاتي څخه د نفس د منع کولو باعث کېږي.
یا قناعت په اصطلاح کې هغه حالت دی د نفس لپاره چې په حاجت او اړتیا وړ شیانو د انسان د بسنې باعث شي.