لیکوال: ابو جریر


منځنۍ پېړۍ (لومړۍ برخه)

لنډیز
له بده مرغه نن سبا ډېر مسلمانان په دې باور دي چې د اسلام د لومړیو مسلمانانو د بریالیتوب راز او په اوسني عصر کې زموږ د کمزورتیا او بې کفایتۍ لامل د اخلاقو ضعف، په عباداتو کې سُستي، تزکیه نفس ته نه پاملرنه او داسې نورې قضیې دي، چې ټول یو فردي اړخ لري چې په چاپیریال او د چاپیریال په ساتونکي باندې هیڅ تړاو نلري؛ د خلکو د دې غلط فهمۍ اصلاح په ټولنه کې د فساد تر څنګ د اسلامي اُمت اصلي ضعف ګڼل کېږي، همدارنګه په سياسي او اقتصادي اړخ کې د اسلام پرېښودل، د ولاء او براء پرېښودل او له اسلام څخه لیروالی، چې نه تمدن ګڼل کېږي او نه وده. د اسلام د حاکمیت د نشتوالي له امله د اسلامي اُمت ټولې مادي شتمنۍ د کفارو له خوا یرغمل شوي او د اسلامي اُمت د ډېرو طبیعي زیرمو د استخراج اداره یې په لاس کې اخیستې ده. نو د تېر په څېر بايد اسلام زموږ د ژوند مرکز وي، تر څو نه يوازې زموږ له تمدن څخه نور خلک هم ګټه پورته کړي، بلکې ځانونه هم وژغورو او نور هم وژغورل شي.
کلیدي کلمې: منځنۍ پیړۍ، تمدن، اروپا، لویدیځ او اسلام.
مقدمه؛
د نړۍ تاریخ ته په لنډه کتنه سره معلومیږي چې هغه وخت چې انسانیت په خورا بد حالت، ګډوډۍ او بدبختیو کې ډوب و، اسلامي امت د تاریخ په اوږدو کې د بشریت لپاره زرین او بې ساري تاریخ درلود. په مختلفو برخو کې: تمدن، کلتور، ټیکنالوژي، ساینس، اختراعات او ستورپوهنه(نجوم) کې یې لویې لاسته راوړنې درلودې. په هغه زمانه کې تر ټولو زیات مسلمان اختراع کوونکي او مفکرین راڅرګند شول او په خپلو علمي کشفونو سره یې نړۍ ته غوره کشفونه او اختراعات وړاندې کړل، چې حتیٰ غیر مسلمانان هم د دې زرین دور شاهدان او تصدیقونکي دي. د بشریت په تاریخ کې اسلامي ملت د تمدن او کلتور په ډګر کې ستر مقام پریښی دی او د تاریخ په اوږدو کې یې له کلونو کلونو راهیسې انسانان د تمدن، ساینس او ​​ټکنالوژۍ په لاره کې په اغیزمنه توګه رهبري کړې ده، او تر دې حده رسېدلې ده چې منځنۍ پېړۍ د اروپا د خلکو لپاره توره پېړۍ وه، نه د مسلمانانو لپاره. خو نن ورځ په ښوونځيو او پوهنتونونو کې د مسلمانو ماشومانو لپاره دا ښودل کېږي چې منځنۍ دوره د بشريت لپاره توره زمانه ده او دا ښودل کېږي چې يوازې هغه خلک چې انسانيت ته يې تمدن او پرمختګ راوړی و، د اروپا خلک دي. دا چې دا د اسلامي ملت پر بدن او د بشریت د تاریخ د جعل لپاره لویه ضربه ده او له کلونو راهیسې په پوهنتونونو او په ځانګړې توګه د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځيو او نورو تعلیمي موسسو کې غیر اسلامي فکر تدریس کیږي. او د دوی د خبرو له محتوا څخه معلومېږي چې تمدن او پرمختګ په اروپا کې زیږیدلی دی.
نور بیا…
Leave A Reply

Exit mobile version