لیکوال: محمد الافغاني


اسلام په قفقاز کې (دویمه برخه)

په حقیقت کې اسلام په ۲۲ هجري کال کې د مسلمانانو له خوا د جنوبي قفقاز له فتحې سره قفقاز ته داخل شو او د پیړیو په اوږدو کې، دغه دین د قفقاز غالب دین شو.
او په دې سیمو کې دا پراختیا په حقیقت کې څلورو تاریخي پړاوونو ته ورګرځي؛
۱- د قفقاز فتحه تر مغولانو پورې:
د اسلام خپرېدل د جنوبي قفقاز د مسلمانانو او اسلامي لښکرو له فتحې سره پيل او د مغول تر يرغل پورې يې دوام وکړ.
په دې پړاو کې مسلمانان په نوښتونو او د اسلامي ځایونو جوړول لکه؛ د جوماتونو جوړول، د ښوونځيو جوړول، د روغتونونو او کاروانونو جوړول او بېلابېلو سيمو ته د مامورينو لېږل د قفقاز په خلکو کې د اسلام د خپرېدو لامل شول.
له تاریخي اړخه که دې مسلې ته له نږدې وکتل شي نو څرګنده کېږي چې له ۹۶۰ کال راهیسې اسلام په قفقاز کې یو له عامو دینونو څخه دی.
عیسویت، یهودیت او بت پرستي هم په قفقاز کې ډیر پیروان لري.
کله چې، مسلمه بن عبدالمالک د خپل ورور هشام د امويانو باچا په امر د باب او ابوب ښار ونيوه او د خزریانو په ماتولو سره يې خلکو او باچا یې اسلام ته غاړه کیښود او مسلمانان شول، په ايران کې د سلجوقيانو د پاڅون سره د اسلام پرمختګ چټک شو. قفقاز ته د سلجوقي ترکانو مهاجرت پيل شو او دغه کار په جنوبي قفقاز کې د اسلام د خپرېدو لامل شو.
بالاخره په ۲۴۰ هجري قمري کال کې د خزریانو یوه ډله د عباسي خلیفه معتصم حضور ته راغله او اسلام یې قبول کړ [۱] .
۲- د مغولانو یرغل:
په قفقاز کې د اسلام د خپرېدو دویمه مرحله، په اسلامي نړۍ د مغولانو له یرغل سره پیل شوه. د مغولانو له يرغل وروسته د قفقاز او اسيا کوچنيو سيمو ته د ايرانيانو د مهاجرت لړۍ پيل شوه او په سلهاو زره ايرانيان خپل وطن پرېښودو ته اړ شول چې په قفقاز کې د مسلمانانو د زياتوالي لامل شو.
که څه هم په ۱۲۶۶ زیږدیز کال کې د برکا خان له مړینې وروسته د اسلام خپریدل ورو شول، خو واک ته د ازبک خان (۱۳۱۳-۱۳۴۰) په رسیدو سره په قفقاز کې د اسلام خپریدو نوره هم جدي بڼه خپله کړه.
۳- د روسیې لخوا د قفقاز او منځنۍ آسیا اشغال:
په قفقاز کې د اسلام د خپراوي درېيم پړاو د روسيې له خوا د قفقاز او منځنۍ اسيا له نيولو وروسته پيل شو. د روسیې له خوا د پراخو اسلامي سیمو په نیولو سره، اسلام د منځنۍ اسیا او قفقاز د خلکو د ځای او ملي هویت بدل شو او دغه کار په یادو سیمو کې د اسلام د چټک خپریدو لامل شو.
۴- کمونیستي انقلاب:
په روسیه کې په 1917 کې د کمونیستي انقلاب په راتګ سره، په روسیه کې ټول دینونه د نویو واکمنانو لخوا مظلوم واقع شول. په همدې حال کې له اسلام سره د کمونیستانو دښمنۍ لا نوره وحشیانه بڼه خپله کړه او په میلیونونو مسلمانان یې په شهادت ورسول، یا بې ځایه شول او یا جلاوطن شول.
خو له دې سره سره په ۱۹۹۱ کال کې د کمونیستي نظام له ړنګېدو او په پنځلسو هېوادونو د شوروي اتحاد له وېشلو وروسته هم مسلمانان د ارامۍ ساه وانه خيسته.
او له دې امله چې مسلمانانو په دغو برخو کې خپلې برخې لاسته راوړې او يو ډول اجماع رامنځته شوه، نو د اسلام د خپرېدو لړۍ هم ګړندۍ شوه.
پای.
Leave A Reply

Exit mobile version