په تمدن کې د رسول الله صلی علیه وسلم کړنې (اتمه برخه)
الف. د قانون او د خلکو د مال په ساتنه کې قاطعیت(پرېکړه کول)؛
پخواني ټول شریعتونه د ژوند، مال، کرامت او ناموس په ساتلو متفق دي؛ خو اسلام يې په دغه مسئله کې ډېر دقت کړی دی، د مثال په توګه: د بنو مخزوم د قبيلې يوې ښځې غلا وکړه، کله چې يې قضيه د اسلام پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته وسپارل شوه، نو هغې ته يې د سزا ورکولو امر وکړ، چې سزا یې لاس پرېکول وه.
د بنو مخزوم قبیلې، اسامه بن زيد په نوم يو صحابه چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته تر ټولو زيات محبوب و، ولېږه، چې د قبیلې حیثیت تر سوال لاندې را نه شي، خو رسول الله صلى الله عليه وسلم په ټينګ هوډ سره وفرمايل: «یا اُسامه أتشفعُ في حدٍّ من حدودِ اللهِ. ثم قام فخطب، فقال: إنما هلك الذين قبلَكم، أنهم كانوا إذا سرق فيهمُ الشريفُ تركوه، وإذا سرق فيهمُ الضعيفُ أقاموا عليه الحدَّ، وأيمُ اللهِ لو أن فاطمةَ بنتَ محمدٍ سرقتْ لقطعتُ يدَها.».
«اې اسامه! آیا ته د خدای جل جلاله په حدودو کې شفاعت کوې (یعنې د الهي قانون په نه پلي کولو کې؟ په حقیقت کې د پخواني اُمتونو(چې هلاکت شوي) د هلاکت لامل دا و چې که چیرې یو لوړپوړي ټولنیز مقام والا که غلا کړې وای، هغه به پرېښود او که یو ضعیف کس (چې ټولنیز حیثیت یې نه درلود) غلا کولی، نو دوی به په هغه باندې حد لګاوه، نو په خدای جل جلاله قسم که د محمد صلی الله علیه وسلم لور فاطمه غلا وکړي، پلار به یې لاس پرې کړي.»
لکه څنګه چې د غرب په سرمایه دارۍ نظام کې د جاهلیت دودونه د خپل تمدن په جامو کې پوښل شوي او په انساني ټولنو کې خپرېږي.
ب. د الهي قانون په تطبیق کې مساوات او برابري؛
یو یهودي سړي او ښځې زنا وکړه، په داسې حال کې چې په تورات کې د زنا حکم موجود وو، دوی غوښتل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته لاړ شي او رسول الله صلی الله علیه و سلم هغوی ته معذوریت ورکړي او قانون پلی نه کړي. خو کله چې دوی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلل نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: الهي قانون د مسلمان او غیرمسلمان تر منځ توپیر نه کوي. کافر او ټول د شریعت په وړاندې برابر دي او هغو ته یې ور پام کړه او ویې ویل: آیا په تورات کې داسې حُکم نشته؟ هغوی وویل: نه! هغه وویل: د تورات یوه نسخه راوړئ. کله چې یې راوړه، څرنګه چې تورات په سریاني ژبه لیکل شوی، نو ویي ویل: پخپله یې ولولئ. هغه کس چې قرائت کاوه نو خپل لاس يې د سنګسار پر آيت باندي کېښود او له دې آيت څخه مخکې او وروسته آيات يې تلاوت کړ او عبدالله بن سلام چې تازه يې اسلام قبول کړى وو، و د هغوى په ژبه پوهېده، هغه ته یې وويل: خپل لاس پورته کړه. كله چې يې لاس ليرې كړ، نو د لاس لاندې يې د سنګسار آيت تر سترګو شو، دلته رسول الله صلى الله عليه و اله و صاحبه و سلم دواړو ته د سنګسار كولو امر وكړ.
ج. رسول الله صلی الله علیه و سلم د غیر مسلمانانو وکیل د مسلمانانو د قانون ماتولو په صورت کې؛
هغه مُبارک فرمايي: «الا مَن ظلمَ مُعاهدًا، أوِ انتقصَهُ، أو كلَّفَهُ فوقَ طاقتِهِ، أو أخذَ منهُ شيئًا بغَيرِ طيبِ نفسٍ، فأَنا حَجيجُهُ يومَ القيامةِ»؛ ژباړه: څوک چې په یوه معاهد(هغه غیرمسلمان چې د مسلمانانو سره یې تړون کړی وي) سره ظلم وشي او یا د هغه له وسه یې پورته ګټه ځیني واخیستل شي، او یا د هغه مال د هغه له اجازې پرته غصب شي، زه محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم د قیامت په ورځ د هغه وکیل یم او په بل روایت کې راغلي دي: : عَنْ عَبْدِاللَّهِ بْنِ عمر رضياللهعنهما، عَنِ النَّبِيِّ صلیاللهعلیهوآلهوسلم قَالَ: «مَنْ قَتَلَ مُعَاهَدًا لَمْ يَرَحْ رَائِحَةَ الْجَنَّةِ، وَإِنَّ رِيحَهَا لَيُوجَد مِنْ مَسِيرَةِ أَرْبَعِينَ عَامًا»؛ (حضرت عبدالله بن عمر رضي الله عنهما روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چې ذمی ووژني، د جنت بوی به د هغه پوزې ته نه رسېږي، په داسې حال کې چې بوی یې د څلویښتو کالو د لیروالي سره هم پوزي ته رسیږي.)
د. د اساسي قانون تدوین؛
کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې ته د حکومت د جوړولو په نیت هجرت وکړ او یو اسلامي حکومت یې جوړ کړ، نو په مدینه کې د یهودیانو او نصاراوو په څېر ګڼ شمېر ډلې اوسېدلې. “قرآن او سنت” د خلکو د زياتېدونکو ستونزو د حل لپاره د “مدينې تړون” تر نامه لاندې يو قانون جوړ کړ چې د ډېرو دینونو او هم د انصارو او مهاجرينو د سوله ييز ژوند د تضمين لپاره و. په دې قانون کې په واضح ډول راغلي وو چې هغه یهودیان چې جزیه ورکوي معاف دي تر څو دوی د الهي قانون پابند وي، کله چې د الهي قانون څخه سرغړونه وکړي د الهي قانون په اساس مجازات کېږي او جرم یو شخصي عمل دی.