لیکوال: محمد الافغاني


اسلام په پرتغال (پرتګال) کې (لومړۍ برخه)

یوه لویه برخه چې نن ورځ په نوې نړۍ کې پرتغال(پرتګال) بلل کېږي، په اندلس کې له ډېرې مودې راهیسې د مسلمانانو تر واکمنۍ لاندې وه.
پرتګال او د هغه خلکو لکه د نورو ډېرو هېوادونو په څېر په دغه هېواد کې د اسلامي کلتور د ګډولو له لارې دغه دین ته مخه کړې وه او پر دې خاوره د مسلمانانو واکمني د اسلام د خپرېدو لامل شوې ده.
په حقیقت کې په پنځلسمه پېړۍ کې د سمندري تګ راتګ په پراخېدو او د اسلامي پوهې او کلتور په اړه د لوېديځ د پوهاوي سره، ختيځ او لوېديځ يو بل ته نږدې شول او خپلې سوداګريزې او ديپلوماتيکې اړيکې يې زياتې کړې.
پرتګال له هغه څخه مستثنا نه وو او دې پروسې ته داخل شو.
سره له دې چې مسلمانان په دغه هېواد کې په اقليت کې دي، خو په دې هېواد کې په بېلابېلو کارونو کې بوخت دي.
د دې هېواد د ډېری خلکو مذهب عیسویت دی(کاتولیک عیسویان)؛ او لکه مخکې مو چې يادونه وکړه، مسلمانان په دغه هېواد کې د نورو عقايدو په څېر لږ(اقلیت) ګڼل کېږي.
په حقیقت کې اسلام په پرتګال کې یو کوچنی مذهبي اقلیت دی او په دغه هېواد کې د مسلمانانو د شتون تاریخ له ۷۱۱ څخه تر ۱۲۴۹ میلادي کلونو پورې رسېږي. په حقیقت کې مسلمانان له ډیرې مودې راهیسې له پرتغال سره اړیکې لري او په تیرو کلونو کې د نن ورځې د پرتغال د خاورې یوه لویه برخه د مسلمانانو تر واکمنۍ لاندې وه او لویدیځ اندلس بلل کېده.
د پرتغال د ملي احصایې د ادارې د سرشمیرنې له مخې چې د ملي احصایې د انستیتوت په نامه یادېږي، د ۱۹۹۱ کال د سرشمیرنې له مخې په پرتغال کې ۹۱۳۴ مسلمانان اوسېدل او په ۲۰۱۶ کال کې په تازه راپورونو کې د مسلمانانو شمېر ۴۰ زره ښودل شوی دی. په حقیقت کې په پرتغال کې د زیاتو مسلمانانو اصلي ټاټوبی د موزمبیق او د ګینه بسائو خلک دي چې یو وخت د پرتغال امپراتورۍ لاندې وو. نور مسلمانان د هند له مهاجرینو څخه جوړ شوي دي. اوس مهال ډېری مسلمانان په لویو ښاري مرکزونو لکه لیسبون، کویمبرا او فارو کې ژوند کوي.
په پرتغال کې د اسلام تاریخي اثار؛
په لیسبون باندې د مسلمانانو واکمني تر څلورو پېړیو زیاته وه او دې واکمنۍ د پرتغالي خلکو په ژبه، کلتور او تاریخ ژورې اغېزې وکړې.
کله چې پرتغال د مسلمانانو تر ولکې لاندې راغی، عیسویانو وکولای شول چې د جزیې په ورکولو سره خپل ژوند، دود او عقاید وساتي.
په حقیقت کې، په لسمه پېړۍ کې، لیسبون د لویدیځ اندلس سیاسي، اداري، اقتصادي او مذهبي مرکز و (د اسلامي حکومت خاوره چې د اسپانیا او پرتغال لویه برخه پکې شامله وه).
لیسبون یوه سیمه وه چې ټوله د ستوبال شبه جزیره، المادا، پالمالا، الکاسر، سینترا او اسیر کلیو ښارونه پکې شامل وو.
لیسبون داسې منطقه وه چې د دوو لویو کلاګانو دیوالونو لخوا احاطه شوې وه، یو په الکاسووا کې، په غونډۍ باندې او بل یې په سیرکامورا کې، د سیند په غاړه. د ډېرو پیړیو په اوږدو کې، او د هغه وخت په جریان کې چې دوی په دې ښارونو واکمن وو، مسلمانانو د لیسبون ښاري جوړښت بدل کړ. په دې ډول چې اداري، سیاسي او نظامي چارې د الکاسووا په کلا کې متمرکزې وې او مذهبي ژوند د جومات شاوخوا او نور کارونه لکه حمامونه، مدرسې او بازار هغه ته نږدې کېدل. په حقیقت کې، د لرغونپوهنې په څیړنه کې به موږ دې پایلې ته ورسېږو چې ډیری ځایونه چې اوس د عیسویانو کلیساګانې او د عبادت ځایونه ګڼل کېږي، د مسلمانانو لپاره جوماتونه او د عبادت ځایونه وو. ډېری لرغونپوهانو دا لاسته راوړنې ترلاسه کړې، چې په ډېرو کیندنو کې لیدل شوي دي.
د پرتغال د تاریخي کلیساګانو بهرنۍ برخې او حتیٰ د هغو ډبرو ډولونه چې په دوی کې کارول کېږي په روښانه توګه د دوی اسلامي تاریخ څرګندوي.
مسلمانانو کلتوري میراثونه درلودل لکه اسلامي هنر او تاریخي اثار لکه جوماتونه.

 

ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version