یو شمیر لیکوالان په دې نظر دي چې که چیرې یو څوک وي چې د چینایي تمدن سره تړاو ولري، په دې کې شک نشته چې هغه کس کنفوسیوس دی. له همدې امله کنفوسیوس لومړی ښوونکی بلل کېږي او هغه په چین کې تر ټولو اغېزمن شخص او ښوونکی ګڼل کېږي.
همدارنګه ځينې ليکوالان په دې اند دي چې په چين کې د مذهب او دیندارۍ مسئله له کنفوسيوس سره پيل شوې ده او له هغه مخکې د چين په خاوره کې دين په دې معنا نه و، په همدې وخت کې يې ډېر هغه شيان تشريح کړي چې ورته منسوب شوي دي، خو دی د هغه بنسټ ایښودونکی نه و، په هرصورت، کنفوسیوس د چین په عقیده کې د یو بشپړ سړي مثال دی او د هغه د سیمې اوسیدونکي ورته د قدر په سترګه ورته کتل.
د کنفوسیوس مهمې او مشخصې ځانګړتیاوې په لاندې ډول دي:
هغه هېڅکله د لا تصور تصدیق نه کاوه.
هغه د فکر څخه خلاص کارونو کې نه ښکېل کیدی.
هغه مستبد او لجوج نه و.
هغه د عاجزۍ او سادګۍ نمونه وه او هغه څه چې یې درلودل، هغه یې د تېرو کسانو له برکته یې ګڼل.
کنفوسیوس یو ساده او معتدل ژوند درلود، د عامه درناوي او وقار په اوج کې یې ژوند کاوه. سره له دې چې هغه یو اشراف زاده وو او پلرونه یې د “لو” دولت ټول مشران وو، هغه وايي: “زه یو غریب ماشوم وم او زه باید د ټیټې کچې دندې ترسره کړم هغه چې د شهزادګانو وړ نه وي.” کله چې هغه ماشوم و، د خپل کلي له ښوونکي سره يې زده کړه وکړه او د خپل وخت ډېره برخه يې د لرغوني چين د علومو، شعرونو او تاريخي اثارو په زده کړه او مطالعه تېره کړه، دې زده کړې د ژوند تر پايه پورې دوام وکړ. هغه د موسيقۍ سره هم مينه درلوده او زياتره وخت به يې د عود په غږولو سره یې د لرغونې چينايي سندرې ویلې. په شل کلنۍ کې یې د «لو» ایالت د یوې انجلۍ سره واده وکړ، او د یوه ماشوم خاوند شو، خو د ماشوم مور یې له لاسه ورکړ، او ۲۷ میاشتي یې د هغې لپاره عزا وکړه او د خپل ټولو کارونو څخه لاس واخیست.
د “کنفوسیوس” مشهور ویناوې ژوندي پاتې دي، هغه ویل: شاعري د انسان شخصیت جوړوي او د انسان دین ته وده ورکوي او موسیقي انسان ته کمال ورکوي.
کنفوسیوس د نیکۍ په اړه وویل: نیکۍ د زاهدانو عبادت نه دی؛ بلکې نيکي هغه ده چې انسان د خلکو په منځ کي ژوند وکړي او په نېکو کارونو بوخت وي او خلک هم د هغه ګاونډیان وي.
هغه همدارنګه زیاتوي: د علم په زده کړه کې هېڅکله ناوخته نه دی. خو د خلکو لپاره غوره ده چې دا کار په ځوانۍ کې پیل کړي، هغه تل خلکو ته د یوه هوښیار انسان د ژوند لار ښوونه او بلنه ورکړه او موسیقي، شعر او محبت یې ور زده کړل او ویې ویل: تر ټولو لوړه مینه د کار او کوښښ سره مینه ده او هم یې ویل: کار باید د خوښۍ لپاره وشي نه د ثواب او پیسو په هیله. ځکه چې دا د کار لپاره د مینې اخرنی حد دی. هغه زیاتوي: انسان باید نیک عمل وکړي او نه په دنیا او اخرت کې د ثواب هیله ولري. بلکې انسان بايد پخپله له نيکۍ څخه خوند واخلي او خوشحاله واوسي او د دغه ډول ژوند سره مينه کول خپله اجر دى.