لیکوال: م. د فراهي توجګي


رواني جګړه او تبلیغات د آیتونو په رڼا کې (اوه ویشتمه برخه)

رواني جګړه، چې د اعصابو جګړه ده، د ویجاړونکو نظامي وسلو څخه یې خرابي ډېره ده؛ له همدې امله، د هغه کارول ستونزمن دي او ځانګړي مهارتونو ته اړتیا لري.
دا ډول جګړه هغه جګړه ده چې په وسیلو او وسلو نه ترسره کېږي، بلکې په سوله ایز چاپیریال کې د تبلیغاتي وسلو په درلودلو سره ترسره کېږي. دا جګړه معمولا د پوځي عملیاتو ترڅنګ وړاندې کېږي. په تیرو یادښتونو کې د کفارو د رواني جګړې ځینې تبلیغاتي میتودونه او د قرآن له نظره د هغه اصول مطرح شول، خو په دې څیړنه کې د مخالفینو او دُښمنانو تبلیغاتي او رواني جګړو سره د قرآن چلند او طریقې په ګوته شوي دي.
 ج. د مخالفینو د پروپاګند او رواني جګړې سره د قرآن طریقې
  1. د سیال غوښتنه؛ هغه پیغمبران او مؤمنان چې خپل په حقانیت باوري دي. ځینې ​​​​وختونه دُښمن ته “ننګونې” او د کلتوري مبارزې لپاره بلنه ورکوي. له دغو قضیو څخه یوه د قرآن کریم د حقانیت په اړه ده. خداى جل جلاله فرمايي: « كه تاسې په هغه څه كې شك لری چې موږ پر خپل بنده (پيغمبر) نازل كړي دى، نو هغه ته ورته يو سورت راوړئ، او كه داسې ونه كړئ، چې هېڅكله هم د هغه توان نه لری، نو د هغه اور څخه ووېرېږئ چي بوټي (پېلوزی) يې ګناهګاران دي. … (بقره، ۲۳-۴ آیتونه.)
د دې مبارزې بله بېلګه «مباهله» ده. د نجران عیسویانو ادعا کوله چې عیسی علیه السلام د خدای زوی دی او د حقیقت څخه وروسته بیا یې هم له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره بحث وکړ او د حق له منلو یې ډډه وکړه. بیا دا آیت نازل شو چې اې پیغمبره! هغوی ته ووایه چې موږ له خپلو ښځو، ماشومانو او نفسونو سره او تاسو هم له خپلو ښځو، ماشومانو او نفسونو سره مباهله وکړو او په درواغجنو باندې د خدای جل جلاله لعنت ووایو. چې پوه شو، خدای جل جلاله د چا دُعاګانې قبلوي. (آل عمران، آيت: 61.) د مباهلې لپاره تيارى ونيول شو او د نجران عيسويان پوه شول چې دوى به په عذاب اخته شي او له دې کاره يې ډډه وکړه او جزيه يې ومنله.
  1. په غیبي مرستو سره د مومنانو د روحیې پیاوړې کول؛ د بدر په جګړه کې مؤمنانو له کافرانو سره د افرادو او امکاناتو په لحاظ ډېر نابرابر وو. مسلمانانو د جهاد په ډګر کې له خدایه مرسته وغوښته او خدای د دوی د خوښۍ او ارامۍ لپاره زر پرښتې راولېږلې. (انفال، آيتونه: 10 او 9.) په هغه شپه آرام خوب باندې کښېوت او له اسمانه باران وورېد او دوی یې پاک کړل او له دوی څخه یې د شیطان نجاست لیرې کړل او زړونه او قدمونه یې ټینګ کړل. (انفال، آيت: 11.) هغه د کافرانو په زړونو کې وېره واچوله او مؤمنان يې د سختې جګړې لپاره وهڅول. (انفال، آیت: ۱۲)
  2. د شعائر الله تعظیم کول؛ خداى جل جلاله فرمايي: «د الهي شعائرو احترام د زړه د تقوا نښه ده.» (حج، آیت: 32.) په دې شعائرو کې د الهي دین سرفصلونه او عمومي پروګرامونه شامل دي. په قرآن کریم کې د الهي شعائرو ځیني بېلګې دا دي: د چاغو اوښانو قرباني کول، (حج، آیت: 36.) د صفا او مروه ترمنځ سعی کول، (البقره، آيت: 158.) خو الهي شعائر په دې کې محدود نه دي. د مذهبي مراسمو لمانځل، په ځانګړې توګه په ډله ایز ډول، د تبلیغاتي او د رواني جګړې په وړاندې د مبارزې یوه بڼه ګڼل کېږي.
د. د دُښمنانو د رواني جګړې په وړاندې د مؤمنانو مقاوم کول:
  1. کلتوري او ټولنیزو مسلو ته دوامداره پاملرنه؛ د رواني جګړې هېڅ طریقه نشي کولی په نامناسب شرایطو کې دوام ومومي او بریالي شي. کلتوري او ټولنیز ډګرونه د یوې لویې امنیتي چترۍ پشان دي چې زموږ په سر یې سیوری کړی دی او د هرې غلطۍ او بې غورۍ سره یو سوری پکې جوړیږي. هر څومره چې دا تېروتنې او د پاملرنې نشتوالی ډېر شي، په هماغه اندازه سوري ډیریږي او ناڅاپه وینو چې دا چتر دومره سوری شوی چې نور د دُښمن په وړاندې زموږ د ساتنې ځواک نه لري. که موږ ټولنې ته د دیني عقیدې درس ورنکړو. که زموږ خبرې زموږ له کړنو سره توپیر ولري، که موږ د ځوان نسل په پام کې نیولو کې غفلت وکړو او داسې نور، نو دې چترۍ موږ لوی ګوزار ورکړی دی او پای کې نور موږ د هیڅ ډول امنیتي چترۍ خاوندان نه یو.
  2. پر یووالي او همغږۍ باندې ټینګار؛ اسلام په یووالي ټینګار کوي. دې ته نه یواځي د شعار په توګه، بلکې د یوې ستراتیژۍ په سترګه وکتل شي. که په ټولنه کې دا یووالی ویجاړ شي، نو د ملاتړ چتر سوری کېږي. په قرآن کريم کې څو آيتونه شته چې په دې باندي دلالت کوي:
«خدای هغه کسان چې د هغه په لاره کې د وسپنیز بنیان په څېر جنګېږي خوښوي.» (صف، آیت:۴)
« په خپل ملاتړ او د مؤمنانو په منځ کې د الفت په رامنځته کولو سره خپل پیغمبر ته قوت ورکوي، هغه الفت چې پیغمبر د ځمکې پر مخ د خپل ټول مال په لګولو سره هم نه شي پیدا کولای.» (انفال، آیت: 63.)
« همدارنګه، خدای مومنان لکه وروڼه ګرځولي.» (حجرات، آیت: 10.)
  1. د ځواکونو د چمتووالي او تحرک ساتل؛ دا تیاری کیدای شي نظامي، اقتصادي، سیاسي، کلتوري او نور وي، څرنګه چې په نظامي برخو کې هم بشپړ چمتووالی اړین دی. (انفال، آيت: ۶۰.) او دا تياري په فرهنګي برخو کې هم ضروري ده. اسلامي ټولنه باید دومره علمي وړتیا ولري چې بریدګر د ګواښ احساس وکړي او و نه غواړي برید وکړي.
  2. د رواني جګړې د لارو چارو په اړه خلکو ته خبر ورکول؛ خلک باید د دښمن له پروپاګند او رواني چلونو خبر شي تر څو په اسانۍ سره دوکه نه شي. که شایعات او د هغې وسیلې او موخې خلکو ته روښانه شي، نو دا تاکتیک به نور اغېزمن نه وي.
له همدې امله د ایمان او کفر د نهایي موخې روښانه کول (صف، آیات: 5 او 4) او په دین کې غلو نه کول (النساء آیت: 171) دا یادونه وه چې موږ باید تل د شیطان سره په احتیاط کې واوسو او پوه شو چې شیطان د انسان ښکاره دښمن دی. » (یوسف، آیت: 5)
دا هغه شیان دي چې د دُښمن د رواني جګړې په وړاندې خلک پوهوي او د دُښمن د دسیسو په وړاندې پیاوړي کوي.
نور بیا…
Leave A Reply

Exit mobile version