د ټولو دینونو بنسټیز محور انسان دی او د دینونو زیاتره احکام د انسان د کړنو او چلند په اړه دي، په بل عبارت ټول دینونه د کامل انسان مسئله راپورته کوي چې تر ډېره په عرفاني او فلسفي کتابونو کې لیدل کېږي. په ټولو مذهبونو کې، په ځانګړې توګه په اسلام کې، د کنفوسیوس له نظره، کامل انسان هغه څوک دی چې د انسانیت تر ټولو غوره بېلګه وي، کامل انسان په چین کې (چونګ تزو) بلل کېږي، چې ځانګړي صفات لري. کنفوسیوس وایي: دا ډول نفس د کمال په زیورونو مزین دی او د هغه زوی په څېر دی چې تل د خپل مور او پلار مینه په زړه کې لري، یا هغه پلار چې د خپلو اولادونو سره په انصاف او مهربانۍ چلند کوي، یا هغه مامور چې خپل قوماندان ته وفادار وي، هغه میړه چې خپلې میرمنې ته وفادار وي او یا هغه ملګری چې د خپل ملګري سره مخلص او مؤدب وي، د هغه په نظر، کامل انسان، د انسانیت په ټولو لوړو ځانګړتیاو سمبال دی. له همدې امله د کنفوسیوس پیروان هغه د یو بشپړ انسان په توګه معرفي کوي.
کنفوسیوس د بشپړ انسان لپاره لاندې پنځه ځانګړتیاوې معرفي کوي:
۱. د ځان عزت او احترام.
۲. په رحمت کې لوړوالی.
۳. په نیت کې پاکوالی.
۴. په عمل کې شوق.
۵. په چلند کې ښه والی.
همدارنګه، کنفوسیوس د انسانیت د عزت او کرامت مقام ته د رسیدو لپاره خپل میتودونه لري:
مینه: چې هېڅکله مې نه ځوروي.
حکمت: چې هېڅکله مې په شک کې نه اچوي.
زړورتیا: چې زما په زړه کې هېڅکله ویره نه راولي.
کنفوسیوس به ویل: زه د الهي حکمت او تقوا دعوه نه کوم، یواځینی شی چې زه د خپل ځان په اړه وایم دا دی چې زه په خپله لاره کې هېڅ شک نلرم او نورو ته په درس ورکولو کې هېڅ کله قصور نه کوم، دا زما د عمل پای دی او بس.
د عقیدې د خپرولو سربیره چې وروسته په ځانګړي مذهب او رسم بدل شو، کنفوسیوس د اخلاقو ښوونکی هم و. خو هغه خپل ځان ته تر ښوونکي په پرتله ډېر ارزښت ورکاوه. هغه کسان چې د هغه سره وو، د هغه په اړه یې ویل: کنفوسیوس د ښوونکي په رتبه کې محدود کولای نه شو او د کنفوسیوس په دین کې د ایمان روح د مذهب یو بشپړ حقیقت ګڼل کېږي او هغه به خپل د عصر په دیني مسائلو کې ډېره لېوالتیا ښودله، نو ځکه کولای شو هغه د دیندارۍ کامله بېلګه په توګه ومنو. کنفوسیوس هېڅ داسې عمل او عبادت نه خوښاوه چې د عقل خلاف وو.
همدارنګه، کنفوسیوس د چین سقراط بلل شوی دی ځکه چې د هغه مذهب یوازې د انسانانو او بشري چارو سره تړاو لري.
کنفوسیوس ویل: زه د وحدت کل په لټه کې یم. هغه په دې نظر وو چې انسان بايد په انتخاب کې پاملرنه ولري او په ښو او بدو پوه شي او ويې ويل: بې حاصله اولاد او بې وفا مېرمن هغه دي چې له حقه بې برخې وي، تر ټولو لوى اخلاق دا دي چې د نيکونو احترام او د هغوى د يادونو قدر وشي. پلرونه او میندې د نیکونو استازي او مجسمې دي او تر څو چې ژوندي وي، اولادونه یې باید پوره اطاعت او اخلاص ولري، کوچني ماشومان باید د غوماشو له جالیو پرته ویده شي، تر څو دوی غوماشي ځان ته جذب کړي او پلرونه او میندي یې په آرامۍ ویده شي. ځکه چې زوړوالی انسان ته زیان رسوي. پاچا باید د خلکو لپاره د تعلیم او سولې او روغتیا وسیله جوړه کړي او تل عدالت په پام کې ونیسي.
یو ځل کنفوسیوس یوه ښځه ولیده چې د قبر څنګ ته ناسته وه او ژړل یې، ښځې ورته وویل: زما خسر دلته د یوه پړانګ په واسطه ووژل شو او زما میړه او ماشوم هم ورته برخلیک درلود. کنفوسیوس وویل: نو ولې په داسې خطرناک ځای کې ناسته یې؟ ښځې وویل: دلته عادل حکومت شته. کنفوسیوس خپلو شاګردانو ته وویل: دا خبره په ذهن کې وساتئ او پوه شئ چې ظالم حکومت د پړانګ په پرتله ډېر وحشي دی.
لیکوالان په دې باور دي چې کنفوسیوس پنځه مهم اخلاقي احکام لري او حتی ځینې یې د دې احکامو څخه ابدي هم بولي، دا پنځه احکام په لاندې ډول دي:
۱. احسان؛ یوازې د خلکو د ګټو لپاره کار کول.
۲. صدقه؛ ځکه تاسو هغه شی چې نه خوښوئ، نورو ته یې هم خوښ نه کړئ.