د عامه افکارو په جوړولو کې د رسنیو رول (دیرشمه برخه)
عامه افکار په ټولنیزو علومو کې یو له خورا حیاتي او باثباته مفکورو څخه دی چې په پراخه کچه په ارواپوهنه، ټولنپوهنه، تاریخ، سیاسي علومو او ارتباطي څیړنو کې په اکاډمیک حالتونو او تطبیق شویو شرایطو کې کارول کېږي.
د یوې ټولنې د عامه افکارو د حاکمیت د نمونې په پوهېدو سره، دا ممکنه ده چې په راتلونکې کې د هغې ټولنې د خلکو چلند او په مختلفو پېښو کې یې اټکل وشي. دا له یوې خوا د واکمنانو او سیاستوالو او له بلې خوا ټولنپوهانو او ټولنیزو ارواپوهانو لپاره خورا مهم او د پام وړ دی. عامه افکار د دولت په ثبات او سقوط کې هم مهم رول لوبوي او اغیزمن وي.
ناپلیون بوناپارټ ویلي دي: “حکومت په زور ګټل کېدی شي، مګر د ساتلو لپاره یې، دا اړینه ده چې د خلکو په افکارو باید تکیه وشي.”
د عامه افکارو اهمیت د جګړې په جریان کې ډېر څرګند او ملموس وي. تر هغه چې استعماري دولتونه د یوې جګړي په پیل کولو کې هم هڅه کوي چې د نړۍ عامه افکار خپل ځان ته جذب کړي. دا ډول پېښه په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا او عراق په جګړه کې رامنځ ته شوه. امریکا هڅه وکړه چې د نړۍ د عامه افکارو د یو ځای کولو لپاره په لومړي ځل د امنیت په شورا کې د عراق پر ضد پرېکړه لیک تصویب کړي، خو په دې کار کې بریالی نه شو او په دې مسئله کې یې پښه ټینګه نه شوه.