لیکوال: ابورائف


سیکولاریزم (دوهمه برخه)

د سیکولارېزم ماهیت، تاریخ او د هغه پایلې
د هر حرکت او د هغې د اهدافو او غوښتنو د سم او ژور درک کولو لپاره، اړینه ده چې لومړی د حرکت مفهوم وڅیړل شي او په هغه کې کارول شوي اصطلاحات او تشریحات و ارزول شي. دا به څیړونکي ته دا وړتیا ورکړي چې د هغه حرکت په اړه قضاوت او پریکړه وکړي، او په هغه باندي به سمه رڼا واچول شي.
په دې موضوع کې به لومړۍ د «سیکولارېزم»، «علمانیت»، «د دین او سیاست جلاوالی» او «نړیوالتوب» چې مشهور شوي وڅېړو او مفهوم به یې معلوم کړو.
د سیکولارېزم تعریف؛
سیکولاریزم secularism  یوه لاتیني کلمه ده چې معنا یې نړۍ پالنه، مادياتو ته پاملرنه او مادیت دي، خو دا کلمه په عربي ژبه او د عرب ژبو په حلقو کې په غلطه توګه د “العلمانیه” په کلمه ژباړل شوې چې معنا یې «علمپالنه» ده. د دغه حرکت ادعا کوونکي د ساینس، پوهې او حکمت ادعا کوي او دوی په دې باور دي چې دا حرکت د ساینس په لور یو حرکت دی.
په حقیقت کې په اسلامي نړۍ کې دا کلمه باید د “علمانیت” یا کومې اصطلاح په توګه ونه ژباړل شي چې ساینسي اړخ ولري، مګر د هغې سمه معنا او ژباړه “لادینیت” او “الحاد” ده. ځکه چې د دې حرکت ماهیت او حقیقت د انسان د وجود له ټولو برخو په تېره بیا سیاست او حکومت څخه د دین د لرې کولو لپاره هڅه کوي.
دا حقیقت د سیکولار خلکو او د دې غورځنګ د بنسټ ایښودونکو او مبلغینو لخوا په ورکړل شوي تعریفونو، تاریخ او لاملونو له لارې درک کېدی شي.
د بریتانیا دائرة المعارف د secularism په تعریف کې لیکي: «دا حرکت یو ټولنیز حرکت دی چې موخه یې د آخرت څخه د خلکو پام اړول او دغه نړۍ ته پام رااړول دي. ځکه چې د منځنيو پېړيو خلکو د نړۍ څخه د مخ اړولو او د خدای جل جلاله د ذات او آخرت د فکر کولو کې لوی رغبت درلود او د دې رغبت په مقابل کې سيکولارېزم ځان د انساني خواهشاتو د ودې له لارې وړاندې کړ او له دې وروسته د تاریخ په اوږدو کې سیکولارېزم یو حرکت و چې هغه د دین او مذهب، په ځانګړې توګه د عیسویت خلاف شو.»
د ویسټر لغتنامه سیکولاریزم داسې تعریفوي: «سیکولاریزم هغه عقیده ده چې دین له حکومت، تعلیم او اخلاقو څخه جلا کوي، او دا ټول شیان د کلیسا او مذهبي بنسټونو له نفوذ څخه لیرې دي او خلک پدې باور لري چې عقل د هغه د نجات سرچینه ده نه دین او د دې عقیدې له لارې ټول غیبي شیانو څخه انکار کوي.»
د “اکسفورډ” قاموس هم دغه ماده داسې تعريفوي: «دا خوځښت په دې باور دی چې د دین لپاره مناسبه نه ده چې د اخلاقو، تعليم او ارزښتونو بنسټ وي او سيکولاريزم یعني:  حکومتونو ته د  کليساګانو د شتمنيو سپارل د لنډمهاله چارو خدمت لپاره.»
“نو نړیوال معجم” دا په لاندې ډول تعریفوي: « سیکولارېزم په ژوند کې هغه حرکت دی چې پر دې بیسټ ولار دی چې دین او د هغه ارزښتونه باید په حکومت کې مداخله ونه کړي. علمانیت د اخلاقو په ډګر کې یو ډول ټولنیز نظام دی چې د اخلاقي ارزښتونو د رامینځته کولو په نظر کې نیولو سره د معاصر ژوند او ټولنیز منلو معیارونو پر بنسټ ولاړ دی، نه د دین او د هغه تعلیماتو باندې.»
مستشرق “آرتور اربري” د دې مادې په تعریف کې لیکي: “علماني، انساني او د طبیعت پالنې مادیت، چې دا ټول د بې دینۍ او الحاد مختلف ډولونه دي او بې دیني د اروپا او امریکا خاصي ځانګړني دي.”
هغه تعریف چې په مسلمانانو کې مشهور شوی دی.
البته، د سیکولارېزم تعریف چې د معاصرو اسلامي لیکوالانو په کتابونو کې مشهور دی او داسې ښکاري چې دا حرکت له سیاست څخه د دین جلا کول او د حکومت کولو یو ډول دی، خو په حقیقت کې دا تعریف خپل اصلي مفهوم مخاطبینو ته نه وړاندې کوي؛ ځکه چې دا حرکت په ټولو خلکو او ټولو هغو چلندونو باندې تطبيقېږي چې حتیٰ له دولت سره هم تړاو نه لري، نو له اسلامي نظره دا به غوره وي چې دغه حرکت له ژوند څخه د دين جلا کول باندي ونوموو. ځکه چې د دې غورځنګ عمومي ادعا او رښتینې هیله همدا ده او دوی د خلکو د ژوند له ټولو برخو څخه د دین لرې کول غواړي.
په دې موضوع کې له ذکر شوو تعریفونو څخه څرګندېږي چې د سیکولارېزم غورځنګ د انساني ژوند په ټولو اړخونو کې یو نظر لري او په یو ډول د بشریت په ژوند کې د عمومي بدلون په لټه کې دی. هغه که دیني وي یا اخلاقي، ټولنیز وي یا اقتصادي یا د ژوند نور اړخونه.
نور بیا…
Leave A Reply

Exit mobile version