د مرجئه فرقې ته د تمایل د لاملونو او عواملو په اړه مختلف نظرونه وړاندې شوي، په ټولیزه توګه دا عوامل په دوه ديني او غیر ديني ډلو ویشل شوي دي:
۱- دیني عوامل
الف. په دیني مفاهیمو کې ورته والی:
د هر دين د پیروانو تر منځ د داخلي اختلاف او ويشل یو لامل د دین د ماهیت او په هغه کې د استعمال شویو مفاهیمو د تعریف په اړه د نظر اختلاف دی، په اسلام کې د دغو مفاهیمو له جملې څخه د «ایمان» تعریف دی، چې هرې ډلې له دې څخه ځانګړی استنباط کړی، د ايمان او اسلام څخه د مرجئه ډلې تعریف د خوارج د تعریف په مقابل کې له دغو دوو څخه دی او همدا تعارض پخپله د معتزله په شان د فکري جریانونو د راڅرګندیدو لامل شوه.
ب. د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځای ناستي مسئله:
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځای ناستي پر سر اختلاف په مستقیم ډول د ارجاء له فکر سره تړاو نه لري. خو د اسلامي اُمت د رهبرۍ او ځای ناستي په مسئله کې ښکېل کسان د ايمان او کُفر په برخه کې د مختلفو ډلو له انتقادونو سره مخامخ شول چې دا پخپله د اسلامي اختلافاتو د رامنځته کېدو لامل شول. خوارج په سیاسي ناندريو کې ښکیل صحابه کرام او همدارنګه د لوی ګناه مرتکبین کافران ګڼل، شیعه ګانو به د صحابه کرامو تر منځ توپیر کاوه او د صحابه کرامو قضاوت به یې د حضرت علي رضی الله عنه د ملاتړ د معیار پر بنسټ کاوه او بني اميه او ځينو اصحابو د حضرت عثمان رضي الله عنه ملاتړ وکړ. په همدې حال کې مرجئه سوله ییزه طریقه غوره کړه او په سیاسي ناندريو کې د ښکېلو صحابه کرامو په اړه یې د فیصلو او قضاوتونو له صادرولو څخه په ډډه کولو سره په اسلامي ټولنه کې د لوی کناه مرتکب د عقیدې پر بنسټ یوه نوې مفکوره وړاندې کړه. نو ځکه ويلای شو: د مرجئې ډلې د پیدایښت بنسټیز لامل د صحابه کرامو د سیاسي شخړو کې د مختلفو ډلو اختلاف وو. چې په غير مستقيم ډول د رسول الله صلی الله عليه وسلم له ځای ناستي سره تړاو لري.
ج. وسله والې نښتې:
له بلې خوا بېلابېلې شخړې چې د حضرت علي رضي الله عنه د خلافت په وخت کې پيل شوې او په ټولنه کې کله نا کله د کړکېچ لامل کېده. د حضرت علي رضی الله عنه د خلافت په وخت کې جګړې او د مختار بن ابي عبيده ثقفي پاڅون يو له هغو شخړو او کړاوونو څخه وو، چې د جمیل او نهروان په جنګونو کې د حق او باطل په تشخيص د مسلمانو خلکو بې کفایتي، دا چې حق د جنګیالیو لخوا اندازه کيده نه د الهی معیارونو له مخې، په تدریج سره د جنګاليو د ګډوډۍ لامل شو، او دا په حقيقت کې د ارجاء په نوم د فکر د پراختیا او د مرجئه په نوم د یوه جریان د پیل ټکی و.
۲- غیر ديني عوامل
الف. د غیر مسلمانو ملتونو تر اغيرې لاندې راتلل:
د ارجاء د فکر په ظهور کې د هجرت د لومړۍ پیړۍ په مسلمانانو باندې د نورو ملتونو د افکارو اغیزه له پامه نشي غورځول کېدای. د کِرِمِر په وینا: د مرجئه تعلیمات د ختیځ معبدونو له تعلیماتو څخه اغیزمن شوي او د دوی سره تړاو لري. جمیعه هم د یوناني کتابونو تر تاثیر لاندې وه او ځینو بیا د ارجاء مفکوره په ټولیزه توګه د هندوانو او ایرانیانو د اسانۍ مفکوره ګڼلې ده. دا فکري اغیزه، د مذهبي مشرانو ترمنځ هم لیدل کېدای شي. مبعد جهني، چې لومړنی کس دی چې په بصره کې یې د قدر د باور خبره وکړه، دا عقیده یې د عراق له یوه مسيحي څخه زده کړې وه.
ب. د عرب جاهلي میراث سره د ارجاء همغږي:
د جاهلي دور ځانګړنه له دين څخه کرکه او له هر ډول بنديزونو او قوانينو او احکامو څخه تېښته وه. د اسلام سپېڅلي دين د جاهليت د بې نظمه ژوند لپاره شرايط او محدوديتونه وړاندې کړي دي.
د ارجاء فکر، د هر ډول نافرمانۍ او بې نظمۍ د توجیه کولو لپاره یو ډول دیني او عقیدوي وسیله وه، له همدې امله، هم د لاابالو خلکو خوښه وه او هم يې د جاهلي میراث سره موافق او همغږي نه ورلوده.
ج. د امويانو ارجائي افکار:
د اموي واکمنۍ د ارجاء د مفکورې په غوړولو کې رول درلود؛ لومړی، دوی قومونو او غیرمسلمانو لکه یهودانو او عیسویانو ته ډیر ځای ورکړ او دا د دې لامل شو چې دوی خپل افکار او نظریات په مسلمانانو کې خپاره کړي. بله دا چې، لکه څنګه چې وويل شوه، امويانو د جاهليت د دين او عنعناتو په ژوندي ساتلو کې زيار ايستلی و. له همدې امله دوی هم هڅه وکړه چې د مرجئه په شان د هغو افکارو خپاره او ژوندي وساتي، کوم چې د دې میراث سره سمون لري. له بلې خوا، څرنګه چې امویانو د مکې له فتحې وروسته خپل پخوانی دریځ له لاسه ورکړی و، نو دوی د ارجاء مفکورې ته اړتیا درلوده، ترڅو د دې مفکورې پر بنسټ خپل پخواني حالت ته ورستانه شي.