شریکول Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp لیکوال: ابو جریر اسلامي عقاید؛ د ماشومانو ډېوه (څلور ویشتمه برخه) ۱۴- پوښتنه: که نکاح ونکړو څه مشکل لري؟ ځواب: “عن ابي هریرة (مرفوعا) لعن الله المتبتلین الذین یقولون لا نتزوج والمتتلات الا تي یقلن ذلک” (کنزالعمال). ژباړه: له ابي هریره رضي الله عنه د نبي اکرمﷺ ارشاد دی: چې الله ﷻ لعنت ویلی دی په هغه نارینه وو چې وایي موږ واده نکوو، همدارنګه د الله ﷻ لعنت دې پر هغه ښځو وي چې وایي واده کول نه غواړو. ۱۵- پوښتنه: د چهارپایانو (حیواناتو) سره باید څه ډول چلند وکړو؟ ځواب: اتقوا الله في هذه البهائم المُعْجَمة، فاركَبُوها صالحة، وكُلُوها صالحة». ژباړه: له رسول الله ﷺ نه روایت شوی دی چې ویلي یې دي: تاسو د دې بې ژبې حیواناتو په باره کې له الله ﷻ ووېرېږئ یعنې په هغوی ظُلم مکوئ، په سمه طریقه پرې سواره شئ او په سمه طریقه یې پرېږدئ. ۱۶- پوښتنه: یو مسلمان د بل مسلمان لپاره څه حیثیت لري؟ ځواب: المُؤمِنُ أخُو المُؤمِنِ ؛ مِن حَيثُ يَغيبُ يَحفَظُهُ مِن وَرائِهِ ، ويَكُفُّ عَلَيهِ ضَيعَتَهُ.” ژباړه: مسلمان د بل مسلمان هينداره ده او مسلمان د مسلمان ورور دی د مسلمان د حیثیت او عزت ضایعه کېدلو یې په غیاب کې حفاظت کوي. ۱۷- پوښتنه: یو مسلمان د بل مسلمان سره څه ډول ارتباط لري؟ ځواب: “المؤمنونَ کَرَجُلٍ واحدٍ اِنِ اشتکی عینَهُ اِشتکی کُلُّهُ و اِنِ اشتکی رأسُهُ اِشتکی کُلُّهُ». ژباړه: مسلمانان د یو بدن په څېر دي که یې سترګه درد وکړي ټول بدن یې درد کوي او که سر یې درد وکړي ټول بدن یې درد کوي. ۱۸- پوښتنه: بهترین جهاد کوم جهاد دی؟ ځواب: “أفضلُ الجهادِ كلمةُ عدلٍ عند سُلطانٍ جائرٍ”(ترمذي ۳۲۱). ژباړه: بهترین جهاد د ظالم پاچا په وړاندې د حق خبره کول دي. ۱۹- پوښتنه: د عُمر کومې برخه کې نیک اعمال غوره دي؟ ځواب: په هر حالت کې غوره عملونه ښه دي، خو “إنَّما الأعْمالُ بالخَواتيمِ” (متفق علیه). ژباړه: دار او مدار د اعمالو د انسان له خاتمې سره دي. نو نپوهېږو چې د ژوند خاتمه مو څه وخت ده باید تل تیار و اوسو. ۲۰- پوښتنه: دین څه ډول خلګو ته معرفي کړو؟ ځواب: “عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ رضي الله عنه عَنِ النَّبِىِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ:( إِنَّ الدِّينَ يُسْرٌ ، وَلَنْ يُشَادَّ الدِّينَ أَحَدٌ إِلاَّ غَلَبَهُ ، فَسَدِّدُوا وَقَارِبُوا وَأَبْشِرُوا ، وَاسْتَعِينُوا بِالْغَدْوَةِ وَالرَّوْحَةِ وَشَىْءٍ مِنَ الدُّلْجَةِ)(واه البخاري). ژباړه: حضرت ابي هریره رضي الله عنه له رسول الله ﷺ څخه روایت کړی چې رسول ﷺ فرمایلي دي: دین آسان دی هېڅ کله چا په دین کې سختي نده کړي مګر دا چې په پای کې مغلوب شوی دی، د سمې لاري غوښتنه وکړئ د افراط او تفریط په مینځ نږدېوالی وغواړئ د سمې لارې زیری ورکړئ او تل د مرستي غوښتنه وکړئ د سهار او ماښام په وخت کې، یعنې تل په ټولو امورو کې له الله تعالیٰ جل جلاله څخه د مرستې غوښتنه وکړئ. ۲۱- پوښتنه: د تأدیب لپاره په مخ وهل څه حُکم لري؟ ځواب: (نهى رسول الله – صلى الله عليه وسلم – عَنِ الضَّرْبِ في الوَجْهِ، وَعَنِ الوَسْمِ في الوَجْهِ)(مسلم). ژباړه: حضرت جابر رضی الله عنه له رسول ﷺ څخه روایت کړی چې حضرت رسول ﷺ په مخ له علامو او وهلو نه منع کړي ده. ۲۲- پوښتنه: د مسلمان قتل او کنځل کول څه حُکم لري؟ ځواب: “عَنْ عَبْدِ اللَّهِ، قَالَ سِبَابُ الْمُسْلِمِ فُسُوقٌ وَقِتَالُهُ كُفْرٌ”(بخاري). ژباړه: حضرت عبدالله بن مسعود روایت کړئ چې رسول ﷺ وفرمایل: مسلمان ته کنزا کول فسق او قتل کول یې کُفر دی. ادامه لري…
اسلام په اسلام کې د امنیت ارزښت (درویشتمه برخه) پنجشنبه _21 _نوومبر _2024AH 21-11-2024AD نور یی ولوله