د اسلام مبارک دين د یو کلتوري او ايډيالوژۍ د اصل په توګه تل د خپلو پيروانو لپاره په هر ځای کې د خوښۍ او نصرت سرچينه ده او له همدې امله په ډېرو ټولنو کې چلېږي او ډېر خلک دغه پاک او اصلي ثقافت ته مخه کوي.
په حقیقت کې استوني هم یوه له هغو ټولنو څخه ده چې ځینو خلکو د خپل سالم طبیعت له مخې دې الهي دین ته مخه کړې او په پاک زړه یې منلې دی او دا الهي دین د دوی په ورځني ژوند او احکامو کې رنګین رول لري.
استوني په اروپا کې یو له کوچنیو مسلمانو ټولنو څخه ده، چې د ۲۰۱۱ کال د سرشمېرنې له مخې په استوني کې د اسلام د منونکو کسانو شمېر ۱۵۰۸ تنه وو چې د ټول نفوس ۱۴٪ سلنه جوړوي.
دا هېواد د بالتیک په سیمه کې تر ټولو کوچنی او شمالي هېواد دی او د فنلاند د خلیج په سویلي ساحل کې د ډېرو جزیرو څخه جوړ دی چې په 1940 کې د شوروي اتحاد سره یوځای شوی و او په 1991 کې یې بېرته خپلواکي ترلاسه کړه.