ژباړه: له ابو موسی اشعري روایت دی چې حضرت نبي کریم ﷺ وفرمایل: مؤمن د بل مؤمن لپاره لکه آبادي ده چې ځيني د هغوی بعضي نور قوي او محکم کوي. یعني مسلمانان په خپل مینځي یووالي کې لکه د یو تعمیر د خښتو په څیر ده چې یو بل سره ټینګ نیسي.
۲۴- د قیامت له نښو یې یوه بیان کړئ؟
ځواب: “عن ابي هریرة ان النبي ﷺ اذا وسد الامر الا غیر اهله فانتظر الساعة”
ژباړه: له ابي هریره رضی الله عنه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: هر کله چې د حکومت امور نا اهلو ته وسپارل شول د قیامت تمه باسئ. غیر اهل یعني هغه څوک چې اسلامي اهلیت ونلري.
۲۵- پوښتنه: یو مسلمان له بل مسلمان سره باید څه ډول چلند او رویه وکړي؟
ځواب: “عن ابي هریرة قال قال رسول الله ﷺ المسلم اخُ المسلم لا یخونه ولا یکذبه ولا یخذله، کل المسلم علی المسلم حرام عرضه و ماله و دمه”.
ژباړه: ابو هریره رضي الله عنه وایي: رسول الله ﷺ وویل: مسلمان د مسلمان ورور دی او یو مسلمان د بل مسلمان په حق کې نه خیانت کوي او نه یې دروغجن حسابوي او نه یې رسوا کوي، د مسلمان وینه تویول بی عزتي او په ناحقه یې مال اخیستل په بل مسلمان حرام ده.
۲۶- د کومو انسانانو او پیریانو زړونو ته شیطان ننوځي؟
ځواب: “عن ابن عباس رضياللهعنه إن الذي لیس في جوفه شيء من القرآن کالبیت الخراب” (رواه الترمذي)
ژباړه: حصرت عباس رضياللهعنه ویلي چې رسول الله ﷺ وفرمایل: یقیناً د چا په سینه کې چې له قرآن څخه څه نه وي د وران شوي کور په څیر دی.
۲۷- پوښتنه: د بخیل او سخي انسان فرق څه دی؟
ځواب: له ابوهریره رضياللهعنه روایت دی چې نبي اکرم ﷺ وفرمایل: “ما من یوم یصبح لعباد فیه إلا ملکان ینزلان، فیقول أحدهما اللهم أعط منفقاً” (متفق علیه).
ژباړه: له اسمان نه هره ورځ دوې ملایکې لاندي راځي، او یوه له هغو دوو نه وایي: یا الله ﷻ هر هغه څوک چې انفاق کوي عوض ورته عطا کړې، او بله یې وايي: یا الله ﷻ د ممسک مال هلاک او نابود کړه.
۲۸- پوښتنه: په ټولنه کې له خلګو سره څه ډول واوسو؟
ځواب: له عبدالله ابن ثابت رضياللهعنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: “لیس من أمتي من لم یجلّ کبیرنا، و یرحم صغیرنا، و یعرف لعالمنا حقه” (احمد طبراني الحسن)
ژباړه: هغه کس زما له امته نه دی چې زموږ مشرانو ته احترام ونکړي، او وَړو باندي مو شفقت ونلري، او د پوهانو (عالمانو) حق و نه پېژني.
۲۹- پوښتنه: د نیک بخت انسان علامه څه ده؟
ځواب: له ثوبان رضياللهعنه څخه روایت دی چې وايي: رسول الله ﷺ وفرمایل: “طوبی لمن ملک لسانه، ووسعه بیته، و بکی علی خطيئته” (رواه طبراني، او سند یې حسن ویلی دی)
ژباړه: خوښي دي د هغه چا په حال وي چې ژبه یې په خپل تصرف کې وي، په خپل کور کې دي کښېني او په خپلو ګناهونو دي وژاړي.
ځواب: ابوهریره رضياللهعنه وایي رسولالله ﷺ وفرمایل: “لو یعلم الناس ما في النداء والصف الأول، ثم لم یجدوا إلا أن یستهموا علیه لاستهموا، ولو یعلمون ما في التهجیر إلیه، ولو یعلمون ما في العتمة والصبح لأتوهما ولو حبوا”
ژباړه: که خلګ په هغه ثواب چې په لومړي صف او اذان کې شته پوهيدلای، او بیا که یې هغه لاس ته نشوای راوړای مګر په قرعه البته قرعه (پچه) به یې اچولی، او که وپوهیږي چې د نیمي ورځي په لمانځه ته تللی کې څه شئ پوښلي دي، هغې ته به یې سیالي کولای، او که د هغه اجر چې د سهار او ماخوستن د لمانځه لپاره ده په اړه پوهیدلای حقیقتاً به هغه دوو لمونځونو ته راتلای که په څلورو (لاس او پښو) کیدای شوای.