لیکوال: زید


د الله توره «خالد بن ولید رضي الله عنه» ژوند ته لنډه کتنه (نولسمه برخه)

د طائف په غزوه  کې د خالد (رضي الله عنه) رول:
مخکې له دې چې د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم طائف ښار ته ورسېږي، خالد بن ولید رضی الله عنه یې د زر کسیزه  لښکر د قوماندان په توګه واستاوه او له هغه وروسته په خپله هغه سیمې ته رهي شو.
علامه شلبي لیکي: حضرت خالد رضي الله عنه د طائف په ښار کې د بني ثقیف د کلیو او کلاګانو سره نږدې خیمه ولګوله او هغه یې محاصره کړه چې اتلس ورځې یې دوام وکړ. هغه به هره ورځ د کلا لوري ته مخ ګرځاوه او داسې به یې غږ کاوه: «هل من مبارز؟» آیا داسې څوک شته چې له کلا څخه راښکته شي چې زموږ سره جګړه وکړي؟ خو هېچا غږ پورته نه کړ او ځواب یې ورنه کړ؛  په وروستي ځل یې هم  هغه دوی ته غږ وکړ؛  په پای کې د بني ثقیف د قبیلې مشر عبدالیالیل ځواب ورکړ او ویې ویل: له موږ څخه به هېڅوک تاته راښکته نشي، موږ لا هم په خپلو کلاګانو کې اوسو، د دوو کلونو لپاره مو د ځان لپاره کافي خواړه او سامانونه راټول کړي دي.
له دې وروسته يوازې د دوو ډلو ترمنځ غشي وویشتل شول او بيا رسول الله صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم له هغې سيمې څخه د وتلو امر صادر كړ او امر يې وكړ چې دغه سيمه له محاصرې آزاده كړئ او د “جرانه” په لور لاړ شئ؛ سیمه او یو څه مال غنیمت چې د هوازن له غزوې څخه ترلاسه شوي و، د مجاهدینو په منځ کې وویشل شو.
 کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د مجاهدینو په منځ کې د غنیمت مالونه وویشل نو یو منافق وویل: دا تقسیم عادلانه نه وو؛ له همدې امله، دا باید بیا وویشل شي.
 کله چې حضرت خالد رضي الله عنه د منافق دا خبرې واورېدې نو سمدستي یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د دغه منافق د سر د پرې کولو اجازه وغوښته؛ خو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: نه، له هغه سره هېڅ کار مه لره، کیدای شي هغه لمونځ وکړي او توبه وباسي.
 امام ذهبي رحمه الله لیکي: رسول الله صلی الله علیه وسلم طائف ته ورسېد، نو هغوی یې محاصره کړل، او منادي  یې په لوړ اواز غږ وکړ: د بني ثقیف له غلامانو څخه هر څوک چې له کلا څخه بهر راوځي هغه به آزاده وي. له هغه وروسته د غلامانو یوه ډله د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته راغله، هغه ټول آزاد کړل او بیا یې هر یو خپل یوه صحابي ته وسپارل چې په خرو سپاره شي؛  بيا رسول الله صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم له خپلو اصحابو سره له طائف څخه راستون شو او جعرانې ته ولاړ او ويې ويل: زه د عمرې اراده لرم.
نور بیا…
Leave A Reply

Exit mobile version