لیکوال: ډاکټر فضل احمد احمدي
هندوېزم (اوومه برخه)
پایله
د دې لیکنې په پای کې ځینې اساسي ټکي په ګوته کولی شو:
لومړی دا چې هندویزم، د یهودیت، عیسویت یا اسلام په توګه پیژندل شوی نه دی. دا دين د کوم شخص یا د خلکو د یوې ځانګړې ډلې لخوا د عقیدې او عمل د واحد په توګه نه دی رامینځته شوی.
دویم، هندویزم د هند د خلکو دين دی. دا دين بنسټيز تعليم نه لري کوم چې د هغه جوهر جوړوي او هيڅ سپېڅلی پيغمبر او سپيڅلی کتاب نه لري.
د مختلفو ملاحظاتو له مخې، هندوان د موحد یا مشرک ګڼل کېدای شي او په شخصي، یا غیر شخصي، تنزیهي او یا تشبیهي خدای باندی باور لري او په دې دين کې د ډېرې آسانۍ له امله، د هندو کېدو لپاره، دا کافي ده چې یو کس «هندو» وګڼل شي که چیرې هغه په رسمي توګه بل مذهب ته د خپل بدلون اعلان نه وي کړی.
درېيم، په هندويزم دودونو کې د دودونو بېلابېل پړاوونه او طبقې شته، چې له دې جملې څخه:
شروتي يوه اسماني وحي دي، چې د تېرو سترو عرفا له خوا کشف شوې او د طريقت له لارې راتلونکو نسلونو ته لېږدول شوی دی.
سمريتي: د مقدس کتابونو دغه کټګورۍ د لومړۍ ډلې یا شروتي د سندیت پر بنسټ ولاړ دی.
درمه، د سنسکرت کلمه ده چې معنیٰ یې عدالت، دنده، حقیقت او تعلیم دی او په حقیقت کې دا د سم عمل معنی لري او دا ټولې معناوې پکې شاملې دي.
کاست، پرتګالي کلمه ده چې د توکم معنی لري. کاست یو میراثي او داخلي هندو ټولنیز ډلې ته اشاره کوي چې د ورته ټولنیز دریځ او اقتصادي موقعيت اشخاصو څخه جوړه شوې ده، کوم چې د نورو ټولنیزو ډلو څخه توپیر لري او لږ تر لږه ټولنیز خوځښت لري.
هندویزم خپل ځانګړې پیچلتیاوې لري چې څوک نشي کولی په اسانۍ سره د دوی ټولو اصولو، عقیدو او دودونو ته لاسرسی ومومو. په بل عبارت، په هندویزم کې هره ډله او طبقه خپلې عقیدې او دودونه لري، ممکنه ده چې يوه سیمه له بلې سیمې څخه د پام وړ توپیرونه ولري. په هرصورت، هندویزم یو دين دی چې په ډیرو فرعي څانګو کې ډېری پیروان لري.